د تياره کوڅې شل دقيقې

 
لنډه کيسه
 
سترګې يې نيم‌کښې کړې، توره تياره او پاس له ستورو ډک تت اسمان ښکارېده. سترګې يې بېرته پټې شوې او له ستورو د ډک اسمان تت تصویر پکې پاتې شو. احساس يې کاوه زړه يې درېږي، په ذهن يې فشار راوړ، ډېر درد يې په ښۍ اوږه کې احساساوه. ښی لاس يې نه ښورېده. غوښتل يې کيڼ لاس وروړي، هڅه يې وکړه خو ونشو. کيڼ لاس يې هم حرکت نه کاوه. په ذهن يې فشار راوړ، غوښتل يې ورپه ياد کړي چې څه پېښ شوي. غوږونو ته يې د پښو د څپ څپ غږ را رسېده. د پښو څپ څپ ودرېده، څه شېبه وروسته غږ شو:
- څوک يې؟
هغه ته په ذهن کې ور وګرځېدل چې غږ کړي چې زه يم... بيا په ذهن کې ور وګرځېدل نو دا سړی به څوک وي؟ ... اجمل يم... لږ وروسته يې سترګو ته بتۍ ور رڼا شوه. د بتۍ رڼا رېږدېده او په بيړه يې څنګ ته کېناست، شاوخوا يې لاس وتپاوه، په ښۍ اوږه يې لاس ور ونيو.  ژر ژر يې شاوخوا کتل، په وړاندې کوڅه کې تېرېدونکو دوه کسانو ته چې په خپل منځ کې په خبرو بوخت وو، غږ کړل: هې! لږ کمک خو وکړئ. بيا يې پسې وغځوله، دلته سړی چا په چاقو وهلی.
کسان د دې خبرې له اورېدو سره ودرېدل، یو بل ته يې وکتل، بيا يې شاوخوا وکتل. سړي بيا غږ کړ، هلۍ دا سړی مري په خدای... دا ځل کسانو د خپل ټلفون بتۍ روښانه کړه او د کوڅې په ښۍ غاړه د کتار کنډوالو په منځ کې کنډوالې ته چې پکې سړی د لويدلي کس مخ ته ناست و او په اوږه يې لاس ور اېښی و ښکارېدل. کسان ورغلل او د دواړو مخونو ته يې په ځېر ځير وکتل.
- هلۍ دلته په اوږه کې خونريزي لري...
درې واړه اخته و، د پښو څپ څپ يې د هغه په ذهن کې حس کېده. په ټولو هغو خبرو يې فکر کاوه چې د مرګ په اړه يې اورېدلې وې. هڅه يې کوله چې خپلو شاوخوا خلکو ته څه ووايي، فکر يې کاوه چې غږ يې ستوني ته نږدې دی خو بېرته به په دې باور شو چې نه، له ستوني ډېر ليرې دی. په ذهن کې د پرښتو په اړه بحث ور ګرځېده، بيا به يې هڅه وکړه چې فکر وکړي خوب ويني.
بدن يې دروند شو، خو له هڅو وروسته يې وکولای شو بېرته سترګې نيم‌کښې کړي. پښه يې په ځمکه څښېده دوه کسانو نيولی و. هغوی په خپلو منځونو کې خبرې کولې.
- بېچاره يې فکر کوم د پيسو او مبایل په خاطر وهلی...
هغه په ذهن فشار راوړ چې د پيسو او مبایل په اړه فکر وکړي. مقابل کس ځواب ورکړ
- دا بې ايمانه ځانو ته مسلمانان هم وايي...
هغه د مسلمان د کلمې په اړه فکر کاوه. د فکر کولو لړۍ يې هم پرې پرې کېده. کوچنيوالی، ځواني او بېلابېل عمرونه يې د سترګو له پردې تېرېدل، کوچنی زوی ېې چې دهغه په مبايل ورسره کش وګیر دی نه يې شي ترې اخيستی، زړه مور يې چې د کوټې په دروازه کې ورته ولاړه ده او ځير ځیر ورته ګوري... د فکر د لړۍ له پرې کېدو وروسته يې ذهن ته برخليک ورغی... برخليک... په افغانستان کې زيږېدل، په کابل کې درس ويل او په عزت او آرام سره اوسېدل او نور يې د فکر لړۍ پرې شوه...