زړۀ مې ماشوم شو،را نه بيا هغـه اوربل غـــواړي
موسـکــه هغــه، هغــه ادا، هغــــه کـــتل غــــواړي
بيا مـې راکاږي ،ها کوڅـې ته،څـه له؟نه پوهــيـــږم
ګــوره،که بيـــا هغـــه قاتل، هغــه مقــتل غـواړي !
ما ئــې په پښــو کښې د جهان واړه ګلونه کيــښوول
زړۀ مې سر زورۍ له اوس هم د انځر ګل غـواړي
نغمې مې ستا، مطربه! چنـګ په زړګــي نه لګـوي
هم هغـــــه ساز، هغــه اواز، هغــه غــزل غــواړي
سر ورکول په دې سـودا کښــې،ورته ګـــرانه نه ده
دار ئې قبول خو، ور ته ســتا د زلفو ول غـواړي
رقيـــب چــې ووائـي، اشــنا د ې ســلامـونه وېــئل
زۀ ورته و خاندم خو، زړۀ مــې بيــا ژړل غــواړي
ستا د رنګــين محفل رنـګونه،په خپل ځائ خو،ميـن
هغه ساقي،هغـــه پيـــالـــې،هغـــه محـــفل غــواړي
پېښور ٦/١٠/٢٠٠٩
وروستي