
ایمان:
یو شتمن کس د کابل قلعه فتح الله مسجد ته نږدې یو رسټورانت جوړ کړ چې په کې به موسیقي او رقص هم وو او د مشتریانو لپاره به مشروب هم ورکول کیده. د جومات ملا به هره ورځ د خپل وعظ په پای کې دعا کوله چې د رسټورانټ خاوند خدای په قهر او غضب اخته کړي او آسماني بلا په دغه رسټورانټ نازله کړي. د رسټورانټ د فعالیت به یوه میاشت نه کیده چې رعد او برق سخت توپیان رسټورانت وران کړ. ملا بله ورځ په ډیر غرور د حمد او ثنا له ویلو وروسته د فساد د دغه کور د نړیدو له امله خلکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل: که مومن د زړه له تله له خدای ج یو څه وغواړي له هغه دربار څخه نه نهیلی کیږي. خو څه موده وروسته د رسټورانټ څښتن محکمې ته شکایت وکړ او د مسجد له ملا څخه یې د خسارت غوښتنه وکړه چې ملا او مومنانو دا ادعا ونه منله. قاضي دواړه لوري محکمې ته ور وغوښتل او د دواړو لورو د خبرو له اوریدو وروسته یې وویل: نه پوهېږم چې څه ووایم د دواړو خبرې مې واورېدې:
یوې خوا ته ملا امام او هغه مومنان دي چې د دعا په تاثیر ایمان نلري !
او بلې خوا ته هغه شراب فروش چې د دعا په تاثیر ایمان لري!
(پائولو کوئیلو)
شهرت:
شهرت دا بدګڼه لري چې هر څومره چې مشهوريږې لکه تر ټولو لوړ بام ته چې پورته کیږې او که له هغه ځایه دې لګن را پرېوځي نو ډیر زیات غږ به کوي؛ درست لکه هغه غشی چې هر څومره شاته کش کیږي هومره ډیر واټن وهلای شي...
عذاب وجدان:
مخامخ يې سترګو ته وکتل او په لاس کې یې کڅوړه ورکړه او ویې ویل: واخله ټول همدا دي، هغه یواځې دومره وویل: مننه؛ اخیستونکی خو په خپل کار پسې لاړ او هیر یې شول خو هغه له ګڼو دا رنګ فکرونو سره پاتې شو چې شاید هغه هم زما غوندې ډیری شی پټ کړي وي...
سخته ورځ:
په ټلفون کې يې په بنده بنده ساه خبرې کولې: چې درپېښه شي بیا سړی دغسې له پیسو او ملګرو او هر ډول شتو خلاص شي ګورته خو یو کار وکړه چې په دې کې یې د مبایل چارج خلاص شو او بند شو...