اغېزناکه ننګه او ملاتړ يا عدالت‌غوښتنه (اډووکېسي Advocacy )

 
عبدالله الهام
 
لکه مرېئي‌توب او اپارتايد، بې‌وزلي طبيعي نده. دا د انسان په لاس رامنځته شوې او د انسان په عمل سره له منځته تللای او مغلوبېدلای شي. (نلسن منډېلا)
هېڅ شک مه‌کوه چې د پوهو او ژمنو کسانو یوه کوچنۍ ډله ټوله نړۍ بدله کړي. دا په حقيقت کې یوآځينی څیز دی چې لري يې.  (مارګارت ميد(
 
په افغانستان کې د نوي نظام د مراندو په ټينګېدو سره د مدني ټولنې دريځ هم تر بل هر وخت ډېر پياوړی شو، په نړيوالو کنفرانسونو کې ونډه ورکړل شوه او نړيوالو يې پراخ هراړخيز ملاتړ وکړ. سلګونه مدني ارګانونه، ټولنيز سازمانونه، نادولتي ادارې او جوړښتونه له دولت سره ثبت شول. دغه راز شبکې، د فشار ګروپونه او د عدالت غوښتنې بېلابېلې ټلوالې رامنځته شوې. خو د اغېزناک او شفاف مدني فعاليت چې د ولس، ملت او هېواد د ګټو لپاره وي لا هم تت دی. د څو ډلو او افرادو په لاس کې مدني فعاليت، ننګه او لابي‌ګري محدوده پاتې ده او همدوی په خپل لاس کې له شته وسایلو څخه په دولت، نړيواله ټولنه او بېلابېلو پرېکړه‌کوونکو خپلې غوښتنې مني.
د ننګې او ملاتړ موخه په پرېکړه‌کوونکو د هغه څه لپاره د اغېز ښندل دي چې لابي‌ګران او ننګه‌کوونکي يې د خپل پام وړ ډلې په حالاتو کې د ښه‌والي له‌پاره غواړي. پرېکړه‌کوونکي له چارواکو، سیاسيونو، پاليسي‌جوړوونکو او نړيوالو اداراتو او رسمي مراجعو رانيولې تر قومي مشرانو او حتی علماوو پورې ټول پکې راځي.
ننګه او ملاتړ (Advocacy ) د یوې مشخصې موضوع، فکرې او يا هم کس په استازولۍ بحث دی. (ويکي‌پېديا)
ننګه هغه وخت رامنځته کېږي چې یوه ډله وغواړي چې هغه ناسم حالت چې په ټولنه کې د خلکو په ژوند ناوړه اغېز کوي سم کړي. يعنې د یوې انګېزې او يا ارزښت فعالانه دودول دي چې په بريالي ډول په ټاکل شوې موخه ختمېدونکې چارې پکې رانغاړل کېږي.
ننګه د ګڼو هغو ممکنه تګلارو له جملې څخه یوه ده چې د يوې ستونزې د حل لپاره شته دي.
ننګه د هغو مهارتونو لپاره هراړخيزه کلمه ده چې په عمومي افکارو کې بدلون راولي او اړتياوړ سرچينې او ځواکونه د يوې موضوع، پاليسۍ، ارزښتنو او انګيزې د ملاتړ لپاره کاروي. ننګه د خلکو او ډلو د ځواک د لوړتيا او د انسانانو د اړتياوو مطابق د اداراتو د ځواب ویلو د زياتېدا هڅه کوي. ننګه د ستونزو د پېژندنې، حل‌لارو موندلو او په پراخو ټولنيزو او د پاليسۍ اړوندو ګډونونو سره د وړتياوو د لوړولو له لارې خلکو ته د ډېرو غوره‌توبونو يا ټاکنو د لرلو شونتيا وربښي (Wallack, 1993).
د ننګې يا اډووکېسۍ په بېلابېلو لارو چارو کې غوښتنې کېږي او په دې ډول بدلون راوړل کېږي. ډېری وخت دا ډولونه داسې کار کوي چې معلومات شرېکږي او ځانګړی پیغام په خلکو کې خپرېږي تر څو د يوه ځانګړي پرېکړه‌کوونکي دريځ کمزوری شي او په دې ډول بدلون ته لاره هواره شي.
د معمولې یا عادي ننګې یا اډووکسۍ بېلګې لاریونونه، اعلاميې، خبري کنفرانسونه، مقالې، رسنيز کمپاينونه او رسمي شکايتونه ثبتول دي.
لابي‌ګري د ننګې يا اډووکسۍ ځانګړی ډول دی. دا په پرېکړه‌کوونکو د اغېزښندلو یوه ستراتيژيکه، پلان شوې او غیررسمي لاره ده چې پرانستې اړيکې (دوه اړخيزې اړيکې)، د بېلابېلو ونډه‌والو او ښکېلو لورو د ګټو په تړلو سره د نفوذ ښندل، د ګټې – ګټې (win-win) رامنځته کول او له پرېکړه‌کوونکو سره د اوږدمهالو اړيکو جوړول يې مشهورې ځانګړنې دي.
د لابي‌ګرۍ بېلګې، شخصي ليکونه، له پرېکړه‌کوونکو (لکه د پارلمان له وکيلانو) سره مخامخ ناستې، په مجالسو کې غیررسمي اړيکې، له پرېکړه‌کوونکو سره کاري ملاقاتونه، په ټلفون شخصي احوال‌پوښتنې او يا هم د ګډو اسنادو چمتو کول.
 
محدوديتونه:
ننګه او ملاتړ په بېلابېلو ټولنو کې شرایطو (په تېره بيا کلتور ته په پام سره) توپیر کوي، معمولاً د ټولنې شرایطو ته په پام سره تر ټولو اغېزمنې لارې چارې لټول کېږي. لکه چې وړاندې مو هم وویل په افغانستان کې د ډېرو نورو ښکارندو په څېر ننګه او ملاتړ هم په یو ډول نه یو ډول د یو شمېر کړيو لخوا د مشخصو غوښتنو د پوره کولو لپاره په ناسم ډول کارول شوې. د افغانستان په کچه د مدني ټولنې فعالين غوڅ اکثريت د نادولتي مؤسساتو هغه کارکوونکي دي چې له بهرنيو مراجعو او مرستندويانو څخه پروژې تر لاسه کوي او دوی د ننګې او ملاتړ له ابزار څخه ځينې وخت د خپل ځان او یا اړوند مرستندوی د ګټو د خوندي کولو لپاره کار اخلي.
د ننګې او ملاتړ په اړه زموږ اخيستون او برداشت هم ځينې وخت ناسم وي، ځکه دا ناشونې ده چې ټول هغه څه چې موږ يې غواړو په يوه ځل تر لاسه کړو، ځکه موږ خپله په واک کې نه یو او نه هم چارې موږ سمبالوو، ځکه بايد د ننګې او ملاتړ په اړه دا چاره د يوه محدوديت په توګه ومنو او تمه مو دا نه وي چې په ننګې او ملاتړ سره به ټولې ستونزې هوارولای شو.
زموږ په ټولنه کې باور او ولسي ملاتړ نشته، بې باوري ده، عدالت‌غوښتونکي حتی فاسد دي
سیاسي حوصلې او ځولۍ د سترو بدلونونو د منلو لپاره تنګې وي، په ځیرکانه کار سره دا شونې کېدای شي.
خو اهداف بايد ريښتياکېدونکي وي، شونې او بديلې حل‌لارې وړاندې کړي، په ښه لابي‌ګرۍ کې تر يوې کچې اجماع ته اړتيا شته او بايد بېلابېل لوري سره راټول کړای شي او بلاخره اغېزناکه ننګه او لابي‌ګري اغېزناکه تګ‌لاره غواړي.
اغېزناکه ننګه
هغه څه چې د اغېزناکې ننګې لپاره اړين دي په لومړي ګام کې دا دي:
د انګېزې برحق والی؛ هغه ستونزې بايد په نښه شي چې په ريښتيا يې ټولنې او ټولو ته پایلې ته شريکېږي نه دا چې د يوه شخصي هدف په موخه یا هم د داسې يوې چارې لپاره چې له نورو قوانينو سره په ټکر کې وي او يا هم په يو ډول او يا بل ډول رواوالی ونلري.
د ننګه کوونکو ځواک هم دی، څومره چې ډېر وي هومره اغېزناک وي؛ په افغانستان کې یوه ستونزه دا هم ده چې هره مدني ټولنه او اتحاديه په یواځې ځان یو شمېر داعيې پر مخ وړي، له همدې امله د دوی ننګه او ملاتړ هم ډېر اغېزناک نه پرېوځي.
په موضوع هراړخيز لاسبری، چاپېریال کتل، د دولت او اپوزيسيون حالت  او نور شرایط په پام کې نيول. د بېلګې په توګه داسې وختونه هم شوي چې یو څوک په يوه موضوع غږ پورته کوي خو له حقوقي پلوه پرې خبر نه وي، یا دا چې یو څوک غږ پورته کوي خو دا داسې وخت وي چې نور موضوعات دا داعيه تر سيوري لاندې راولي او ننګه او ملاتړ بې نتيجې پاتې کېږي.
مهارتونه او د ننګې وسایل هم ډېر مهم دي، رسنۍ، ټولنيزې شبکې، مبایل او داسې نور په ډېر اغېزناک ډول بايد وکارول شي، دغه راز هغه مهارتونه چې دا وسايل په اغېزناک ډول وکاروي په کار دي او بايده دي.
په دې ټولو سربېره د تګلارو او لاروچارو غوره کول هم د پام وړ مهمه چاره ده؛ ځينې وخت هر څه وي خو د يوه منظم پلان او تګلارې نشتون ټولې هلې ځلې له ناکامۍ سره مخ کوي.
د برياليو ننګه‌کوونکو ځو ځانګړنې:
ـ ننګه‌کوونکي مؤدب وي او ښې اړيکې جوړوي
ـ په منظم ډول فعاليت کوي
ـ وخت ته پابند وي
ـ سمې جامې او ظاهر لري
ـ ستر موضوعات ساده نیسي او وخت له لاسه نه ورکوي
ـ بريا او ماته مني او باحوصله وي
ـ رسنۍ او وسايل په اغېزناک ډول کاروي
ـ شخصي غوښتنې نه پالي
دوی د پام وړ موضوع په اړه حساسيت راپاروي، خلک پاروي او راباسي، بحثونه رامنځته کوي، خبرې اترې کوي، لابي کوي، لاسلیکونه راټولوي، فشار واردوي او خلک خبروي.
ننګه لومړی له پټو خبرو، له چارواکو سره له بحثونو او د معلوماتو له شریکولو را پيلېږي او د بحثونو په دوام له چارواکو سره په ناستو، عمومي معلوماتو شريکولو، اپوزيسيون ته په فرصت ورکولو، له مشخصو چارواکو سره په ناستو، له نورو ګروپونو سره په اتحادونو او مشخصو چارواکو ته په ليکونو او ليکنو سره دوام مومي تر څو چې لوړې کچې نقد او نيوکې تر عمومي کولو، کمپاينونو او د معلوماتو خپرولو  (خبري کنفرانسونو، اعلاميو... او لاريونونو ته خبره ورسېږي.
خو په ننګه کې تر ټولو مهم څیز د اړيکو جوړول دي. څومره چې اړيکې پراخېږي، بېلابېل وګړي د عين انګيزې ملاتړ ته راځي په هماغه اندازه د ننګې او ملاتړ د بريا چانس زياتېږي.  
په لنډو که ووايو د اغېزناکې ننګې او ملاتړ لپاره دا ګامونه اوچتول په کار دي:
اهداف روښانه شي، تاسو (اداره، شبکه او ډله) څوک ياست او کوم ګروپ مو په نښه کړی؟ د هدف وړ ګروپ په نښه کړئ، چاته يې کوئ او د هغوی ګټې هم تعریف کړئ. د ننګې او لابي موخه مو تعریف کړئ، ځيرکانه يې وټاکئ. لږ دې وي خو اغېزناک دې وي. ـ له يادې شوې موضوع سره ډېره لېوالتيا او آرامي په کار ده.
ـ د موضوع اړوند اسناد، د خلکو نظر، معلومات او بحثونه راټولول اړين دي.
ـ د موضوع اړوند له نورو ګروپونو او خلکو څخه د ملاتړ راجلبول هم مهمه چاره ده.
ـ د موضوع په داسې ډول بيان په کار دی چې لابي‌ګري ممکنه کړي.
ـ داسې موضوع غوره کول په کار دي چې موخې ته ورسېږي او بالاخره دا چې موخه په کار ده.
پرېکړه‌کوونکي ځان ته تعریف کړئ، هغه مرجع چې اغېزناکه وي په نښه کړئ. بېلابېل لېوال او هم‌ګټه لوري وپېژنئ، له دوی سره د ګډ کار فرصتونه وپلټئ. دا ډلې را شاملولای شو:
ـ ځايي خلک چې عيني اندېښنې لري
ـ څېړونکي او متخصصین
ـ ځايي کاروبارونه
ـ علما، سپين ږيري او قومي مشران
ـ نور ورته او د ننګې ګروپونه
ـ اتحاديې او صنفي ګروپونه
د دې چارې ګټه داده چې:
ـ معلوماتو ته لاسرسی زياتېږي او په موضوع او پروسه مو پوهوي
ـ پروسې ته لاسرسی آسانوي او په سياسي اجنډا کې موضوع ځايولی شي
ـ اړيکې او شبکې پراخېږي
ـ پروسه اغېزناکه کېږي او منابع په اغېزناک ډول لګول کېږي
ـ مهارتونه پياوړي کېږي او د همکارۍ وړتيا رامنځته کېږي
د خپلو فعالیتونو او د لابي‌ګرۍ او ننګې فعاليتونه ښه وارزوئ او اغېزناک پلان ورته جوړ کړئ. خپل کار-پلان په اغېزناک ډول عملي کړي او وروسته يې وارزوئ او تعقیبي ګامونه پورته کړئ.