
نوی (۱۳۹۵ل ښوونیز کال) د نورو کلونو په پرتله لږ په توپیر پیل شو او توپیر یې دا وو چې په تېرو کلونو کې به ولسمشر (حامدکرزي) او د پوهنې وزیر (غلام فاروق وردګ)یوازې په ارقامو تکیه کوله او ویل به یې چې لس میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي، دومره میلیونه کتابونه چاپ شوي، دومره ودانۍ جوړې شوي، خو نه به لس میلیونو زده کوونکو له مخې کتاب لوستلی شو، نه به څو میلیونه چاپ شوي کتابونه د لوستلو وړ او یا د زده کوونکو له سویې سره برابر وو او نه هم هغومره ودانۍ چې دوی به حسابولې او یادولې جوړې شوې وې، ځکه د اکثره ودانیو لګښتونه تېر شوي، خو لا هم فزیکي وجود نه لري او کومې چې جوړې شوې دي یا بې کیفیته دي او یا هم نیمه تمامې پاتې دي. سږکال هم د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د پوهنې وزیر او ولسمشر ویناوې لرلې، خو یوه یې هم نه د تېر ولسمشر او وزیر په څېر په ارقامو تکیه وکړه او نه یې هم د ودانیو ارقام وړاندې کړل، حتی ولسمشر غني د تېر ولسمشر برعکس د معارف په برخه کې ځان ته د مشروطۍ نومرې ورکړې او هیله یې څرګنده کړه چې سږکال له ښوونکو او ولس څخه په دې برخه کې د بریا نومرې ترلاسه کړي. ولسمشر د معارف په برخه کې شته ستونزې ومنلې او وې ویل د هېواد د جنګي حالت او د پوهنې وزارت په برخه کې د پرېمانه میراثي ستونزو له امله موږ ونتوانېدو چې د معارف په برخه کې پام وړ کار وکړو. جمهور رئیس غني ښوونکو ته د کورونو او استوګنې په خاطر د ځمکو او نومرو د نه وېش لاملونه هم یاد کړل، هغه وویل د ښوونکو لپاره چې کومې ځمکې نقشه شوې وې، نو هغه په لیرې او له ښاره وتلو ځایونو کې وې، چې له هغې ځمکې څخه ښوونځیو ته ښوونکو ته تګ راتګ ستونزمن وو. هغه وویل، حکومت په دې برخه کې یوه طرحه برابره کړې ده او د همدغې نوې طرحې له مخې به د هېواد ټولو ښوونکو ته په پلازمېنه کابل، د هېواد په لویو ښارونو او اړوندو ولایتونو کې په مناسبو ځایونو کې د استوګنې په خاطر ځمکې ووېشل شي. جمهور رئیس د پوهنې وزارت او په ځانګړي ډول د ښوونیز نصاب ستونزې هم یادې کړې او د یادو ستونزو د حل په موخه یې د هېواد له متنفذینو، علماو، مدني ټولنو او هغو بنسټونو څخه چې د معارف په برخه کې فعالیت او لاسرسی لري وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او ټینګار یې وکړ، چې موږ ټول باید په ګډه د پوهنې وزارت له سیاستونو او لنډمهالو فشارونو څخه وژغورو. ولسمشر غني د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هواری او ګډه همکاري د ټولوګډ مسوولیت وباله ، هغه وویل موږ ټول افغان ماشومانو ته مسوول او ځواب ویونکي یوو. هغه ټینګار وکړ چې ټول وزارتونه باید د پوهنې په برخه کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ادا کړي، د ده په وینا هیڅ وزارت په دې برخه کې بې مسوولیته نه دی او نه هم له دغه مهم مسوولیت څخه اوږې سپکولی شي. د دې او ورته نورو څرګندونو له امله سږنی کال د تېرو ښوونیزو کلونو څخه بېخي متفاوت وو. د سږني ښوونیز کال پیل ولس ته خوښي او هیله مندي ورکړه او هغوی په دې باوري شول، چې حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر په ستونزو او تېروتنو سترګې نه پټوي، بلکې په خپله د ستونزو او نیمګړتیاو یادونه کوي او له ټول ولس څخه په دې برخه کې د مرستۍ او همکارۍ غوښتنه کوي. د ولسمشر دغه وړ څرګندونې هم د ولس باور او هیله مندي زیاتولی شي او هم د ښوونې او روزنې په برخه کې د افغان زده کوونکو د ستونزو د حل په برخه کې ګټورې تمامېدلی شي، ځکه په تېرو کلونو کې چې په دغو ستونزو اړوندو چارواکو سترګې پټولې او یوازې په ارقامو یې خلک تېراېستل، ځکه نو ورځ تر بلې او کال په کال د افغانستان ښوونیز نظام وپاشل شو او په میلیونو داسې زده کوونکي مو له ښوونځیو څخه فارغ کړل چې لا هم لیک لوست نشي کولی.