
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لومړې پړاو بریالتوب سره ترسره کړ او دویم پړاو ته د تمې سره سم لار پیدا کړه- ملي ټیم لومړۍ لوبه د یو څه سختې سیالۍ څخه وروسته وګټله خو وروستۍ دوه لوبو کې بیا خورا مسلکي ولوبیدله او لوې بریاوې یې ترلاسه کړې- د لومړي پړاو د ستاینې وړ خبره د لوبو دپاره د لوبډلې ټاکنه وه چې د میدانونو او ویشتنځایونو د اړتیاو سره سمه وټاکل شوه- دا به زما په ګمان لومړې ځل وي چې ملي لوبډله د خوښ ناخوښ د فورمول پرځاې د اړتیاو په رڼا کې ټاکل شوې وي- دا هغه څه و چې د کرکټ د مینه والو غوښتنه هم وه او دا غوښتنه مو په همدې پاڼه په تیره لیکنه کې کړې وه- د دې ترڅنګ د لوبډلې مسلکي لوبه هم په شل اوریزو لوبو په جام کې یو ښه او خوندور بدلون و- د بیلګې په توګه په دویمه لوبه کې هغه لوبغاړو ته د توپوهنې موکه چې په لومړۍ لوبه کې ورته د توپوهنې چانس نه و برابر شوې ورکول خورا مسلکي کار و- همدا راز په دریمه لوبه کې چې کله په لوبډله باندې د دریو لوبغاړو سر په سر سوځیدو له کبله فشار راغې نو د مشرانو لوبغاړو مسلکي او مسولانه لوبه بیا زمونږ د لوبډلې د مسلکیتوب پر لور د پرمختګ نښه وه-
په میدان کې د لوبې ترڅنګ که د لوبې ستراتیژیک او مدیریتي برخه هم د ستاینې وړ ده- په لوبډله کې، او په ځانګړې توګه په توپوهنه کې، د مسلکیتوب رنګ د انظمام الحق د مشر روزونکي په توګه راتګ څخه وروسته ډیر ښکاره او روښانه دې- دا د افغان ملي لوبډلې نیکمرغي ده چې د انضمام غوندې لوې او نامتو لوبغاړې ېې روزونکې دې او اړینه ده چې زمونږ لوبغاړي د دغه ستر لوبغاړي څخه خپلو زدکړو ته دوام ورکړي- همدا راز، زما په اند، د لوبډل مشر، اصغر ستانکزي، مشري هم د ستایلو وړ ده- په ځانګړې توګه د توپ اچونکو د لوبو پرمهال ادلون بدلون یې خورا ستراتیژیک او پر سم وخت باندې لیدل کیده او همدا راز یې لوبډله د خورا لوړ مورال سره رهبري کړه-
خو د ستاینې ترڅنګ په لوبو کې یو څه د کمزورتیا ټکي هم باید په ګوته شي- د لوبغاړو په میدان کې د ډګر ساتنې پر مهال د ناسمې ډګر ساتنې په غبرګون ملګرو لوبغاړو باندې غوسه او خپګان هغه څه و چې د لوبو پر مهال په وار وار ولیدل شول- د مسلکي لوبډلو غړي د لوبو پرمهال د یو بل ملاتړ کوي او خپل غبرګون د لوبو څخه وروسته او یاهم د لوبې پر مهال د دمې وخت کې ښاي- ملي لوبډله، په ځانګړي ډول مشران لوبغاړي، باید خپلو دغه کړنو باندې بیا کتنه وکړي- بله ستونزه د دولت ځدراڼ سر په سر غیر اقتصادي توپ اچونه ده- دولت ځدراڼ د ملي لوبډلې د سر توپ اچونکو څخه دې او اړینه ده چې دې په خپلې لوبې باندې بیا کتنه وکړي او د توپ اچونې روزنکي منوج پربهارکر سره په ګډه د خپلې توپ اچونې په پلان باندې بیا د سره کار وکړي- که نه نو په دویم پړاو کې به د شاهپور ځدراڼ په شتون کې دولت ته په لوبډله کې خپل ځاې ساتل ګران وي- دریمه خبره د سمیع الله شینواري ډیر وروسته توپوهنې ته لیږل دي- شینوارې یو له هغه لوبغاړو څخه دې چې په سړه سینه لوبه کوي او دغه ډول لوبغاړي په نړیوال کرکټ کې وروستیو تیزه لوبه کونکو لوبغاړو ته د بنسټ جوړولو دنده پرغاړه لري- اړینه ده چې سمیع ته په راتلونکو لوبو کې په لومړیو ځایونو کې د لوبې موکه ورکړل شي- همدا راز په لومړۍ لوبه کې د ورو لوبې له کبله په دریمه لوبه کې د اصغر بې صبري له ورایه ښکاریده چې زیان یې د ملي لوبډلې و- اصغر ته پکار ده چې د روزونکي سره په مشوره هماغسې لوبه چې دې یې کولې شي وکړي او مطبوعاتو، په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو کې، د خلکو د غبرګونونو له لوستلو ډډه وکړي کوم چې په ظاهره توګه په ده د فشار لامل ښکاري-
ملي لوبډله د نړیوالو لوبو دویم پړاو کې خورا سخت ازمیښت سره مخامخ ده چیرته چې به هغه د لومړي پړاو په پرتله ډیرو پیاوړو او تجربه لرونکو لوبډلو سره مخامخ کیږي- همدا ده چې د ملي ټیم په نړیوال جام کې د یو شمیر لوبډلو څخه د ګټلو ترڅنګ خپلې موخې یو څه را لنډې کړي او د بریا پر ځاې ښه لوبه ځان ته د موخې په توګه کیږدي- دویمه خبره د ملي ټیم د مینه والو ده کوم چې د لومړي پړاو د بریاو په خوند کې دي او همدا راز له لوبډلې ناریښتونې تمې لري او همدا اوس ډیر خلک ملي ټیم په نیمه پایلوبه کې ویني- دا ډول تمې کله کله په حقیقت کې د نه بدلیدو له کبله بیا مینه وال مایوسه کوي- زما هیله او غوښتنه د مینه والو څخه دا ده چې د بریا د تمې ترڅنګ حقیقت ته هم په پرانیستو سترګو وګوري او له ښې لوبې خوند واخلي، هغه که په بري کې او که په ماتې کې -
ملي لوبډله په دویم پړاو کې د بریا ریښتونې چانس د سریلنکا د لوبډلې سره په سیالۍ کې درلودې شي- د سریلنکا لوبډله دا اوس مهال د مشرانو لوبغاړو د وتو له کبله د لیږد له بهیر څخه تیریږي او په ملي جام کې خورا ټیټ مورال سره ګډون کوي- د لوبډلې لوبډل مشر لاسیته ملینګا د نړیوال جام په لور له خوځیدو څخه یوازې یوه ورځ ترمخه له لوبډل مشرۍ لاس په سر شو او دا اوس مهال د زنګون د ټپ سره هم لاس او ګریوان دې- د دې ترڅنګ لوبډله یو څه د کورنیو سیاستونو ښکار هم ده چې په پایله کې په ډیر وروستي وخت کې په لوبډله کې بدلونونو لامل هم ګرځیدلې- د یادونې وړ ده چې ملي ټیم د سریلنکا پرضد په نړیوال پنځوس اوریزو لوبو کې هم خورا زړه پورې لوبه کړې وه او که چیرې د سریلنکا د مشرانو لوبغاړو ښه لوبه نه واې نو شونې وه چې افغانستان سریلنکا ته ماتې هم ورکړې واې- د سریلینکا لوبډلې ته په کتو کرکټ پوهان د افغانستان سره د دغه لوبډلې لوبې ته خورا په تمه دي او د ملي ټیم خپل او نړیوال مینه وال د افغانستان د لوبډلې د بریا په هیله دي- خو بیا هم باید په یاد ولرو چې سریلنکا دا مهال د شل اوریزو لوبو د تیرې دورې اتله ده او ماتول به یې افغانستان دپاره دومره اسانه نه وي-
ملي ټیم د انګلستان پرضد هم یو ژوندې چانس لري- د انګلستان لوبډله ورو بالنګ دومره ښه نه لوبوي - دا په داسې حال کې ده چې روان جام د ورو یا سپن توپ اچونکو جام ګڼل کیږي او افغان لوبډله خورا تکړه ورو توپ اچونکي د ځان سره لري- د انګلستان پرضد پړه او مسولیت د توپوهونکو په غاړه ده او که چیرې ملي ټیم د انګلستان توپ اچونکو سره ښه سیالي وکړه نو ناشونې نه ده چې افغانستان به برلاسې وي- د غرب الهند جزایر یا ویسټ انډیز لوبډله بیا په شل اوریزو لوبو کې کله حیرانونکې او کله ډیره بې خونده لوبه کوي- دا لوبډله هم د سیاستونو ښکار ده او که چیرې زمونږ توپ اچونکي هغه لوبه چې وړتیا یې لري نندارې ته وړاندې کړي نو ویسټ انډیز لوبډله ماتول هم شونې ښکاري- دغه لوبډله ډیرې وخت د خپلو وروستیو بریدګرو توپ وهنکو باند تکیه کوي او که چیرې زمونږ توپ اوچونکي دغه بریدګر لوبغاړي مهار کړي نو ویسټ انډیز ستونزو سره مخ کیدې شي -ملي لوبډله چې له ټولو کمه د بریا تمه لري هغه د سویلي افریقا پرضد لوبه کې ده- دغه لوبډله خورا پیاوړې او له هره اړخه پوره ده- ملي لوبډله باید دوي سره د ځان دپاره د بریا نه هخوا وړې وړې موخې لکه په توپوهنه کې ښه لوبه، په ډګر ساتنه کې هڅه او توپ اچونه کې د ځان وړتیا وراندې کول دي وټاکي-
دا چې بریا زمونږ هیله او ارزو ده او غواړو چې ملي لوبډله ټولې لوبډلې ماتې کړي خو حقیقت مننه هم د لوبې څارلو اړین اړخ دې- د افغانستان ملي لوبډله چې په کوم لوړ نوم د لوبو بنسټیز پړاو ته ورغلې، دا زمونږ د ملي ټیم د نړیوال جام د ګټلو ترکچې بریا ده او که له دې وروسته هر ډول لوبه کیږي باید شته لاسته راوړنې له یاده و نه ویستل شي- د ملي لوبډلې ټول مینه وال اړ دي چې که ملي لوبډله ښه او یا که خرابه لوبه کوي ملاتړ یې وکي ولې چې لوبډلې وا د مخه زمونږ تمې ترسره کړي دي-
زمونږ ملي لوبډله زمونږ ویاړ دې!