ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان اهميت
د حساب ورځ نږدې ده:
اوس چې د تيرو مطالبو پر اساس د هر انسان ضرورت، ايمان راوړل شول، پوهيږو چې د ايمان ضرورت مو د دوزخ له عذاب څخه د خلاصون او جنتيانو کې د ځان شاملېدو لپاره دی او په دې هم پوه شو چې د آسمانونو او ځمکو پيدا کوونکی په حقه دی او د انسانانو په ټولو چارو کې يې عدل پر ځای کړی دی.
او مسلما هغه څوک چې ته يې له يوې ناڅيزه نطفې څخه پيدا کړې او بيا يې ستا مراقبت وکړ تر څو کامل انسان درڅخه جوړ شي، هيڅکله به دې بې لارې پرينږدې او حتا په دې نړۍ کې به ستا ټولنې کړنې ثبت او ضبط کړي. او دا لنډمهاله او ژر تيريدونکی ژوند د انسان د ژوندانه نيمګړې بڼه ده چې هميشني ژوند ته له رسېدو پرته به بشپړ نشي او په حقيقت سره به د هماغه هميشني ژوند او مرګ حکمت هم ښکاره شي. او دا هم معلومه ده هر هغه څه چې په دې لنډ ژوندانه کې ثبت کيږي ددې لپاره دي چې په راتلونکي هميشني ژوند کې نمايش ته وړاندې شي او دا هم د يادونې وړ ده چې د بشر علم دا مهال په دې توانيدلی چې د انسان د ژوندانه په چاپيريال کې د انسان کړه وړه ساعت وروسته په انځوريز او غږيزو بڼو کې اعاده کولای شي او دا يې تنها دنيوي بڼه ده او خدای جل جلاله فرمايي:
يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا (4) بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا (5) يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ (6) (الزلزال: 4-6)
ژباړه: په دغې ورځې کې ووايي بيانوي به ځمکه خبرې خپلې (خلکو ته که د خير وي که د شر). - په سبب ددې چې رب ستا وحي امر حکم کړی دی ده ته( په ويلو بيانولو سره) – په دغې ورځې کې به وګرځي خلک ټولی ټولی (له موقف يا له قبور نه په مختلفو اشکالو سره) د پاره ددې چې وښودله شي هغوی ته (جزاء د) د عملونو د دوی.
او د خدای رسول (ص) فرمايي: ځمکه به په هغه څه شاهدي ورکړي چې پرې شوي دي او انسان خواهشات او شهوات به په دې نړۍ کې بشپړ نشي مګر دا چې په آخرت کې هغه څه چې ورته برابر شوي دي، ماړه شي.
انسان د آخرت لپاره پيدا شوی دی او د هغه خدای لپاره چې نړۍ يې له هيڅ څخه پيدا کړه او هغه يې په مختلفو بڼو او حالاتو کې راوسته، ډيره آسانه ده چې مونږ له مرګ څخه وروسته په خپله خوښه بيرته په ټوليز ډول راژوندي او حساب کتاب راسره وکړي.
وروستي