د ایمان لار (اتمې برخې دویمه نیمايي)

دلته د دين او ايمان په اړه د ځينو څيړونکو او متفکرينو ويناوې د شاهدينو په توګه را اخلو چې په طبيعي علومو کې تخصص لري تر څو د غافلانو ذهنونه روښانه کړو او اسلام ته راوګرځي:
(1)       دوکتور والتر سکاء لندبرګ – د فیزيولوژي او کيميا عالم دی چې په دې برخه کې د دوکتورا تر کچې پورې زده کړې لري او د فيوتا په پوهنتون کې د فيزيولوژي او کيميا پروفيسور دی او تر څنګ يې په کال ۱۹۴۹ کې د نوموړي پوهنتون د هورمل مؤسسې رييس او د خوراکي موادو د څيړنو د ګڼو ټولنو غړی او رييس هم پاتې شوی، وايي: ټول هغه څيړونکي چې په مختلفو برخو کې څيړنيز کارونه ترسره کوي، د خدای جل جلاله له خدايي موهبت څخه برخمن دي، ځکه چې هغوي د هر نوي څيز په کشف او يا هم جوړولو کې د خدای جل جلاله قدرتونو ته متوجه کيږي او په ملموس ډول د نړۍ په جوړولو کې د خدای جل جلاله قدرت ويني.
(2)       آندره کونوای ايفي -  د ۱۹۲۵ څخه نيولې تر ۱۹۴۶ کلونو پورې د طبيعي علومو له پيژندل شويو علماوو څخه شميرل کيږي او د (خدای وجود، مطلق حقيقت) تر نامه لاندې په يوه ليکنه کې ليکي چې: دا ښکاره خبره ده کوم ملحدين او کفار چې د خدای جل جلاله په وجود او قدرت کې شک کوي، د نوموړو په زړونو کې د هغې ړندوونکې عقدې شتون دی چې  د دوی لخوا ددې واقعيت د منلو ممانعت کوي چې: که چيرته ټول عوامل، قوتونه او موجودات که د خدای جل جلاله په وجود بې اعتقاده شي، بې معني کيږي.
(3)       هرشل (انګريز ستوری پيژندونکی) وايي: هر څومره چې د معلوماتو او علمي اکتشافاتو لمنه پراخيږي، نو د ازلي څښتن په وجود دلايل زياتيږي او د خدای جل جلاله د عظمت په تاييد او لاروښانتيا کې ټول ژوند پيژندونکي، رياضي پوهان، نجوميان او طبيعت پيژندونکي له يو بل سره مرسته لري.
(4)       فرانسوی دوکتور ووتز شيميدان وايي: هر کله چې احساس کړم چې په عقيده کې مې د خدای جل جلاله د وحدانيت په اړه لږه سستي راغلې ده نو ځان د علومو اکاډمۍ آزمايښتي څانګې ته ورسوم تر څو په علومو کې د څيړنې نه وروسته خپله عقيده ثابته او پياوړې کړم.
(5)       دوکتور ماريت استانلي کونګدن – د بورتون له پوهنتون څخه دوکتورا تر لاسه کړې، د ترتيتيسي پوهنځۍ پخوانی استاد او په فيزيک، روان پوهنه او فلسفه کې د امريکايي طبيعت پيژندونکو او متخصيصينو د ټولنې مشر وايي: په حقيقت کې د طبيعت ټول موجودات او عوامل يې د خدای جل جلاله په وجود شاهدي ورکوي او مونږ ته د خپل واحد پيداکوونکي د قدرت او عظمت په لور لارښوونه کوي. او که چيرته په ريښتينولۍ سره فکر وکړو نو زمونږ د علماوو ټوله څيړنه او د طبيعت د اوضاعو او حالاتو تحليل، طبعي عواملو او د نړۍ د ګردو مخلوقاتو څيړنه، حتی د استدلال له طريقې څخه په کار اخيستنې، ددې آثارو له مطالعې پرته بل څه ندي چې خدای جل جلاله پيدا کړي دي. په يايله کې بې له اعتراف څخه بله لاره نشته چې: له واحد خدای څخه پرته بل خدای نشته او مونږ تنها د علمي وسايلو څخه په کار اخيستنې نشو کولای چې هغه ته ورسيږو، ولې نښې نښانې يې په خپل وجود او ټولو نورو موجوداتو کې ليدلای شو او نني علوم د خدای جل جلاله د قدرت او آثارو له مطالعې پرته بل څه ندي.
(6)       ادوارد لوتر کبل – امريکايي حيوان پيژندونکي او حشره پيژندونکی دی چې په دې برخه کې يې له کاليفورنيا پوهنتون د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي دي او د سانفرانسیسکو په پوهنتون کې د ژوندپيژندنې د څانګې رييس او پروفيسور دی، داسې وايي: ګرچه دلته د خدای جل جلاله د وجود په اثبات ډير فرصت هم نلرم ولې زه پخپله تنها د حشراتو د وزرونو په مطالعې او د تکامل په بڼې او رُشد توانيدلی يم چې په ډيرو داسې دلايلو او شواهدو برلاسی شم چې ټول د خدای جل جلاله پر وحدانيت ګواهي ورکوي او هر کله چې د طبيعت او موجوداتو د ژوند په اړه په مطالعې مصروفه شم نو ايمان مې لاپياوړی او ورځ تر بلې زياتيږي چې بالاخره چې دا فکر زما دننه پياوړې شوه چې: د نړۍ د ټولو موجوداتو کره مطالعه د خدای جل جلاله له وجود پرته بل هيڅ هم ندي او څومره چې لاډير اختراعات او اکتشافات کوو نو خدای جل جلاله لاښه پيژنو.
لوی خدای جل جلاله د ختيځ او لويديځ په ډيرو څيړونکو نښې نښانې او دلايل وښودل تر څو د هغه په واحد وجود قانع شي او همدا ډول يې هغوی ته د قرآنکريم علمي عجايب او حضرت محمد (ص) معجزې وروښودلې تر څو د آنحضرت (ص) نبوت او رسالت پرې ومني، او دا په خدای جل جلاله د ايمان راوړو جريان دی او ختيځ او لويديځ څيړونکو اسلام راوړل چې ورځ تر بلې د لاپراختيا په درشل کې دي، دا ټول اسلامي مرکزونه او بنسټونه چې اروپايي او امريکايي هيوادونه کې جوړ شوي دي او دا اعتماد چې ددې ريښتيني دين په لور جلب شوی، په دې دلالت کوي چې د اسلام مبارک دين د بشر له فطرت سره مطابق او علمي اصولو او مفاهيمو سره موافق دی دی او هر څوک چې پکې داخل شي نو بيشکه چې پوهې او رڼا ته داخل شو او هر څوک چې مخ ترې واړوي نو ناپوهي او تيارو کې ننوتلی دی.
 
 
 
دوام لري...