سخت کال 

 
 ۱۳۹۴ ل سخت کال مو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سخت کال وو. هېوادوالو ته په دې سخت وو چې له ناامنۍ، جنګونو، ترهګریزو بریدونو، چاودنو، وژنو او نورو بدمرغیو څخه سخت وکړېدل. د دې تر څنګ اقتصادي ستونزې، وزګارتیا او د توکو د بیو لوړوالی یو بل افت وو چې زموږ د خلکو ژوند یې تریخ کړی وو.
د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ۱۳۹۴ ل کال په دې سخت وو چې په افغانستان کې د جګړې ماموریت او مدیریت په مستقیمه توګه دوی ته ور تر غاړې شو، ځکه له یوې خوا بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او کم شمېر یې پاتې شول او له بل پلوه د بهرنیو ځواکونو مسوولیت یوازې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر روزنې پورې محدود پاتې شو، نو له همدې امله د افغانستان د خلکو دښمنانو په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کړ.
وسله والو مخالفینو په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه وکړل، دوی په پام کې لرل چې په ۱۳۹۴ کال کې لږ ترلږه د افغانستان پنځه ولایتونه سقوط کړي او همدارنګه ۶۰ ولسوالۍ په خپله ولکه کې راولي، مګر زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت، مېړانه او شجاعت د هغوی پر وړاندې وجنګېدل او د دوی ټولې شومې ارادې، هڅې او ناوړه نېتونه او پلانونه یې خنثی کړل.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو، مبارزو او سرښندنو له برکته دښمن ماته وخوړه. هغوی له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وړتیا او توانایي له لاسه ورکړه، ځکه یې نو د جګړې پرځای د چاودنو او ترهګریزو بریدونو لاره غوره کړه. د پلازمېنې په ګډون یې په ګڼو لویو ښارونو کې زموږ عام هېوادوال په نښه کړل او د دغو ترهګریزو، وحشیانه او ظالمانه بریدونو په پایله کې زموږ ګڼ هېوادوال شهیدان، ټپیان او ګڼې کورنۍ مو د ویر په ټغر کېناستلې.
د دې ټولو ستونزو، بدمرغیو او ناامنیو باوجود زموږ هېوادوال نهیلي نه شول، دغه ټولې بدمرغۍ او ستونزې یې د ارام، هوسا، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله وزغملې او د نهیلۍ پر ځای یې په هیله مندۍ خپل ژوند او راتلونکي ته وکتل. سره له دې چې له بېلابېلو خواو څخه دا تبصرې کېږي چې سږنی کال به هم د افغانستان لپاره سخت کال وي او ځینې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ په کې د خودغرضۍ له پلوه د سیاسي سقوط خبره هم کوي، مګر دغه وړ وړاندوینې او تبصرې ځکه زموږ خلکو او هېوادوالو ته بې مانا دي چې دوی په افغانستان باور لري او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیا، توانايي او قوت ډاډه دي.
مګر د دې ټولو باوجود موږ خپل نوی کال په نهیلۍ نه بلکې په هیله مندۍ پیلوو. موږ د ارام، هوسا اوسوکاله ژوند په هیله د نوي کال په درشل پل ږدو او د خدای تعالی له مهربان دربار څخه دا هیله کوو، چې زموږ ټولې ستونزې او بدمرغۍ دې په زاړه کال کې پاتې شي، موږ غواړو چې نوي کال ته له نویو هیلو سره ور غاړې وځو او هغه ستونزې او بدمرغۍ مو چې په تېر کال کې وګاللې کاشکې په راتلونکي کال کې ورسره مخ نشو.
زموږ خلک له جګړو، ورانیو، وژنو او ناامنیو څخه سخت ستړي دي، مګر بیا هم له ژوند څخه ناامیده نه دي، بلکې دوی هره شیبه، هره ورځ او هر  نوی موسم او کال په یوه لویه هیله پیلوي، د ژوند د سوکالۍ په هیله، د افغانسان د پرمختګ په هیله او د افغان ولس د خوشبختۍ په هیله او انشاالله تعالی زموږ د خلکو دغه هیلې او ارزوګانې به خامخا رنګ راوړي.