
نن مې په روهي ویب پاڼه کې د حکمتیار صاحب په مشري د حزب اسلامي جهادي تنظیم مطبوعاتي اعلامیه ولوستله، چې د سولې د مذاکراتو په هکله یې لیکلې او خپره کړې ده. په دغه اعلامیه کې په افغان دښمنه او پردیپالو رسنیو توندې نیوکې شوې دي. یاده اعلامیه داسې پیلېږي: ” حزب اسلامي د جمهور رئيس اشرف غني هغي بلني ته مثبت ځواب ووايو چي د صلحي او بين الافغاني مذاكراتو په اړه ئې درلوده، د انجنير محمد امين كريم تر رياست لاندي ئې دوه كسيز هيئت كابل ته ولېږو“.
دا خوندوره جمله ده، په دې خوندوره ده چې د سولې په هکله زموږ د هېوادوالو مړاوې هیلې لا تاندوي او هغوی ته هیله او امید ورکوي، خو په اعلامیه کې د تش په نوم افغان رسنیو چلند، دریځ ، غبرګون او تبلیغات غندل شوي دي، اعلامیه لیکي: ... ځيني جنگ غوښتونكي بهرني ځواكونه او په هغوى پوري تړلې كورنۍ كړۍ او مزدوري رسنۍ ئې، هغه چي خپلي گټي د جنگ په دوام كي لټوي، دې اقدام او انكشاف ته د يوه گواښ او خطر په سترگه گوري او د سبوتاژ او تخريب هڅه ئې كوي.“
دا لومړی ځل نه دی چې زموږ رسنیو ته دغه وړ خطاب کېږي او یا دغسې ګیله ورڅخه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په مراتبو زموږ د رسنیو چلند، غبرګون او خپرونې نقد او غندل شوې دي، ځکه اکثره رسنۍ په رښتیا هم د پردیو د ناوړه موخو لپاره په افغانستان کې فعالیت کوي، له افغان ولس، ملي ګټو، ملي ارزښتونو او په لویه کې له افغانستان سره زموږ د اکثره رسنیو دښمني د هیچا له سترګو څخه هم پټه نه ده.
د حزب اسلامي اعلامیه وړاندې کاږي: ”... همدا كړۍ دي چي د سولي د هر اقدام مخالفت كوي، كله چي د روغي جوړي خبري پيل شي نو دوى د جنگ ډولونه غاړي ته واچوي او كله چي بهرني ځواكونه زموږ له هېواد د وتلو پرېكړه كوي دوى ئې پر مزيد پاته كېدا او د لازياتو افغانانو په وژل كېدو او د لازياتو وينو په تويېدو ټينگار كوي. “
تش په نوم افغانې او ازادې، خو په حقیقت کې پردۍ پالې رسنۍ دې په خپل دغه چلند وشرمېږي او په دې باید پوه شي چې د دوی شومې موخې، ناولې هڅې او ناوړه پلانونه د هیچا له سترګو څخه پټ نه دي، دوی به حتماً د افغان او افغانستان د دښمنۍ پور ادا کوي او د دغه ناوړه عمل په سزا به رسول کېږي، که یو ځل افغانان بیا بېرته سره وروڼه شول، که یو ځل بیا ټولې موافقې او مخالفې غاړې د واحد افغان په نوم راټول او د واحد افغانستان د خوندیتوب، سوکالۍ او پرمختګ په فکر کې شول، نو هغه مهال بیا د دغو پردیپالو رسنیو مهارول او هغوی ته جزا ورکول ډېره اسانه او ساده خبره ده.
د حزب اسلامي په مطبوعاتي اعلامیه کې دا هم لولو چې: ”...كله چي حزب اسلامي د مخكنيو ناتمامو مذاكراتو د بيا پيلولو او بشپړولو لپاره خپل هيئت كابل ته ولېږو؛ له يوې خوا د متحده ايالاتو خارجه وزارت په همدې وخت كي او يو ځل بيا د حزب اسلامي دوه غړي په تور ليست كي ونيول او د هغوى د نيولو او وژلو لپاره ئې څو مليونه ډالر جائزه اعلان كړه، له بلي خوا مزدورو، مفسدو، شرورو او مهار شلېدلو رسنيو د حزب د هيئت او د هيئت د موخو او اهدافو په اړه زهرجن او دروغجن تبليغات او تبصرې وكړې، يوې مفسدي او افغان دښمني رسنۍ حتى له دې درواغو هم حياء ونه كړه چي دوه كسيز هيئت؛ درې كسيز او څلور كسيز وښيي او له خپل لوري نومونه په كي اضافه كړي، او د پرديپالو سپكو مبلغينو په ناپاكه خوله د هيئت د موخو په اړه غلطي او گنده تبصرې وكړي.“
موږ هم په حکومت غږ کوو او د حزب اسلامي له دې غږ سره غبرګ خپل اواز هم پورته کوو چې په یاده اعلامیه کې یې پر افغان حکومت کړی او ورته ویلي یې دي چې: ”د كابل چارواكو ته وايو: كه رښتيا له جنگ ستړي شوي يئ او واقعاً صلح غواړئ نو مه پرېږدئ چي استخباراتي كړۍ او د هغوى مزدوري رسنۍ دا بهير مختل كړي، د بهرنيو لاسوهنو او د جنگ غوښتونكو د هڅو مخه ونيسئ، د هغو مخنيوى وكړئ چي غواړي دا مذاكرات بې نتيجې پاته شي او ذليلي پرديپالي رسنۍ مهار كړئ، دوى له جنگ تغذيه كېږي، مأموريت ئې دا دئ چي د جنگ اور ته لمن ووهي او د صلحي هر اقدام مختل او تخريب كړي.“
رښتیا هم دغه پردیپالې او افغان دښمنه رسنۍ له جنګ څخه تغذیه کېږي، ځکه خو ناامني او تاوتریخوالي ته لمن وهي، ملي ارزښتونه مسخره کوي، ملګي ګټې چلینج کوي، د حکومت او ولس تر منځ واټن او بې باوري زیاتوي، اشخاصو ته توهین کوي، تعصب ته لمن وهي، تفرقه اچوي او دا ټول کارونه یوازې او یوازې د افغان غمیزې د اوږدولو، د جګړې د تداوم او د سولې د بهیر د ناکامي لپاره کوي، خو په دې هیله چې افغان حکومت دغه وړ رسنۍ مهار او د خپل عمل په سزا ورسوي.