نورستانئ صاحب استعفأ دې ناوخته او ډیره بی خونده ده!

 

نورستانی صاحب د خپلی دندې( د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشرۍ)  څخه د لاس په سرکیدو سره دا وښوده، چی یو ضعیف مدیر و. دهغه ضعف نن ورځ  افغانستان د یو سخت امتحان سره مخامخ کړی دی ځکه چی دوه سری حکومت یی په نتيجه کی رامنځ ته شو چی هیڅ کله د هیواد په ګټه نه دی.
ښاغلی نورستانیه! کله چی  تاسو د ټاکنو نتجه  پر خپل وخت نه کړه اعلان  د هیواد او ولس سره د ستر خیانت وکړ دا ځکه چی ستاسو همدغه عمل  دوه سری حکومت وزیږوه. پداسی حال کی چی تاسو، نړیواله ټولنه او ټول افغانان پدی پوهیدل چی ټاکنې اشرف غنی ګټلی وې خو تاسو دا هر څه د خپلو هیوادوالو پټ کړل .
  ځکه خو ستاسو استفأ ډیره بی خونده او ډیره ناوخته ده پکار وه چی همهغه وخت، کله چی پوهیدلی چی  زور د نه رسیده ولس ته ټول حقایق په ډاګه کړی  وای بیا د استفأ وړاندی کړی وای.
اوس کیدای شی چی تاسو سره به د کوم بل پوست وعده شوی وی تر څو له همدغه دندې لاس په سر شی خو که تاسو په همدې خاطر دا استفأ کړی وی تاریخ به د قطعاً ونه بښي دا لوی خیانت دی چی دوهم وار یی د ولس پر وړاندې تر سره کوی.
ستاسو بی وخته او بی ګټی استفأ نه یوازی چی ستاسو ضعف ښکاره کوی بلکی دا نوری ناوړه پیلی هم د ځان سره لرلای شی. هغه دا چی اشرف غنی خو هسی هم د شمال د لنډغرو  او یو تعداد نورو چاپړوسانو په منځ کی  معاصره دی ستاسو پر ځای به همدغه د ټاکنو خپلواک کمیسون ریاست ته داسی کس وګمارل شی چی دنده به یی د همدغه لنډغرو او چاپړوسان  په ګټه وی هیواد او ولس به نور هم د تباهئ او بربادئ لور ته یوسی.
ځکه خو موږ وایو چی د افغانستان د اساسی قانون پر اساس تاسو باید خپله د کار دوره پای ته رسولی وای  داسی بی وخته وخت د خپله استفأ نه وای وړاندې کړی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
25/03/2016