چـــې پــه تور دميــــنې ســتا،باندې تـورن شـــوم
هله،خدائ شته چې په زړۀ مې،خپل شکمن شــوم
له کوڅـې دې چې رخصــت کړم،يـک تنــها ووم
ســـتا يادونـــو، ياري وکــــړه، انــجــمـــن شـــوم
که هـــر څـــو راباندې بار شـــي،پــرواه نــه کړه
که غـــمو ئې جـــوړ غــوبل کــړ،زۀ خـرمن شوم
شــوخ پلو ئې پر مــخ راغــی،مــخ ئــې پــټ کـړ
ما هــم دومره پلمـــه غــوښـــته،ګيلـــه مـن شــوم
بېـــګائي تــوبه مـــې مــاتــــه ،ســـتا قســم کـــړه
ســـتا لـــپاره، تـــوبه ګار، تـــوبه شـــکـن شـــوم
رقيـــب،ســپي او ســــپيو ټول کلــــی خـــبر کـړ
لــــيلا پــاتــې له جــلــــوو، زۀ له ديـــــدن شـــوم
تۀ چـې، تۀ وې او ګل نه وې،خو چې ګل شــوې
زۀ چــې زۀ ووم،ميـــن نه ووم،هــم ميــن شــــوم
پېښور ٢/٧/٢٠٠٩
وروستي