هر انسان اړ دی چې د مصونیت احساس وکړي:


امنیت او مصونیت احساس د هر فرد له ښکاره اړتیاوو څخه دی. په هغو سیمو کې چې جګړه او وهل ټکول شتون لري، یو فرد په اغېزمنه توګه کار او فعالیت نه شي کولی . په یو داسې کلي چې د راکټونو د راورېدلو تر ګواښ لاندې وي، یو ښوونکی څنګه کولی شي چې په ټولګي کې زده کوونکي راټول کړي او ښوونه ورته وکوي؟ د دولت یو مامور څنګه کولی شي چې دندې ته لاړ شي؟ او بالاخره یوه مور څنګه کولی شي په ارام فکر د خپلو بچیانو پالنه او روزنه وکړي؟
د امنیت مفهوم یوازې دا نه دی چې جګړه نه وي، بلکې تر دې لوړ مفهوم لري. کیدای شي په یوه سیمه کې جګړه نه وي خو بیا هم هلته خلک په وېره او ترهه ژوند وکړي. بالاخره همدا وېره او ترهه د دې لامل ګرځي چې دغه فرد په ژوند کې له ودې او پرمختګه پاتې شي. هر کله چې یو شخص د دې وېره ولري چې په یوه وړه تېروتنه به یې ستره غوغا جوړه شي او وبه رټل شي، هغه به هر کار په تردید او زړه نازړه توب تر سره کوي. که چیرته یوه پېغله له دې کبله وېره ولري چې که چېرې ځواب ورکړي نو ښوونکی او ټولګیوال به یې ورپسې وخاندي، نو هغه به چمتو نه شي چې په ټولګي کې رغنده ون‌‌‌‌‌‌ډه واخلي.
د بېلګې په توګه د ژبې استاد له تاسو غواړي چې په کورس کې په انګیسي ژبه وینا وکړئ. که چېرته تاسو دا وینا په کور کې په داسې حال کې تمرین کړئ چې هلته څوک نه وي، نو هغه وینا به ‌‌‌‌‌‌ډېره ښه وکړای شئ. خو په کومه ورځ چې باید خپلو ټولګیوالو ته پر دریځ [د وینامیز] وینا وکړئ، نو کیدای شي چې په ‌‌‌‌‌‌ډار او لړزه او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو تېروتنو سره هغه وینا وکړئ، ځکه چې تاسو هلته د هوساینې او مص‌ؤونیت احساس نه کوئ او د نورو له نیوکو وېرېږئ.
هر څومره چې یو شخص د نورو له ګواښونو ، نیوکو او ملن‌‌‌‌‌‌ډو وېره ولري، په همغې اندازه یې د کار نتیجه او ثمره محدودیږي. په داسې حالت کې یو شخص اړ کیږي چې ^ اوبه هم پو کړي او بیا یې وڅښي^ یعنې[ د شودو سوی اوبه هم پو کوي] ځکه هغه ‌‌‌‌‌‌ډارېږي او جرأت نه کوي چې د خپل آمر له امره له لارښونې پرته کوم ګام پورته کړي. خو که چېرته هغه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن وي چې رییس له خوا نه ګواښل کیږي یا نه رټل کیږي، باور دی چې ښه کار به وکړي.
لویه ستونزه زموږ د ټولنې دا ده چې څوک خپل ځان مص‌ؤون نه احساسه وي، هر فرد په دې بدبختۍ اخته ده.
د داسې ورځې په هیله چې دغه لویه ستونزه کابو کړو.
بازمحمد منګل