
په پاسني مکتوب کی د افغانستان د ملی امنیت له ادرسه په دفترونو کی پر پښتو ژبه بندیز لګیدل دی او خپلو ټولو کارکونکی ته یی په رسمی او جدي ډول امر کړی چی له ذکر شوی نیټی وروسته ټول مکتوبونه، وړاندیزونه، عریضی، او ایمیلونه په دری ژبه لیکئ.!
خدای شته چی د همدغه فرمان په لیدلو بیا د افغانستان د داسی یوی مرجی چی د ټول دولت د امنیت ساتلو دنده یی پر غاړه ده ډیر خواشینی کړم دا ځکه چی:
افغانستان او ولس لا ډیری ستونځی پر وړاندي لری نو که دا د توکمپالنی رنځ هم په رسمی ډول د ټولنی منځ ته ور د ننه شی موږ ته به شته ستونځی څو چنده نوری هم ډیری کړی، ځکه چی همسایه،ځینی لری او نږدی هیوادونه به د افغانانو د خپل منځیو اختلافونو لا ډیره ناوړه ګټه واخلی همدارنګه به دا ناسور زخم جګړه اوږده او د زیاتو بدبختیو سبب شی چی دا څو لسیزی افغانان ورسره مخامخ دی.
همدا ډول که موږ همدغه د توکمپالنی رنځ ته په دولتی دفترونو کی په رسمی ډول لمن ووهوو دا به پدی معنی وی لکه د ګور چینجی چی یو او بل سره خورو نوری ستونځی به ټولی پر خپل ځای پاتی وی،پداسی حال کی چی اوس هم په خپلو چارو کی ټول ناکام یو.
موږ وایو پکار نه ده چی یو او بل د خوږ ګوتی سره ونیسو پکار ده چی موږ ټول يو ځای د ریښتنی ملی یوالی لپاره په ګډه کار وکړو لومړۍ دا پردۍ او بدبخته جګړه له هیواد څخه وباسو تر څو دې ته لار همواره شی چی موږ ټول افغانان د میز پر سر راعونډ بیا دحق او باطل پوښتنه له یو او بل څخه وکړو او کنه موږ داسی څه ته لمن وهو چی جګړه نوره هم اوږدوی د هیڅ افغان په ګټه نه ده، ګټی یی یوازی او یوازی د هیواد او ولس داخلی او خارجی دښمنانانو ته رسیږی.نو لومړۍ باید جګړه ودروو.
زموږ غوښتنه د ملی امنیت له لوی سلاکار اتمر همدارنګه د اشرف غنی څخه دا ده چی دا وړه خبره نه ده کوم چی یو دولتی ارګان په رسمی ډول توکمپلنی ته لمن وهی او پدی ډول افغانان په خپلو کی دښمنۍ ته رابولی. پکار ده د دغه لوی خیانت چی د هیواد او ولس پر وړاندی یو ناروغ تر سره کړی دی پوښتنه وکړی او د یوی ځانګړی محکمی له لاری سخته جزا ورکړی تر څو بل حکومتی چارواکی داسی خیانت ته زړه ښه نه کړی.
په اخر کی موږ د افغانستان ولسی جرګی او مشرانو جرګی ته وړاندیز لرو هغه دا چی د داسی یو قانون په جوړولو غور وکړی تر څو په هیواد کی هر ډول توکمپالنه ملی خیانت وشمیری او په قانون کی ورته ځای ورکړل شی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
19/03/2016