
لنډه کيسه
ليکوال : ګل رحمان رحماني
دپوهنتون په انګړکې يواځې سپين ږيري عبدل کاکاته ددې اجازه وه چې له خپلې رېړۍ سره يوځاى دپوهنتون انګرته داخل شي اوپه محصيلونوکيلې وپلوري سهاروختي به چې کله دليليې نه دټولګيو په خوا روان شوو نوعبدل کاکا به بيا دوخته له خپلې لرګينې رېړى سره دپوهنتون انګړته رارسېدلى وو اودصبرترلوړو ونو لاندې به يې په رېړۍ کې دتازه ميوو درجنونه سمول اوله ځان سره به يې کومه سندره غلې غلې زمزمه کوله له رېړۍ سره د نږدې لارو اوپاشي هم دهغه په غاړه وه د پوهنتون له هرمحصل اواستاد نه به دې چې دهغه په اړه پوښتنه وکړه نووېل به يې چې زه دغه پوهنتون ته راغلى يم نوعبدل کاکا له همدغه زړې رېړى سره ترننه په همدې يوه ځاى کې وينم چې له سهاره ترماښامه خپلې کيلې خرڅوي .
دهغه له نوم سره نږدې ټول نوي اوزاړه محصلين اشناوو اوپه تفرېح کې به يې دهغه له خبرواوټوکو ټکالو خوند اخيسته که خداى مې غاړه بنده نه کړي نوله نيمايي نه زيات محصلين ، نجونې اوهلکان يې په نامه پېژندل اوپه نامه يې غږپسې کاوه ځينومحصلينوخوبه دامتحان په شپو ورځوکې داستادانو لپاره واسطه کولو هم اواکثرو استادانو يې خبره منله اوځمکې ته يې نه غورځوله دپوهنتون ټول هلکان اونجونې يې لوڼې اوزامن ګڼل د هرې رشتې له محصلينوسره يې په مسايلوکې پوره بحث کاوه اوله استدلال يې کاراخيسته خو د زده کړو په اړه يې دهغه دنور ژوند په څېرچاته معلومات نه وو چې څومره ښوونځى يې لوستى زياته طبعه يې د ادبياتو له محصلينو سره لګېده پرېمانه متلونه ،شعرونه اوټپې يې په ياد وې دخبرواوټوکو ټکالو په وخت به يې له نجونو او هلکانو سره دومره شعرونه اومتلونه کارول چې خپلې کيلې به ترې هېرې وې .
درحمان بابادومره شعرونه يي په ياد زده کړي وو چې کله کله به د ادبياتو محصلين ترې عاجزهم شول اوموضوع به يې بل خواواړوله .
دپوهنتون په لومړي کال له هغه سره چندان بلد نه وم خو څو ځله مې چې کيلې ترې واخيستې نو له خبرو يې پوه شوم چې ښه خوش طبعه اوباسواده انسان دى ديوه کراچيوان دومره په تول پوره اوپخې خبرې نه يوازې ما بلکې هرنوي کس ته په زړه پورې وې خوبيا به مې دپښتودامتل سترګوته ودرېد چې وايي .....
((چې اوسې په خوى به دهغو شې )) فکرمې وکړچې دعبدل کاکا دعمريوه زياته برخه همدلته دپوهنتون په انګړکې له محصلينوسره تېرکړې راشه درشه يې له محصلينواواستادانوسره ده . نوځکه خويې دومره څه زده کړي چې په روانوخبروکې استدلال پرې وکړي .
يوه ورځ مې دهغه له رېړۍ نه څوکيلې واخيستې اوپه خوړلويې لګياوم چې په دې کې دوې نجونې هم راغلې عبدل کاکا ته يې په خندا سلام واچوه يو درجن کيلې يې ترې واخيستې په پلاستيکي کڅوړه کې يې واچولې او له څوخبرو وروسته روانې شوې .ماعبدل کاکا ته وخندل هغه هم زما خواته راغى اوپه اوږه يې لاس راکېښود
خوشال باباڅومره ښه فرمايلي دي .
هرچې خوږ دښکلي مخ په مينه نه وي
ددنياپه مخ اوده راغى اوده لاړ
دابيت مې دلومړي ځل لپاره دهغه له خولې واورېده اوله زړه نه مې خوښ شو مالا ځان خبروته جوړولوچې بياييې خبروته دوام ورکړ زه دوى ته په هغه نظرنه ګورم لکه تاسي چې ...........
لږغلى شوبيايى خبرې ته دوام ورکړلکه ستاسې ځينې ملګري يې چې لري .
زه دصورت ښکلاچندان پلوى نه يم ديوه موقتي ښکلاده اصلي اوتلپاتې ښکلاپه سيرت کې نغښتې چې څښتن تعالى په هر چا نه ده لورولې څوک چې داښکلاخوښه کړيې دهغه مينه هم تلپاتې وي په اوسنۍ زمانه کې داسې انسانان ډېرکم دي چې خاوندپرې دسيرت اوصورت دواړه ښکلاوې لورولې وي. په خبروکې يې ورولوېدم . کاکاپه دوى کې دې کومه ښکلاليدلې ؟
خوهغه خبره په بله واړوله .
ارسطووايي چې مينه يو روحي تسکين دى اود دوو روحونو عاطفي تړون ته مينه وايي چې يوازې روحي لذت لري اوله جسم سره يې تړاو نه شته خو افلاطون وايي چې مينه بې له جسمي وصال نه مينځ ته نه راځي بچيه زه دارسطو پلوى يم هغه بې له دې چې زما خبرې واوري همداسې لګياوو ماهم دکيلو پيسې ورکړې اودټولګي په لور روان شوم له يوډول زهني کشمکش سره مخ وم که ريښتيا ووايم دومره پخې خبرې مې دعبدل کاکا په څېريوه کراچيوان باندې نه لورېدلې .
وختونه په بيړه روان وو دعبدل کاکا دکيلو په رېړۍ به چې ورپېيښ شوم نوضروربه ددواړوترمنځ داډول بحثونه کېدل کله کله به مې چې کوم شعروروارولونوسمه کره کتنه به يې پرې پيل کړه .
ښه مې په ياد دي چې د تصوف اوکره کتنې په ساعتونوکې به زموږدټولګي خواته راغى رېړۍ به يې پرېښې وه اودکړکۍ څنګ ته به يې داستاد لکچرته غوږنيولى وو که په کومه خبره به يې نيوکه اوتبصره لرله نوبيا به يې يوازې ما ته هغه وخت کوله چې درېړۍ خواته به يې ورغلم نورماهم دا هم دا هېره کړه چې هغه يوکراچيوان دى دپوهنتون ديوه خواږه ملګري په څېرمې خبرې ورسره کولې خوددې سره سره مې دهغه دزده کړواوتېرژوند په اړه معلومات ترلاسه نه کړل په شخصي پوښتنو مې چې تنګ کړن وعده يې راسره وکړه چي کله په څلورم کال فارغېدلې نو دخپل ژوند يوه کيسه درته کوم چې ستا هره پوښتنه به ځواب کړي بيايې وليکه دلنډې کيسې لپاره ښه موضوع ده نور نو ما هم په دې اړه پوښتنې نه ترې کولې .
000
په څلورم کال کې چې له پوهنځي فارغېدلم له خپل مونوګراف نه تردفاع وروسته نېغ دعبدل کاکا خواته ورغلم سترګې يې له اوښکوډکې وې خووېل يې چې دا دمحصلينو په فراغت دخوښۍ اوښکې دي ، دواړه دصبرتريوې وړې ونې لاندې کښناستو بې له دې چې زه خپله کړې وعده ورياده کړم غرېو نيولې غوندې په خبروشو . بچيه !ستاټول ټولګيوال او دان ور هلکان چې سږکال فارغيږي زما څلورکلن ملګري دي دهغوی په فراغت خوشحاله يم خوپه بېلتون يې ژاړم هغوى به مايوکراچيوان بولي خوزما په زړه کې اوده
احساسات اوسپېڅلې جذبه ديوه ساده کراچيوان نه بلکې ديوه خواخوږي انسان ده ستاسې تګ ماپه دې باوري کوي چې هرڅه پاى لري هيله کوم چې له دې ځايه لاړې نوخپل بوډاکاکا دې هېرنکړې ماله تاسره وعده کړې وه چې خپله کيسه به درته کوم داکيسې مې تراوسه چاته نه دي کړې خو زه يقين لرم چې ته به زماپه خبروباوروکړې .
بچيه ! نږدې دېرش کاله وړاندې زه هم ستا غوندې زلمي وم دهمدې پوهنتون اوهمدې پوهنځي محصل وم په ټولګي کې مې ترټولو لوړې نمرې اخيستې موږهغه مهال په يوه ټولګي کې شپېته کسه وو نيمايي هلکان اونيمايي نجونې وې داپوهنتون اوس جګړو يو څه خراب کړخوهغه وخت هرڅه ديوه رنګين خوب په څېرښکلي وو دا ونې اوګل بوټي هغه وخت واړه وو خوډېرپاک صفا اوتازه وو ښځې اونارينه خدمت ګاران به يې لرل هره خواپه دې پارکونوکې ښکلي چمنونه زرغون وو اوچوکۍ په کې لګېدلې وې څه به درته وايم هرڅه ښکلي وو بس يوازې زما قسمت خراب وو په درېيم صنف کې وم يوه ورځ استادانو ټولګي ته يوه نوې نجلۍ راوسته ټولوته يۍ معرفي کړه .
دا انجيلاستاسې نوې ټولګيواله ده چې اوس اوس له بهره راغلې پخوايې پوهنځى په همدې ټولګي کې پرېښى وو اوس يې له سره وايي . هغه به دخپل عمرپه څلورويشتم پاپنځه ويشتم پسرلي کې وه .
داوخت يې دخپلې رېړۍ په لورشاوخوا وکتل اوخبروته يې دوام ورکړ. هغه دومره ښکلې وه چې سترګې يې په ليدو نه مړېدلې دټولګي له ټولو نجون وسره يې مجلسونه په زړه پورې اوخواږه وو خوله هلکانوسره يې کار نه لرلو په درسونوکې هم سمه دبلا لور وه لکه اور ژبې نطاقه چې په څو الفاظو کې يوعالم خبرې ځايوي دې به هم اضافي خبرې نه خوښولې بله داچې څوبهرني هېوادونه يې هم ليدلي وو .
دانجيلا په ليدوزماحالت پوره تغيير وکړکه ريښتيا درته ووايم له زړه نه مې خوښه وه له استادانو سره به يې هم په ټولګي اوبهر کې په بې غورۍ بحثونه کول خوزه نه پوهېدم چې هغوى يې ولې دومره خيال ساتلو زما د مينې څوپيغامونه يې په ډېره بې غورۍ رد کړل اوپه سپکو سپورو يې ولمانځلم هغه وخت زه په ليليه کې نه اوسېدم کورمې په ښارکې وو پس له وخت مې دکانداري کوله خوهتله به مې هم انجيلا په خيال کې ګرځېده يوه ورځ مې په کورکې يواوږد ليک ورته وليکه په پخو اادبياتو اون وو استعارو مې سينګارګړ.
دهغې له بې غورۍ مې خپل شکايتونه ورته وليکل په اخرکې مې ورته و ليکل که ستا پلارانسان وى نوتاته به يې مينه درښودلې وه داخبره که څه هم ښکنځلوته ورته وه خودزړه له درده مې وليکله .
ليک مې راسره واخيست چې سباته يې په يوه ډول ورورسوم هغه وخت په پوهنتون کې دمينې څرګندولو يوه طريقه داوه چې په لاره کې به يې نجلۍ ته ليک وغورځولواونجلۍ به اوچت کړماهم داطريقه غوره وبلله ځکه ددې لارې دبل چا دخبرېدو وېره نه وه سباورځ موقع په لاس رانغله ليک مې په جيب کې وو دويمه ورځ يوه ټولګيوال راته وويل چې انجيلا هرسهار يو ځل دپوهنتون رياست ته ځي اوبياټولګي ته د درس لپاره حاضرېږي زه هم بله ورځ سهار د پوهنتون درياست مخې ته لاړم خوانجيلاريښتياهم زماله ورسېدو وړاندې رياست ته لاړه زړه مې دربا کوله ليک مې په لاس کې نيولى وو نږدې نيم ساعت وروسته انجيلاپه ناز نخرو له رياسته راووته ليک مې له دروازې نه لاندې په زينه کې ورته ګذارکړخوانجيلاپه همدې وخت کې پښه نيولې شوه چې ناڅاپه دپوهنتون ريئس له دروازې راووت اوپه انجيلايې غږکړ.
لورې لږتم شه جوړه به ځو.
دريئس په لاس کې ښکلى دېپلومات بکس وو په ګړنديو قدمونوله انجيلارامخکې شو دويمې زينې ته چې رسېده په زينه کې يې په يوه پراته کاغذي پاکټ سترګې ولګېدې ليک يې راوچت کړبې له دې چې څه ووايي خپلوعينکوته يې نږدې کړ زما په سترګوتوره شپه شوه له هغې ځايه مې پښې سپکې کړې دوې ورځې له وېرې پوهنځي ته نه راتلم زه ترهمغې ورځې په دې نه پوهېدم چې انجيلا ولې هره ورځ ټولګي ته له راتلو وړاندې دپوهنتون رياست ته ځي اوريئس يې څه کېږي درېيمه ورځ دپوهنتون انګړته نه وم داخل شوى چې د دروازې ساتونکو لاس نيولى رياست ته بوتلم هغه څه چې ريئس اواستادانو راته وويل اوس په خوله نه راځي ريئس ته دسپکاوي په توريې په زورله پوهنتونه وشړلم پوليسو هم څوورځې ښه وډبولم اود وهلو زده کړه يې راباندې وکړه دا.دومره بده خبره نه وه خو ريس د حاکم مهم غړى وو.
پوهنتون رانه پاتې شو ډېره موده په عصبي تکليفونواخته وم دهرانسان لومړۍ مينه نه هېريدونکې ده هېرول ې بيادهغه د واکه وتلي وي چې لږجوړشوم بياترننه زه يم اود ارېړۍ اودپوهنتون انګړ اوس نه هغه استادان شته نه زده کوونکي خوزه بياهم له دې پوهنتون سره مينه لرم د انجيلايادونه مې اوس هم سوزوي .
دعبدل کاکا ستونى له سلګيو ډک شو زه هم دملګروسره دورستيوشېبودتېرولو لپاره پاڅېدم . ٢١\\٩\\١٣٨٧