غزل

هر منزل مې شو اغاز د بل منزلچې د عشق په پل مې کېښودلو پل
شېخ وو بوخت د ښو او بدو په حساب کښېما خالونه د جانان د مخ شمارل
څو به ناست وای د ساقي ست او سلا تهځکه جوړ شوولم ساقي د ځان  مې  خپل
د  شاعر د خيال دنيا وه, که ئې خوب ووڅوک مسره وه ،څوک سندره ،څوک غزل 
د زړۀ حال چې مې  رسوا  نشي،نو ځکه ما ژړا کړه،  خو ژړا ما ته خندل 
د اسمان نه به ئي پور کړم ،پروا نکړهکه ستا خوښ وي زما اوښکې تويول
نصيب بيا مين هغې کوڅې ته را وستچې يې سپو ورته همېش بد،بد کتل
پېښور ٩/٩/٢٠١١                  م٠ق٠مين