
مېرمنې باید د یوې بلې ملاتړې شي، ځکه تر څو چې ښځې ځان ته په خپله ارزښت ورنه کړي، نور تر هغوې دې له نورو دا هیله نه لري چې دوی ته دې ارزښت ورکړي. زه چې خپله یوه ښځه یم، نو چې خپل ځان ته په درنښت قایله نشم او د بلې ښځې نظر ته احترام ونه لرم او ارزښت ور نه کړم ، نو څنګه دا هیله لرلی شم چې د خپل شاوخوا نارینه دې ماته ارزښت راکړي؟ خو که برعکس زه د ښځو ملاتړ وکړم، ښه نظرونه یې تائید کړم اود فکر ستاینه یې وکړم، نو دا په اصل کې یوازې له همغې یوې مېرمنې نه، بلکې له ټولو مېرمنو ملاتړ دی. زما له خپله ځانه ملاتړ دی. هغه روایتي باورونه چې ښځه پکې تر نارينه کمه گڼل کېږي او له کلونو کلونو یې د خلکو په فکرونو کې ریښې غځولي ختمول او کم رنګه کول یې پکار دي. بله خبره چې اړينه ده يادونه يې وکړم دا ده چې په ښځو ظلم کوونکي یوازې نارینه نه دي بلکې هغه ذهنیت هم دی چې ښځه پکې تر نارینه ټیټه ګڼل کېږي. دغه ذهنیت ډېرې ښځې هم لري او په نورو ښځو یې منل غواړي. د ښځې په اړه دغه منفي ذهنیت په پېړیو کې جوړ شوی او له منځه وړل یې ډېر کار ته اړتیا لري. تر څو چې موږ ښځې خپله د خپل حق لپاره، خپل اختیار لپاره کار ونکړو نو له نورو یې هیله بېځایه ده. زما زياتره خبرې هغو مېرمنو ته متوجه دي چې په اروپايي او نورو بهرنیو هېوادونو کې ژوند او زه کړې کوي. هلته په مېرمنو هغه بنديزونه، ناخوالې او ظلمونه نه شته چې وطن کې به وو، ښځې له تعلیمه نه منع کېږي، وهل کېږي نه، بلکې ډېر زیات سهولتونه ورتهبرابر دي، موږ باید له دې امکاناتو ګټه پورته کړو. که موږ له یوې بلې ملاتړ وکړو، زموږ همدغه ملاتړ کولی شي د وطن د مېرمنو په ژوند کې هم مثبت بدلون راولي. هر لوی کار له همداسې یوه واړه ټکي پیلېږي. په دې باید پوه شو چې ښځې د ښځو په ستونزو ښې پوهېږي. د ښځو مسایل یوازې ښځې درک کولی شي. نو تر هغو چې موږ ښځې یو بل ته په ټولنیز، سیاسي او کلتوري برخو کې د مرستې لاس ورنکړو له نارینه څخه باید دا هیله ونلرو چې له موږ سره دې مرسته وکړي. د دې لپاره چې ښځې له یوې بلې ملاتړ وکړي تر هر څه مخکې باید ددوی تر منځ باور موجود وي. زما تر ټولو لویه هیله او وړاندیز همدا دی چې ښځې باید یو بل ته وخت ورکړو، په یو بل باور وکړو. خپل امکانات، پوهه او تجربې له نورو سره شریکې کړو او د اړتیا پر مهال د نور ولاسنیوی وکړو او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړو، نو هم به د ښځو تر منځ همغږي او همکاري ډېره شوې وي، هم به هغوی پر ځان متکي شوې وي او هم به هغوی د ستونزو پرمهال ځان بې وسه او بې کسه نه بولي، بلکې هغوی به ډاډه وي چې ګڼې نورې ښځمنې یې هم ملاتړې او تر شا ولاړې دي. د دې لپاره دې د کلیو په کچه د ښځو تر منځ وړې وړې ناستې او ټولنې رامنځته شي. په هغو ناستو کې پرې یوې موضوع وغږېږو. نظرونه شریک کړو. د نظر شریکول کولی شي موږ سره د یو بل په پېژندلو کې مرسته وکړي او هم له دغو مختلفو نظرونو کولی شو په ورځني ژوند کې ګټه پورته کړو. تر څو ښځې یوه او بله وپېژني، یوه او بله درک کړي او د اړتیا پرمهال خپل امکانات سره شریک کړي. که چېرې دغسې ګامونه واخیستل شي، نو معلومدار چې د ښځو اوسنی حالت به په مراتبو ښه شي او ګټور بدلون به په کې راشي.