فهیم دشتي تورونه ولګول

 
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د تورونو لګول جرم ګڼل کېږي، له همدې امله فهیم دشتي جرم ترسره کړی او د یاد جرم له امله مجرم ګڼل کېږي او باید د قانون له مخې د یو مجرم په توګه چلند ورسره وشي، ځکه نوموړي د سه شنبه په ورځ په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال په یو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو(د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی ډاکټر محمد اکرم خپلواک او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي) باندې تور ولګاوه چې دوی د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو په بهیر او د غوراوي کمېټې په چارو کې لاسوهنه کوي.
فهیم دشتي دا تورونه وروسته له هغې پورې کړل، کله چې نوموړی د غوراوي له کمېټې څخه واېستل شو او له یادې کمېټې څخه د فهیم دشتي وتلو دوه عمده دلایل لرل. لومړی دلیل یې دادی چې نوموړی یو متعصب شخص دی، ځکه ټول عمر یې د شمال ټلوالې د جګړې په جبهه کې تېر کړی. له جنګسالارانو سره را لوی شوی، د هغوی خوی او بوی یې زده کړی دی او په تېرو څو کالو کې چې نوموړي د مدني فعال او ژورنالیست په توګه کوم رول ترسره کړی دی ، نو د ده کار په حقیقت کې د مدني ټولنې او د ژورنالیزم د اصولو خلاف دی.
فهیم دشتي په یوه کوچنۍ قومي او سیمه ییزه کړۍ کې را ایسار دی، هغه تل د پنجشیر او پنجشیریانو د ګټو په هکله فکر کوي، حتی هغه خپلو تاجکو وروڼو ته هم ژمن نه دی، پښتانه، هزاره او نور قومونه خو خپل ازلي او ابدي دښمنان بولي له همدې امله له کرکې او تعصب ډک چلند ورسره کوي. حتی د ده له لګېدلو تورونو څخه هم د ده قومي تعصب له ورایه څرګندېږي، ځکه د نظام په منځ کې یې یوازې په لوړ پوړو پښتنو (اتمر، خپلواک، حکیمي) تورونه لګولي دي.
د همدغه تعصب په اساس فهیم دشتي د غوراوي له کمېټې څخه واېستل شو، ځکه چې هلته داسې یو  څوک باید واوسي چې د افغانستان ټول قومونه خپل وروڼه قومونه وبولي، د هغوی تر منځ تفرقه، کرکه او تعصب ونه کړي، بلکې ملي یووالي ته یې وهڅوي، داسې یو څوک چې په خپل افغانیت وویاړې او پر افغانستان باور ولري. مګر فهیم دشتي داسې څوک دی چې نه ځان افغان بولي او نه هم پر افغانستان باور لري.
د غوراوي له کمېټې څخه د فهیم دشتي د لیرې کولو بل دلیل دادی چې هغه د حکومت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خور زوی دی، نو چې هم متصعب وي، هم د ټلوالې غړی وي او هم د عبدالله عبدالله د خور زوی وي، نو د دغسې یو کس شتون د غوراوي په کمېټه کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د ټاکنو د نظام او بهیر لپاره زهر قاتل ثابتېدلی شي، ځکه هغه به هیڅکله هم بې طرفانه او مسوولانه کار ونه کړي، بلکې د ټلوالي جنګیالي چې کوم فرمایش ورکوي، نو همغه فرمایشات به عملي کوي.
فهیم دشتي د دې ترڅنګ د روسیې او فرانسې له استخباراتو سره له پخوا راهیسې نږدې اړیکې لري او په دې وروستیو کې هڅې کوي چې له پاکستان سره هم ځان نږدې کړي. نوموړي څو ځله په دبۍ کې د پاکستان د ای ایس ای استخباراتو له مامورینو سره لیدنې کتنې کړې دي. فهیم دشتي د دې تر څنګ اخلاقي ستونزې هم لري، نو د هغه شتون د غوراوي په کمېټه کې هیچاته هم د منلو او زغم وړ نه وو.
حکومت ته ښایي چې له فهیم دشتي څخه د ده د وروستیو بې اساسه او غیر مسوولانه څرګندونو او د افغانستان د دولت په لوړ پوړو چارواکو د لګول شویو تورنو له امله پوښتنې ګرویږنې وکړي، ترڅو نور عبرت واخلي او په راتلونکي کې د قومي، سمتي او ژبني تعصب په اساس د خلکو د ذهنیت د خرابولو په موخه دغسې بې اساسه تورونه پورې نه کړي.