
لکه چی تاسو خبری یاست تیره ورځ داسی یو مکتوب د افغانستان د ملی امنیت له ادرسه په فیسبوک کی خپور شوی وو چی د افغانستان په ملی او رسمی ژبه پښتو باندې یی بندیز لږولی وو او خپلو ټولو ادارو ته پکشی لارښونه شوی وه چی وروسته به خپل ټول دفتری کارونه په دری ژبه تر سره کوئ.
کله چی همدغه سند د یاد شوی ارګان رسمی نښان او لوګو هم لرل، موږ ولید نو د خپلی وجیبی له مخی مو خپله عریضه د همدغی ویب پاڼی له لاری د ولس پر وړاندې کیښوده، همدارنګه همدغه مکتوب په فیسبوک کی هم د سخت غبرګون سره مخامخ شو.
د یادونی ده چی د همدغه سند پر وړاندې زموږ سخت غبرګون په هیڅ وجه د ملی امنیت بیا په ټوله کی د نظام د ورانولو په خاطر نه وو او نه دی. موږ دا کار د نظام د قوی کولو او مضبوط کولو لپاره کړی دی هیله ده چی ټول لوستونکی ورباندې پوهه شوی اوسی.
کله چی ملی امنیت د ولس سخت عبرګون ولید هغه وو چی د فیسبوک له لاری یی بدون له دې چی څیړنه وکړی او بیا د همدغي څیړنی نتجی د ولس سره د رسمی او متبرو رسنیو له لاری شریکی کړی دا کار ونه کړ بلکی همدغه مهمه موضع یی ډیره سره سری تیره کړه او د یوی فیسبوکي اعلامیی په خپرولو یی ځان سپین چرګ کړ. یو تعداد ډنډوره چیانو او خود غرضه هم د ملی امنیت همدغه فیسبوکي اعلامی ته هوا ورکړه چی پدی سره یی اصله خبره د ولس څخه هیره کړه.
خلک د افغانستان له ملی امنیت څخه لاندي څو پوښتنی لری هیله ده چی قانع کونکی ځوابونه ولس ته ورکړی.
۱-ایا همدغه پورته یاد شوی سند جعلی دی؟ که جعلی وی نو ثبوت کوم دی؟
۲- ملی امنیت چی دنده یی د پټو او محرمو کارونو څیړنه، پیداکونه او مخنیوی دی، څنګه دومره ژر څیړنه وکړه او د یو ساعت په جریان کی یی خبره ثبوت ته ورسوله؟، د سند ترتیب کونکی کوم دی؟ ایا دا سند پیریانو ولیکه او بیا پیریانو تر فیسبوکه ورسوه؟
۳- ایا ملی امنیت د همدغه سند د جوړونکی یا لیکونکی په موخه یا هدف ځان خبر کړ؟ چی ولی یی دا سند ترتیب کړی وو؟
نو که ملی امنیت همدغه پورتنیو څو پوښتنو ته د ولس پر وړاندې ځوابونه نه لری دا ثبوتوی چی سند سم دی جعالی نه دی باید د سند لیکونکی پیدا کړی او سخته جزا ورکړی.
زموږ په غالب ګمان همدغه سند په همدغه د ملی امنیت په ریاست کی د شومو اهدافو لپاره ترتیب شوی وو باید د ولس له همدغسی سخت غبرګون سره مخامخ شوی وای. هغه هم په لاندې دلایلو:
څو میاشتی وړاندی په همدغه ملی امنیت کی ځینو کسانو د پاکستان د آی اس آی سره هم یو سند لاس لیک کړی وو چی د ولس د سخت غبرګون له وجی د اشرف غنی لخوا باطل اعلان شوو.
اوس هم که چیری ملی امنیت د ولس د سخت غبرګون سره نه وای مخامخ شوی همدغه پلان یی ضرور پلی کاوه او بله ورځ یی همدغ سند ته عملی جامه وراغوسته پښتو ژبه یی په رسمی ډول د ملی امنیت په دفترونو کی بندوله او دا د هیواد په ګټه ځکه نه ده چی د ولسونو تر منځ واټن رامنځ ته کوی، د تعصب او توکمپلنی رنځ د ټولنی په منځ کی لکه سري ناروغی پیدا کوی چی ګټه یی د هیڅ افغان لپاره نه، بلکی د افغانستان د داخلی او خارجی دښمنانو په ګټه تمامیږی.
موږ همهغه وړاندیز چی د همدغه سند په هکله مو د تیری لیکنی په پای کی وړاندې کړی وو همدلته بیا تکرار کاوو هیله ده چی مسول اشخاص ورته پاملرنه وکړی.
《زموږ غوښتنه د ملی امنیت له لوی سلاکار اتمر همدارنګه د اشرف غنی څخه دا ده چی دا وړه خبره نه ده کوم چی یو دولتی ارګان په رسمی ډول توکمپلنی ته لمن وهی او پدی ډول افغانان په خپلو کی دښمنۍ ته رابولی. پکار ده د دغه لوی خیانت چی د هیواد او ولس پر وړاندی یو ناروغ تر سره کړی دی پوښتنه وکړی او د یوی ځانګړی محکمی له لاری سخته جزا ورکړی تر څو بل حکومتی چارواکی داسی خیانت ته زړه ښه نه کړی.
په اخر کی موږ د افغانستان ولسی جرګی او مشرانو جرګی ته وړاندیز لرو هغه دا چی د داسی یو قانون په جوړولو غور وکړی تر څو په هیواد کی هر ډول توکمپالنه ملی خیانت وشمیری او په قانون کی ورته ځای ورکړل شی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
20/03/2016