لومړۍ برخه:
د هر مسلمان یو لوړ ارمان دا وي چي د الله تعالي د سپیڅلي کور او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم د سپیڅلي روضې زیارت وکړي، خو دې مبارکو اماکنو ته څوک د پیسو، جسماني قوت، مقام، او نور بشري ځواک پر اساس نسي تللای مګر دا چي الله تعالی دده د ورتللو اراده او اجازه وکړي.
د مناسکو کتابونه د حج او عمرې دفضلیت په اړه یو حدیث شریف لیکي چي: حجاج او معتمرین دالله تعالی میلمانه ده چي څه وغواړي الله تعالي یې ورڅخه مني.
له ډیره وخته مي د حج یا عمرې د ادایني اراده وه خو الله تعالي مي دغه اراده هغه وخت راته په رشتیا بدله کړه چي د روان کال دحوت (کب) په میاشت کي مي د طلوع شرکت لخوا د عمري ویزه واخیستل او له خپلي مورکۍ سره د دوشنبې ورځي دماپښین پرمهال د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه په فلای دبی الوتکه کي دعمرې ادایني په لور په دعاګانو سره روان سولو، غواړم د لارښووني او ثواب په خاطر ددې مبارک سفر مهم ټکي له تاسو سره شریک کړم، خو تفصیلي بحث ځکه نه کوم چي ډیری مسائيل د مناسکو په کتابونو کي موجود دي، دلته یواځي یوه لنډه یادونه ده، هیله ده چي دلوستونکو لږه تنده ورباندي ماته سي.
الوتکه له کابو دوساعته او پینځه څلویښت دقیقې وروسته د عربي متحده اماراتو په پلازمینه او تجارتي ښار دبي کي راکښته سول، لومړی ځل و چي دبی ګورم ټول ریګ او دښتونه وه خو ورباندي پراخي ابادۍ سوي وې، د دبی نړیوال هوايي ډګر ډیر پراخ و او لسګوني الوتکي ورباندي ولاړي وې، د اماراتو (emirates ) په نوم الوتکي پکښې خورا ډیري وي چي د کیفیت له مخي ښه الوتکي هم دي او په دویم قدم کي فلای دبی الوتکي په دې هوايي ډګر کي چي تقریباً ټولي نړۍ ته الوتني لري ډیري وي، د الوتکي له یوه کارکوونکي څخه مي وپوښتل چي فلای دبی الوتکي د دبی دحکومت دولتي الوتکي دي که څنګه؟!
هغه په ځواب کي راته وویل چي دا الوتکي د دبی د شیخ (آمیر) او یو تاجر ګډي دي چي دولتي او خصوصی مشترک شرکت دی، ټاکل سوې وه چي په دبی کي به له درې ساعته توقف او انتظار وروسته د جدې په لور الوتنه کوو، ټولو معتمرینو زما په شمول دلته په دبی هوايي ډګر کي احرامونه وتړل، دغسل زمینه ډیره نه وه برابره خو ښه وه موږ په کابل کي داحرام لپاره غسل کړی ؤ، په دبی هوايي ډګر کي خوراکي او زینتي توکي خورا ګران وه، یو بوتل کوچنۍ معدني اوبه په څلور درهمه وي چي زموږ کابو شپیته افغانۍ کیږي خو له یاده دي پاته نه وي چي په ټوله نړۍ کي په هوايي ډګرونو کي توکي ګران (قیمته) وي، په کابل هوايي ډګر کي هم د معدني اوبو یو کوچني بوتل په پینځوس افغانیو ؤ او که له ښاره له ځان سره اوبه وړي نو د تلاشۍ کارکوونکي یې درسره نه پریږدي.
په دبی هوايي ډګر کي د یو مسجد په لور ورغللو چي د نارینه و او ښځینو مساجد جلاجلا موجود وه، خو زما لپاره جالبه داوه چي تراوسه مي دوه لمونځونه څنګ پرڅنګ نه وه کړي، چي جمع صلاتین ورته وايي هلته د ماپښین او مازدیګر او همدارنګه د ماښام او ماخوستن لمنځونه څنګ پرڅنګ بغیر له کومي وقفي او وخت تیرولو اداء کیدل، ماچي دماښام جمع د یو عرب په امامت اداء کړل له سلام ګرځولو څخه وروسته دستي بیا دلمانځه اقامت پیل سو حیران سوم لکه چي تیر لمونځ کي غلطي سوې ده بیا یو عرب راته وکتل زما حیرانتیا یې درک کړل او راته یې وویل (و هذا صلاة العشاء) یعني او داد ماخوستن لمونځ دی، بیامي دماخوستن جمع ورپسې وکړل چي په نبوي احادیثو کي دسفر پرمهال داسي لمونځونو ته چي دیوه لمانځه تاخیر او دبل لمانځه تقدم وي جواز راغلی دی.
له درې ساعته وروسته مو د جدې په لور الوتنه وسول تقریباً دوه نیم ساعته وروسته جدې ته ورسیدلو خو د دبی او جدې په مینځ کي د الوتکي ښځینه کارکوونکي چي متاسفانه ډیره بې حجابه وه ږغ وکړ چي ۴۵ دقیقي وروسته میقات (د احرام تړلو ځای) رارسیږي، موږ چي احرام پخوا تړلی و فقط میقات ته له رسیدا سره مو نیت نوی کړ او تلبیه مو وویل خو له بده مرغه چي تلبیه (لبیک الهم لبیک لاشریک لک.........) ډیره کمه ویل کیدل.
د شپي تقریباً لس بجې جدې ته ورسیدلو د پاسپورتونو د چیک او د دخول له مهر څخه وروسته له هوايي ډګر څخه د وتلو پر لور روان سولو، په یوه څنډه کي د سعودي سیم کارتونه خرڅیدل ما او یو دوست مي هڅه وکړه چي د سعودي سیمي کارتونه رانیسو خو ګڼه ګوڼه زیاته وه بیرته روان سولو کله چي له هوايي ډګر څخه وتلو دلته کوم اردو ژبي خدمتګار د سعودي د موبائیلی شرکت سیم کارتونه في دانه په څلویښت ریاله خرڅول، ملګري مي راته وویل چي دا کیدای سي خراب وي ما په خپل ماته ګوډه اردو ورته وویل چي ایا دا فعاله کیږي او که څنګه؟!، هغه راته وویل چي دستي په دستي فعاله کیږي رشتیاهم فقط چي مو سیم کارت موبایل ته واچوه فعاله سو، د شرکت استازی چي په جده کي ؤ هغه ته موتلیفون وکړ دا وخت نو دشپې یولس بجې سولې هغه ته مو وویل چي کوم خواته ولاړسو او کوم بس ته وخیږو هغه یو دوه ځله لارښوونه وکړل خو وروسته یې تلیفون نه پورته کاوه.
خو له نیم ساعت ستړیا او ګرځیدا وروسته پوهـ سولو چي د شقادف په نوم ۴۰۴ ماډل بس کي موږ مکې مکرمې ته وړي هغه مو پیدا کړ او په موټر کي سپاره سولو، دلته دیوې خبري ذکر اړین دی هغه داچي زه د طلوع شرکت له خوا تللی وم خو متاسفانه طلوع شرکت زه پر نوي سعدي شرکت پلورلی یا سپارلی وم، ماچي دطلوع ږغ وکړ هلته طلوع چا نه پيژندی بلکه کله چي یې پاڼه را واخیستل نو زه هم په نوي سعدي شرکت کي وم چي طلوع شرکت له بده مرغه ماته دا خبره نه وه کړې.
تقریباً شپږ ساعته مو مزل وکړ دشپې کابو څلور بجې خپلو اطاقونو ته چي مکي حرم شریف ته نږدې وه ورسیدلو د هوټل نوم په عربي باندي (فندق لؤلوة الایمان) ؤ، دنوي سعدي شرکت دمکې استازی موجود و موږ یې په څلورم منزل کي یوې خوني (اتاق) ته رهنمايي کړلو، دستي مو اودس وکړ احرام مو تړلی و، او حرم شریف ته دسهار لمانځه ادایني لپاره ولاړلو حرم شریف ته نارسیده چي هلته هم دجمع (جومات) صفونه دریږي ورسیدلو همدلته اقامت پیل سو داچي تکبیرتحریمه راڅخه فوت نسي نو مو همدلته نیت وتاړه او لمونځ مو اداء کړ، دلمانځه څخه وروسته د طواف په نیت کعبې شریفي ته روان سولو، دا چي مور مي د ناروغي له امله په پښو نسوای تللای نو د معیوبینو بایسکل (wheel chair) په لټه کي وم خو ډيری کرايي خلک به راته راغلل چي ۱۰۰ ریاله راکړه طواف او صفا او مروه دواړو کي ویل چیر درسره ګرځوم.
دا پیسې ډیري وي داغسی مخته تللو د حرم شریف په یوه څنډه کي د ویل چیر دفترسته خو متاسفانه هیچا دخپل کرايي په خاطر راته رهنمایی نه کول، یو پاکستانی خدمتګار په مخه راغی هغه راته وویل دا چي ته زما وطنداره یې پاکستانی یې پینځوس ریاله راکړه، له ځان سره مي وخندل چي عجب وطندار دي پیداکړ........
بالاخره یو کس ولیدلم، الله تعالي دي خیر ورکړي راته یې وویل چي هیچاته پيسې مه ورکوه، ورسه هلته د ویل چیر دفتر دی، د ویل چیر په دفتر کي یې دپاسپورت کاپي غوښتل متاسفانه ماله ځان سره نه وه راوړې ځکه مخکي چاته راته لارښوونه نه وه کړې، خیر خو هغه دفتر والاته مي په اردو باندي زاری او تزرع وکړه بالاخره یې راته وویل چي ورسه یو (wheel chair) امانت یوسه.
بالاخره نو هوسا سولم ویل چیر می راوړ او مورکی مي پکښې ګرځول،اووه ګردشه طواف مو وکړ، دمقام ابراهیم شاته مو د عمرې دوه رکعته واجب لمونځ اداء کړ، صفا او مروه ته ولاړولو هلته مو اووه ځله تګ او سعي پوره کړه بالاخره د ورځي نهه بجي مي سر ویښتان کوچني کړل او احرام مي خلاص کړ، دکعبي شریفي په لومړي ځل لیدا باندي انسان د یو عجیب کیفیت احساس کوي، داد دعا د قبلیدا مهم ځای هم ګڼل سوی دی، همدارنګه مقام ابراهیم لکه څنګه چي د دعا قبلیدا مهم ځای دی، دهغه شاته د عمرې واجب لمونځ اداء کول یو ځانګړی خوند لري او له بلي خوا د انسان له سترګو بې اختیاره اوښکي بهیږي په ځانګړي توګه دلته د دعا پرمهال....
په اوومه ورځ د ویل چیر د مخ ټایر چي مساليي و او زموږ هوټل لوړ و، مات سو، دویم ځل دفتر ته ورغلم چي ماته بل بایسکل راکړئ دا واخلئ هغه راته وویل چي موږ بل نه درکوو کیدای سي دا دي د کوم هوټل څخه راوړی وي، هر څه زاری مي وکړلي خو فایده یې ونکړل بالاخره یو پاکستانی مي څنګ ته ولاړ و هغه راته وویل چي څه خبره ده ماورته وویل چي دابایسکل مي له دوی څخه اخیستی و اوس مات سوی دی، دوی بل نه راکوی، پاکستاني راته په ټیټ ږغ وویل چي دغه زما بایسکل واخله نور شاته مه ګوره او ځه، همداسي مي وکړل دسترګو په رپ کي مي نوی بایسکل (wheel chair) له صحنې څخه ویستی.
د حرم شریف کارکوونکي، خدمه او پاکونکی او دنږدې دکانونو خرڅونکی اکثره بنګالیان یا پاکستانیان دي، په مکه مکرمه او مدینه منوره کي عربی او اردو ډيره کاریږي که چا نه عربي او نه اردو زده وي نو له ستونزه سره مخ کیدای سي.
هوا څه ګرمه وه، د ماښام د اذان پر مهال د سانتی ګراد ۳۲ درجې هوا وه، خو له نیکه مرغه چي هم په حرم شریف او هم په استوګنځي کي پنکې او ایرکنډیشن موجود ؤ، په حرم شریف دننه کي ډيره منظمه او ښه صفايي کیدل، د زم زم مبارکي اوبه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په توصیف کي فرمايي که چا دزم زم اوبه په هرنیت وڅښلې هغه ارمان به یې پوره سي، خورا ډیري وي او موږ هم په ډیر خوند خوند څښلې.
په مکه مکرمه کي د بیا عمرې لپاره دحرم شریف څخه پلن کوچ (مني بس) او کاسټر موټرونه د بي بي عایشې رضی الله عنها مسجد ته ځي چي په تنعیم کي موقیعت لري له هر خوا تقریباً ۱۵ دقیقي دموټر مزل دی او له هري خوا ۵ ریاله کرایه غواړي.
په دې مبارک مسجد کي بیا دغسل پوره امکانات سته هلته د احرام تړلو دوه رکعته لمونځ کیږي او دعمرې نیت تړل کیږي له دې څخه د ستنیدلو پرمهال بیا تر کعبې شریفي پوري په ډیر شوق او لوړ اواز تلبیه ویل کیږي چي ډیر ښه خوند لري.
د جنت المعلی هدیره چيري چي د ام المؤمنین بي بي خدیجي رضی الله عنها مبارک قبر دی هم حرم شریف ته تقریباً نږدې ده خو ځیني معتمرین بیا په موټر کي ورځي.
د حرا او ثور غار او نور غر (جبل نور) په یو څه فاصله کي موقیعت لري ځينی معتمرین یې لیدا ته ورځي، ځیني معتمرین خو آن عرفات او منی ته هم ځي چي لیدل یې په عمره کي بیخي نسته تر دې به داښه وي چي پرکعبې شریفی یو طواف وکړل سي.
د حرم شریف څخه دباندي کوچني هوټلونه یا کفتریاوي سته چي یوه پیاله توري چای په یو ریال (یعني اتلس افغانۍ) او یوه پیاله شیدې په دوه ریاله دي، زموږ تجریبه نه وه نو مایو دچایو ترموز رانیوی او یوه چاینکه چي چای ویشوم اما لین والا اب ګرمي هلته نه پیداکیږي ښه خبره داده چي نه ترموز رانیول سي او نه چاینکه، ددې پرځای یو قسم اب ګرمۍ دي چي خپله چاینکه ده هغه هم چای ایشوی او هم پکښي ساتل کیدای سي چي دا ډول اب ګرمي والا چاینکی په ۳۵ ریاله پیداکیږي چي تقریباً ۱۰۰۰ کالداري کیږي، که څوک شنې چای څښي نوباید له ځان سره یې یوسي.
په مکه مکرمه کي زر افغاني په ۴۴ ریاله تبادله کیدلې، که څخه هم ما یوڅه ریال په افغانستان کي رانیولي وه خو ښه خبره داده چي سعودي ته افغاني یو نه وړل سي، بلکه دلته په افغانستان کي زر افغانی ۵۴ ریال کیږي، او که څوک اضافه پيسې وړي نو ډالر دي یوسي، ځکه په مدینه منوره کي یې اصلاً افغانۍ نه غوښتلې خو پاکستانۍ کالداري یې غوښتلې، ۱۰۰۰ په ۳۳ ریاله باندي.
په سعودي کي دوا او درمل ډیرګران دي سپارښتنه مي داده چي د سردرد، بدن درد، زکام، ستوني او دپښو دعضلاتو ملهم له افغانستان څخه له ځان سره یووړل سي.
د پښو دعضلاتو د درد لپاره مي دغه یو ملهم په ۳۷ ریاله رانیوی چي تقریباً اته سوه (۸۰۰) افغانۍ کیږي.
د حرم شریف د شنو کفترو یاد ډیر کیږي چي ټول یو رنګ دي او دحرم شریف په محوطه کي ضرورت نه رفع کوي چي دلته یې انځور وړاندي کیږي او ددې ترڅنګ کوچني مرغان هم سهار مهال لیدل کیږي چي دځینو په وینا دا ابابیل مرغان دي چي ځینوکتابونه حتي لیکي چي دا د کعبي شریفي حفاظتي مرغان دي.
نور بیا......................
وروستي