ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان اهميت
هغه وړانګې چې څيړونکي ځان ته راکاږي
د زمانې پوه خلک د خدای جل جلاله رڼاګانو ته جلب شوي او په ختيځ او لويديځ کې د معاصرو علومو عالمان او څيړونکي د ايمان لرونکو له قافلو سره يو ځاي شوي دي. او هغه هم وروسته له هغه چې د راهبانو او کشيشانو هغوي په خدای له ايمان لرلو او دين څخه په تيښته کړي وو ځکه چې د مسيحيت لارښوونکو هغه آسماني کتاب په خپله خوښه تبديل کړی وو او همداراز د زورواکو او شتمنو هم تحريف کړی خو عالمانو ته د منلو وړ نه وو، او همدا له دين څخه تښتيدونکي عالمان ول چې په خپلو تخصصي څانګو کې الهي وړانګو جذب کړل او مؤمنين شول او د کشيشانو او راهبانو د هغه سستو او غيرمعقولو عقايدو پر ځای له بنسټيزو عقايدو برخمن شول او بيا د دين او ايمان له مخکښو مبلغينو وشميرل شول او ټينګه عقيده يې له پياوړ دلايلو سره يو ځای د علم په ګاڼو سنبال ول. دغه عالمان چې په لومړيو وختونو کې د د الحاد خپريدا او بريا لپاره را پورته شوي وو او په دې اړه يې له هيڅ راز کوښښ څخه ډډه نه وه کړې، د خداي جل جلاله رڼاګانو ته يې لارښوونه وشوه، او د توحيد او ايمان له مبلغينو څخه وګڼل شول. دا په داسې حال کې ده چې بدبختانه په ځينو اسلامي هيوادونو کې علماء او پوه خلک د هغو نظرياتو تر تاثير لاندې راغلي چې د الحاد او خدای نه پيژندنې په محوطه کې را ښکاره شوې وې او په همغې لاره روان دي چې اصلي مؤسسين يې د خدای ريښتينې لارې ته رجوع کړې ده.
دغه غوليدلي هماغسې په خپلې اکتسابي عقيدې پاتې دي حال دا چې په ډيرې آسانۍ سره کولای شي دا ومومي چې هغه څيړونکي تنها د کشيشانو او راهبانو له حيلو او چالاکيو څخه د خلاصون لپاره له دين څخه لرې والی کاوه او په خدای منکر ول. دغه ناپوهه خلک په دې نه پوهيږي چې حضرت (ص) د الهي وحي له سرچينې څخه دغه خبر راوړی چې يهود او نصاراوو د خدای دين تحريف کړی او بدلون يې ورکړی دی او دا خبر يې له پيړيو وړاندې مخکې له دې چې څيړونکي پرې پوه شي، له بشپړې روښانتيا سره يو ځای اعلان کړی. دا کبرجن او غوليدلي خلک په اسلامي هيوادونو او ټولنو کې د مسلمانو کورنيو په منځ کې را جګ شوي، تر اوسه په دې نه پوهيږي چې هغه څيړونکي او لارښوونکي چې يو مهال به يې کفر ته دعوت کاوه اوس يې د خدای لاره پيژندلې او د حقې لارې له مبلغينو څخه شميرل کيږي.
دوام لري...
وروستي