
په کلي کې مې دژمي وروستۍ شپې ورځې په ډېربې خونده اوترخه انتظارکې تيرولې زه په ډېره بې صبرۍ دهغوشېبوپه انتظاروم چې دغرونوله لمنود واوروڅادر ټول شي اوپه لمدوخاوروکې بندي وږمې دغاټولواودنوروغرنيوواښوپه څېره کې ځان راڅرګند کړي مابه هرماښام اوسهاردکوټې له کړکۍ نه هغه پراخه دښتواوغرونو ته کتل چې کله به دپسرلي نښې په کې خپل رنګونه وشيندي زمادعمرډېرکلونه دهمدې کلي په کوڅو اودوړاندي غرونو اودښتوپه لمنوکې تېرشوي ماته په ماشوم توب کې ديوې وړې رمي څرول راپه غاړه وو اوهروخت به مې د شوخوسرلکوسره مستي کوله هغه لارې پل په پل رامعلومې وې چې ماپه کې منډې وهلې وېاويابه مې درمې دڅرولوپه مهال د شپلېۍ وهلوتمرين کاوه .
دخپل ماشوم توب د شپيلۍ دهغې وخت نغمه اوس هم کله کله زما په غوږکې ازنګې کوي خوپه مانا يي نه پوهېږم.
نوريوازې هغه شېبوته انتظاريم چې يوه ورځ دپسرلي لومړۍ شپې ورځې ماته پخپله هنداره کې دهغې زمانويوتت انځورراوښايي اوپه دغه ځمکوکې چې اوس له واورولاندې دي دخپلويبلو پښوپخواني خاپونه وګورم زه که څه هم دژوند له همغه رنګينوشېبو ډېروړاندې راغلى يم خوډېرڅه اوس هم دواورو دانبارونولاندې دګلونوپه څېرزماله سترګوپټ دي اوديوښکلي رازغوندې ښکارېږي.
زه له پيله په دغه لاره پټې سترګې راغلى يم هرڅه ته مې ډېرسرسري کتلي خپل احساس مې په مرګوني خوب اوده کړى وو اودځمکې له زړه نه مې دګلونو راوتلو په رازځان نه وو پوهولى .دچانه مې دايوه پوښتنه هم ونه کړه چې دګل پاڼوته وږمې له کومه راځي اوداکوم ځواک دى چې دګل په پاڼوکې رنګونه شيندي اوبيايې دښکلومعشوقوپه بڼه زمونږسترګوته دروي .اوس اوس راته ارمان راځي چې کاشکې همدغه ځواک ماته له سره دژوند کولواجازه راکړي اوپه منډه منډه دهمدغه غرونودلمنوڅخه بېل ژوند پيل کړم اوله رازنوداسې پردې پورته کړم لکه دسهارنسيم چې دګلغوټيوخولې پرانيزي اودلمرڅرک سره يوځاى وږمې شيندي .
زماهيله داده چې نوى ژوند مې ترپخواډېرفرق ولري اويورازهم ناسپړلى پرېنږدم پرېږده چې دژوند له کاروان يوڅه وځنډېږم خوپه پوښلورازونوپوه شم ،په ګلونوکې درنګ خورېدلو اوپه هغوکې دشاتودشيرې دپيداکېدلوفلسفه وپېژنم.
زمادزړه ګرانه واکمنه !
که هغه شېبوته بيادستنيېدلواجازه نه راکوې نوپه خيال اوفکرکې مې داسې ځواک پيداکړه چې په دغه ورشوګانواوواړه کلي کې خپله دنده زرترسرته ورسوم اوستاحضورتهد يولوړسترګي وفادارغلام په څېرحاضرشم ورستۍ هيله مې داده چې زما تندى هم يوه داسې غرنۍ وږمه کړه چې ستادښايست په ګلونوکې په يوه اوږده سجده پرېوزي اودتل لپاره ورک شي.
ننګرهارپوهنتون ٢٠\\١١\\١٣٨٨