د خرو پاچهي ( کال ۳۹۹۵میلادي او ۳۴۷۴هجري ش، د جون یا چنګاښ میاشت)

 
لنډه کیسه/عثمان.ر
 
 د خرو په پوهنتون کې یوه پروفیسر د انتروپولوژۍ په لکچر لګیاؤ او ویل یې:
« انسانان د منځه تلو په حال کې دي. ځکه خو هم د « انسانانو د ژغورنې سازمان» لرو چې د انسانانو نسل د بیخي له منځه تللو نه وژغوري. همدې انسانانو یو وخت لوی تمدن لره. له نعمتونو ډکه دنیا، چې د دوی د رسوايۍ له برکته اوس هیڅ ندي پکې پاتې، ټوله د دوی په لاس کې وه. خدای ښه عقل او استعداد ورکړی ؤ. خو لدې استعداد نه یې غلطه ګټه واخیسته... هو،... انسانان چې څنګه د تورتم له تیارو نه راووتل او لږ هوښیار شول،... انسانیت یې پرېښود... یوه بیساري وحشت او بربریت ته یې مخه کړه،....په قومونو او قبیلو سره وویشل شول،... دنیا یې هم سره وویشله،...دښمنې یې پیل کړې،...کلي او ښارونه، سمې او غرونه یې هم سره وویشل او په خپل مینځي جګړو یې پیل وکړ.... نن دنیا د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې، ورپسې د ډول ډول بیولوژيکي، کیمیاوي، جهادي، د تروريزم پر ضد، آټومي او هستوي جګړو شاهده ده.»  پدې وخت کې یوه ځوانه خره محصېله پورته شوه او د پروفیسر په لېکچر کې یې مداخله وکړه:
 
« استاذه چې داسې وي، نو بیا د انسانانو د ژغورلو سازمان ته څه اړتیا ده؟ آیا دا ټول مصرفونه بېځایه ندي؟
پروفیسر خپلې چشمې وښورولې، محصېلې ته یې د کېناستو اشاره وکړه او ویې ویل: « خرونو ته پکار ده چې کرکې او نفرت ته په زړونو کې ځای ورنکړي. که مونږ هم له انسانانو سره داسې چلند وکړو لکه دوی چې له مونږ سره کاوه، نو بیا د خرو او انسانانو تر مینځ فرق څه شو؟  
پروفیسر خپل لېکچر ته دوام ورکړ:
 
« دوی به نه یوازې له خپلو ځانونو سره، بلکې له حیواناتو، طبیعت، ځنګلونو او نباتاتو سره هم ظلم کاوه. ښکلي او تازه ځنګلونه به یې اره کول، ښکلي حیوانات او مرغان به یې حلالول او د هغوی غوښې به یې خوړلې. په خرونو به یې بارونه چلول، له حده زیات به یې بارول او په کوتکو به یې وهل. سربېره پردې به یې توحینول هم او د دوی په ټولنه کې به چې کوم ساده او احمق سړی ؤ، هغه به یې د خره سره مقایسه کاوه.... » پدې خبرې سره ځوانو خرونو او خرو ټولو په یوه وار غوږونه بوڅ کړل...خو پروفیسر دوام ورکړ: « په هر صورت،... مونږ نن ویاړو چې له انسانانو نه ښه تمدن لرو. مونږ پخپلو کې نه سره وژنو. د خرو په تاریخ کې داسې خر نشته چې د بل خره حق دې خوړلی وي او یا دې له خپلې خرې نه پزه لنډه کړې وي،... شکر، نه خرسالاران لرو، نه خرمرګي او نه هم غله او قاچاق وړونکي. په مونږ کې تور، سپین او خړ خرونه ټول یو خرونه او سره وروڼه دي...پدې وخت کې د پوهنتون په باغ کې چې ډول ډول، لکه د کدو، ګازرو، شلغمو او کچالو ونې) پکې ولاړې وې،... یو سړی د کچالو د ونې په یو نازکه څانګه ناست ؤ او خام کچالو یې خوړل. ناڅاپه د کچالو څانګه ماته شوه او سړی څلور پنځه متره د لاندې په ځمکه راوغورځیدو. یوه خره سملاسي د « انسانانو د ژغورنې سازمان» ته د سړي تصویر د ځای له کود سره یوځای ولیږل او د سترګو په رپ کې د انسانانو د ژغورنې هوايي آمبولانس راغی. درې خرونه ترېنه راکښته شول چې یو خر یې د انسانانو ډاکتر ؤ. سړی یې سملاسي آمبولانس ته کړ او د بیړه ناک سکېن له تیرولو وروسته د ډاکتر غوږونه بوڅ او شونډې  یې وځړېدې او و یې ویل: « لکۍ یې دوه ځایه ماته ده، د شا پښې او پښتې یې هم ماتې دي او د ژوندي پاته کیدو چانس یې ډېر کم دی. هله چې زر یې روغتون ته ورسوو.»
 سړی یې د سترګو په رپ کې د انسانانو ځانګړي روغتون ته یووړ.
 
د خرو پوهنتون ټول پرفیسران او محصلین پدې پېښه ډېر خوابدي شول او د خرو له پاچا یې غوښتنه وکړه چې د خرو حکومت دې د انسانانو ژغورنې ته جدي پاملرنه وکړي. تر څو چې نسل یې د تل لپاره له مینځه لاړ نه شي.