د نوي نظام له پیله تر اوسه څو ناويلې

 
خُرم: اجرائيه رياست کلونه وړاندې په پلان کې و
 
د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير او د ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د ولسمشر د دفتر رئيس عبدالکريم خُرم د خپلواکۍ د ۹۷مې کليزې په وياړ "د افغانستان؛ سيمه‌ييزې لوبې او د خپلواکۍ لرليد" تر عنوان لاندې د خوشال بابا فکري بهير په يوه ځانګړې غونډه کې مېلمه و.
ښاغلی خُرم چې د نوي نظام له پیل راهيسې په تېرو پنځلسو کلونو کې فعال سياسي– فرهنګي او علمي شخصيت دی او په برخليک ټاکونکو موضوعاتو کې ښکېل شخصيت پاتې شوی په ډېر صراحت يې په یو شمېر ملي موضوعاتو له پردې پرته خبرې وکړې.
د هغه جوت رول او روښانه دريځ له امله چې د ملي ګټو پر وړاندې يې وخت ناوخت نيولی و، دغه راز د هغو تجربو له امله چې د بن په لومړي کنفرانس کې د ګډون له مهاله د دولت په کليدي پوستونو لکه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير او د ولسمشر د دفتر د رئيس په توګه د هغه دندې د دې لامل شوې چې په قضاياو کې د هغه په خبرو ډېر باور موجود وي.
د نوي نظام کاواکه مراندې او د امريکا رول
ښاغلي خُرم د نوي نظام په جوړېدو کې د امریکا متحدو ایالتونو د رول او هغه سياست په تړاو په تفصيل خبرې وکړې چې په افغانستان کې يې له لومړي سره تعقيب کړی. هغه وویل: د بېلګې په توګه زه د بن په لومړي کنفرانس کې ګډون‌وال وم. هلته څلورو ګروپونو برخه اخيستې وه. خو یو هغه يې چې د افغانستان د شمال ټلواله وه تر ټولو نورو ګروپونو د شمېر له لحاظه هم ډېر و، د واکونو او امتيازاتو له مخې هم ډېر و. ښاغلي خُرم وویل دا ډېری هغه کسان و چې له طالبانو يې ماته خوړلې وه او که دوه يا درې نورې مياشتې په هماغه حالت کې پرې تېرې شوې وای په افغانستان کې به يې هم ځای نه درلود. ښاغلي خُرم وويل په لومړي سر کې ما فکر کاوه چې دا ښايي په دې خاطر د منلو وړ وي چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو د ماتولو لپاره ځمکني ځواک ته اړتيا لري ځکه نو د دوی دا ډول رول طبيعي خبره ده خو وروستيو پېښو او اقداماتو ښودله چې دا نيت کوږ و.
ښاغلي خُرم هغه پېښې په تفصيل سره يادې کړې چې څرنګه په بن کې له ۲۲ ورځو وروسته مشران په انتقالي حکومت سره سلا شول. هغه خاطره يې هم ياده کړه چې هغه له پیر سيداحمد ګيلاني سره ناست و او هغه ورته له بن څخه د شمالي ټلوالې د پلاوي د مشر يونس قانوني د بيا بيا تلفونونو کيسه ورته کړې او ويلي يې دي چې ښاغلي قانوني بيا بيا ورته ټلفونونه کول چې پیر صاحب له دې سره هوکړه وکړي چې قانوني د کورنيو چارو وزير او دغه نور د ټلوالې غړي د انتقالي حکومت په کليدي پوستونو کې ځای پر ځای شي. خُرم صاحب وويل چې پیر صاحب کيسه کوله چې ما داسې فکر کاوه چې امريکا به له هغو شعارونو سره چې د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کولو لپاره يې ورکوي دومره کلیدي واکونه ټلوالې ته نه سپاري او يو ګروپ په ټول هېواد نه مسلطوي، ځکه نو پیر صاحب وايي چې ما هوکړه وکړه خو وروسته مې وليدل چې امريکا قصدا غوښتل چې همداسې وشي.
ښاغلي خُرم کيسه کوله چې د بن کنفرانس پر مهال چې کله د انتقالي حکومت لست خپور شو، د شپې دوه بجې وې، زه هلته د ښاغلي اشرف غني دفتر ته ورغلم (هلته غني موقت يو دفتر هم درلود) او له هغه سره مې دا اندېښنه شريکه کړه چې داسې یو ترکيب، لست او انحصار د اندېښنې وړ دی خو خُرم صاحب وايي چې غني ماته ویل چې دا ډېر سم دی او ته نه پوهېږې.
له افغانستان سره د امریکا سترې جفاوې
دغو ټولو پېښو ښودله چې امريکا قصداً غوښتل چې يو شمېر په غېږ کې ونيسي او بل شمېر محروم کړي، چې په دې کې دوی خپلې ګټې او اهداف درلودل. قصداً ېې د داسې یوې اردو بنسټ اېښودل غوښتل چې په دوی متکي وي، کمزورې وي او په ټوله کې واک په قومونو او ډلګيو کې وېشل شوی وي. دوی په بيارغونه کې هم داسې چارې وکړې چې د سترو او بنسټيزو پروژو پر ځای يې یواځې د ځينو خدماتو لکه مخابراتو په وده تمرکز وکړ. د افغانستان اقتصاد يې همداسې زيان‌منونکی پرېښود او افغانستان يې محتاج هېواد کړ.
ښاغلي خُرم ټینګار وکړ: بله مهمه موضوع د وسله والو مخالفينو او طالبانو د راپورته کېدو او د هغوی د ملاتړ وه. امريکا د افغانستان د اړتياوو له ليدلو او د پخواني ولسمشر او افغان دولت له بيا بيا غږونو او نيوکو سره سره په دې هم پوهېده چې پاکستان د افغانستان لپاره وسله وال مخالفين روزي او هڅوي. پاکستان دا کار په شدت کاوه او امريکا هم دې چارې ته اجازه ورکوله او په دې ډول طالبان د افغانستان لپاره په یوه ستره ګواښ او وسله وال مخالف ځواک بدل شول.
بل ټکی چې د امریکا ناسم نيت ترې معلومېږي د افغانستان او پاکستان د اړيکو د سمېدو د زمينې له منځه وړل و. امریکا هېڅکله اجازه نه ورکوله چې له پاکستان سره د افغانستان اړيکې ښې شي. عين کار يې په پاکستان کې هم کاوه او اجازه يې نه ورکوله چې له افغانستان سره د هغه هېواد اړيکې ښې شي.
درېیمه موضوع د افغانستان د سولې وه چې امریکا يې په نړولو کې منفي رول ادا کړ. ښاغلي خُرم په ټینګار سره وويل چې هغه مهال د استاد برهان الدين رباني غوره کول د سولې د عالي شورا د مشر په توګه پر ځای او اړتيا وړ اقدام و، ځکه که هغه په دغه سمت کې نه وای نو فکر به کېده چې د افغانستان سوله د يوه قوم د مرورو ډلو پخلا کېدل دي خو د رباني په راتګ سره دا اندېښنه ختمه شوه او ډېره تمه وه چې سوله راشي، خو د استاد رباني په له منځه تګ سره پاکستان او امریکا سولې ته سخت ګوزار ورکړ. په دې سربېره هر اقدام چې د سولې لپاره ترې یو څه تمه کېده د امریکا او پاکستان په ګډه هڅه شنډ شوی. لکه د ملابرادر نيول کېدل چې د امريکا او پاکستان په بشپړ تفاهم ونيول شو او په دې ډول د سولې بهير وننګول شو.
څلورمه موضوع په ډېر مهارت سره په افغانستان کې د پاتې کېدو او اوږدمهال حضور لپاره لارې ګودرې لټول وو. ښاغلي خرم د هغو شواهدو یادونه وکړه چې په دې برخه کې په کندهار او نورو ولايتونو او سيمو کې شته او ليدل شوي وو. ښاغلي خرم وويل امریکا حتی د طالبانو پر مهال د امنيتي تړون غوښتنه کړې وه چې بالاخره يې دا هدف په ډېر مهارت سره پوره کړ او له وړاندې څخه يې د اډو او حضور غمه خوړلې وه.
ښاغلی خُرم په دې اند و چې امریکا په افغانستان کې د اوږدمهال پاتې کېدو هوډ درلود، دا یې هدف و او اوس هم په دغه هدف پسې ده او دا ټول ځکه دي چې امریکا افغانستان او دلته حضور ته اړتيا لري.
د اجرائيه رياست کيسه
ښاغلي خُرم د هغې مخينې او شواهدو خبره وکړه چې امریکا کلونه وړاندې په پخواني ولسمشر فشار راوړی و چې له دریو څېرو، عبدالله عبدالله، غني او خليلزاد څخه یو د اجرائيه رئيس په توګه ومني. خو دا طرحه پنځه کاله وروسته ته وځنډېده او ډاکټر غني په ډېره آسانۍ دا هدف شونی کړ. امریکا همدا غوښتل چې په افغانستان کې خپل منځني شخړې وي او اختلافونه شته وي. اوس ګورو چې افغانستان له بل هر وخت څخه ډېر کمزوری دی. ځکه ورته رنګارنګ وړانديزونه هم کېږي. ښاغلي خُرم ټینګار وکړ چې په سياسي موضوعاتو کې د ښکېل چا په توګه شاهد و چې هغه ډول چې ويل کېدل په ټاکنو کې ستونزه نه وه، قصدا داسې کېدل.
غيرت که بې غيرتي؟!
ښاغلي خُرم د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د امریکا په حضور کې یو شمېر ډلې ډېرې منسجمې، پرمختللې، بډایې او د واک د انحصار خاوندې شوې خو یو شمېر نه شوې وويل: هغوی هغه ټیټ او پست کارونه چې موږ یې نشو کولای کولای شي، دا هغه څه دي چې د استعمار له ګټو سره غوټه وي، ځکه نو هغه ډول د ودې زمينه چې د استعمار عاملينو ته برابره وي ټولو ته نه برابرېږي.
د پوښتنو په جريان کې دا پوښتنې هم وشوې چې هغه مهال بايد تاسو (خُرم صاحب) یو شمېر لابي ګرۍ کړې وای، یو شمېر حتی دا هم وويل چې یو څه بې غیرتي بايد شوې وای تر څو لوړې ګټې تر لاسه شوې وای خو ښاغلي خُرم ټینګار وکړ چې له هر څه وړاندې خالصانه او پاکه حکومتولي او سياسي مبارزه په کار ده او په دې تړاو چې بې غیرتي به وکولای شي موږ ته ګټه ورسوي ځکه ګټه نه روسي چې کله د ګټو ټکر د درز او زموږ د ګټو د له لاسه تللو لامل وي بيا نو په یو شمېر ارزښتونو زموږ د پښو اېښودل هم له موږ سره مرسته نشي کولای چې هغه ګټې خوندي کړو.
حل لارې
ښاغلي خُرم په خپلو خبرو کې په دې هم بحث وکړ چې اوس نه د بيړنيو ټاکنو ترسره کېدل د حل لاره ده او نه هم د اوسني حکومت اصلاح.
هغه ټینګار وکړ، هغه څه چې ملت پرې پوه دی خو نخبه ګان اوسياسيون بايد ځان پرې پوه کړي هغه د ستونزو اصلي علت دی. دا اصلي علت د امریکا حضور دی. موږ نوی شکل مستعمره یو. نو واقعي حل یواځې او یواځې د اشغال ختمېدل دي.
ښاغلي خُرم وویل په کلياتو کې د نه تاوتريخوالي مبارزه ښه لاره ده. ځکه چې مسلحانه مبارزه د امریکا لخوا په ټولو جبهو او برخو کې انحصار ده. له بلې خوا موږ د وسله والې مبارزې او جهاد پوره تجربې لرو او ټول واقعيتونه او تحليلونه دا ښئي چې په اوسني وخت افغانستان کې شرایط داسې جوړ شوي دي چې د نه تاوتريخوالي له لارې مبارزه اړتيا او اغېزناکه ده. دې ټولو موضوعاتو ته په پام سره له اشغال څخه خلاصون، علمي، سياسي او د نه تاوتريخوالي پر بنسټ ولاړه حل لاره غواړي.
په دوديزو جرګو د تکيې په برخه کې ښاغلي خُرم وويل چې دا جرګې له دې امله چې زموږ په پرېکړو کې د بهرني نفوذ تر ډېره بريده مخه نيسي ښه لاره ده او سپارښتنه يې وکړه چې دغه دود ته بايد د پرېکړه کوونکي او پاليسي جوړونکي هدف په سترګه وکتل شي.
عبدالله الهام