يو څو کيسه ګۍ/ ۴۵

 
 (دیوجانس)
دیوجانس[1] چې د خپل ژوند د ځانګړي ډول له امله د ښار ټولو خلکو پیژانده یوه ورځ په داسې حال کې چې له یوه پله څخه تیریده له یوه شتمن کس سره مخامخ شو چې له شتمنۍ پرته یې له نورو بل زیات امتیاز نه درلوده. له دوی دواړو نه باید یو څنګ ته شوی وای تر څو هغه بل تیر شي. شتمن کس وویل: زه نه څنګ ته کیږم تر څو یو ولګرد تیر شي. دیوجانس خواته شو او ویې ویل: خو زه دا کار کوم...
پائولو کوئیلو
 
مساپر:
د هغه نوم مې اورېدلی وو چې ډیر ستر عالم او زاهد دی، ورغلم، په کوټه کې يې یواځې کتابونه، یو کوچنی میز او یوه ټوټه فرش لیدل کېده، ما ویل دا خو ستاسې کور دی، د کور سامانونه مو چیرته دي؟ ویل یې ستا چیرې دي؟ ما ویل زه دلته مساپر یم، ویل ېې زه هم...
                             
موثره لاره:
وايي یوه سپین ږیري سړي یو نوی کور کرایه کړ او پکې اوسېده، خو چې ښونځی به رخصت شو د ښونځي یوه ډله شوخ زده کوونکي به راټول شول او د کور مخې ته به یې تر ډیره شر او شور جوړ کړی او قوطي به یې په لغتو وهل او نور کارونه به یې کول، یوه ورځ سپین ږیری کس ورغی او را ټول یې کړل او ورته ویې ویل چې زه هم په ځوانۍ کې ستاسې غوندې شوخ وم او اوس چې عمر راباندې تېر شوی ستاسې دا خوښي چې وینم ډیر خوشاله کیږم، زه به د ورځې هر یوه ته سل سل افغانۍ ورکوم دلته په همدې قسم سات تیری کوئ تر څو زما هم سات تیر وي، هلکانو په خوښۍ سره ومنله او کار ته یې دوام ورکړ، څو وخت وروسته سپین ږیری بیا ورغی او ځوانان یې راټول کړل او ورته ویې ویل چې هغه ډیرې پیسې نلري ایله لس لس افغانۍ دوی ته د ورځې ورکړای شي، ځوانانو په عصبانیت وویل: ته څه فکر کوې چې موږ به په لسو روپیو دا دومره انرژي مصرف کړو، وخت ضایع کړو، ځه بابا نور نشو کولای؛ او سپین ږیری له دغه شورماشور نه په امان شو...
له یوه بهرني داستان څخه په الهام اخیستو
د واورې سفر:
په کلي کې آوازه خپره شوه چې له دښتې څخه غږونه اوریدل شوي چې څوک په واورو کې پاتې دی، په نیمه شپه کې کلیوال جومات ته راټول شول چې پسې ووځي، خو په دښته کې له ګرځیدو سره یې څوک نه وو موندلي، په سبا يې مساپر وموند، چې په لاس کې له شته کاغذ سره یخ وژلی وو، په کاغذ کې لیکلي وو: که دا کاغذڅوک مومئ پوه شئ چې زه ویرې او لوږې نه یم وژلی بلکه یخ وژلی یم ځکه د لوږې او ویرې لپاره مې دروازې وډبولې چا مې په مخ دروازه خلاصه نکړه ښايي دوی به پوهیدل چې لوږه او وېره څوک نه وژني...
 
[1]         دیوجانوس یا په فرانسوي بڼه دیوژن (Diogenes of Sinope) (۳۲۳ – ۴۱۲ له زیږد وړاندې) د یونان یو فیلسوف و چې د (Cynic) یا کلبي (یا سپي صفته) فلسفي فکر بنسټګر بلل کیږي. د هغه په اړه ګڼ روایات شته چې ډیری يې د ساده ژوند په اړه د هغه د هڅونو او یا سپارښتنو ښکارندويي کوي.