
پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د سولي عالي شورا جوړه کړه، او د دې شورا دنده یې په هیواد کې د دولت د مخالفینو پخلاینه او هغوی ته د دې زمینه برابرول چې له خپل حکومت سره یوځای شي وټاکله خو دغې شورا تراوسه پورې پخپلو چارو کې د یادونې وړ کومې لاسته راوړنې نه لري د کار له پیل څخه تر دې دمه دوی د خپلو امتیازاتو او شخصي ګټو لپاره هڅې کړي. دغه راز د سولې په تړاو هڅې نه یوازې په کابل کې نه دي شوي بلکې د هیواد په ولایتونو کې هم اړوند چارواکي نه دي توانېدل چې د سولې په برخه کې خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کړي. د سولې عالي شورا د دندو په داخلي لايحه كې ذكر شوي چې د دې شورا غړيتوب معنوي امتياز دى او د معاش په نوم كوم څه نه لري. خو د دې شورا غړي پر نورو ډېرو امتیازاتو سربېره د دسترخوان او ټرانسپورټ په نوم په زرګونو امريكايي ډالرو پورې اخلي چې د سولې راوستلو لپاره څه وکړي.
د معاشونو سربېره د سولې د عالي شورا اداري پلاوی له هغو موټرو ګټه پورته كوي چې د همدې شورا په مالي لګښت د لكونو امريكايي ډالرو په بيه رانيول شوي او اوس د دوى په خدمت كې دي او ترڅنک ددې غړو د ساتونكو لګښت هم د شورا له جيبه دى.
دوی په تېرو کلونو کې یوازې د خپلو امتیازاتو او معاشونو لپاره ډېر څه کړي او د سولې په برخه کې یې ولس ته هیڅ ښه زیری نه دی راوړی او نه یې د راوستلو هوډ لري، په دې تېره موده کې د سولې عالي شورا غړو په خپل خوله دا وویل چې دوی یوازې وخت او پیسې مصرف کړي او بس! که ځیر شو نو د سولې عالي شورا د هرغړي معاش په ډالرونو دی خو کارونه یې بیا په پاکستانیو کلدارو هم نه ارزي.
د ولس ترڅنګ په هیواد کې ګڼ شمېر چارواکي او د مشرانو جرګې غړي هم سولې ته خوشبین نه ښکار ي او له کارونو څخه په بشپړه توګه ناخوښ دي که چیرې دسولې راوستل دد ې شورا له صلاحیت څخه پورته نو بیا دې استازو ځانونه ولې چپ خوله نیولي که چیرې دوی په رښتیا سره هم د سولې لپاره هڅه کوي نو بیا کومه دي د دوی لاسته راوړنې پرته له دې د مخالفینو شمېره او غوسه لاهم د مرکزي حکومت په وړاندې زیاته کړي د دې شور غړي هم ټول هغه څوک دي چې په سوله کې خپل ژوند او ګټې ډاډمنې نه بلکې په خطر کې ویني.
هیواد مو له یوې خوا له پراخ اقتصادي بحران سره مخ دی خو له بلې خوا یې چارواکي د خدمتګارانو په جامه کې غله او چپاول ته لمن وهي چارواکي په یوه خوله د فساد له منځه وړل غواړي خو په بله خوله بیا پخپله فساد ته لمنه وهي دوی له هرې لارې چې وي د هیواد شتمنۍ لوټوي او په شخصي هغو یې زیاتوي.
که وګورو د سولې شورا تېره څو کلنه دوره ناکامه او فعالیتونه یې له صفر سره ضرب دي. او د دغې شورا ناکامي د غړو ترمنځ نه همغږي،په اداره کې فساد او بې غوري او دا شورا هم د څو انحصارګرو کړیو په لاس کې ده.
د دې شورا له رامنځته کیدو څخه تر دې مهال دوی د دې شورا پیسې ټول په بیځایه اعلانونو لګوي او پاتې نورې یې هم خپل جیبونو کې ساتي.اوسمهال په هیواد کې سولې اړوند بیلابیلې ناستې ترسره کیږي خو دا شورا یې په هکله خپله بشيپړه بې غوري ښکاره کوي تر دې وړاندې له طالب مشرانو سره د سولې په تړاو په قطر کې د پګواش غونډه وشوه خو دوی بیا هم په دې خبرو کې خپله ونډه په سمه توګه ادا نه کړه تر دې چې دوی د سولې په راوستلو کې تر وخت وړاندې د سولې خبرې بې بنسټه او د سولې په راتګ کې بې اغیزې وبللې. دا چې اوسمهال مو هیواد له بیلابیلو ستونزو سره مخ دی او د همدې ستونزو له ډلې څخه یوه هم سوله ده چې اوسمهال یې افغانان تږي خو د همدې شورا لګښتونه دوی بیا هم لوټوي او د ولس په مقابل کې خپلې جفا او ظلم ته لاهم دوام ورکوي که چیرې دغه لګښتونه له هغو بیوزله وګړو ته چې اوسمهال په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي او د همدې استازو له کبله یې ژوند تریخ او بې کوره شوي ورکړل شي نو کیدای شي پدې سره دا وګړي هم د مخالفینو په وړاندې جګړه وکړي او بل خو همدا ډول دا چې اوسمهال په هیواد کې افغان پوځي او امنیتي ځواکونه لرو او تردې کچې پورې مهمات نلري چې د مخالفینو په وړاندې په سمه توګه مبارزه وکړي که چېرې د همدې شورا ټول لګښتونه د هعوی په مهماتو ولګول شي نو کیدای شي د دې ښاغلو په پرتله هغوی مخالفین ژر سولې ته اړ کړي ځکه دغه ځواکونه خو له یوې خوا د هیواد په ساتلو کې د زړه له تله هلې ځلې کوي له بل خوا کولای شي مخالفین هم په ګونډو او سولې ته اړ کړي.