د حکمتیار راتګ، اندېښنې او خنډونه

 
دا ځل د سولې بهیر بل ډول؛ خو سولې ته لېوالتیا له کلونو کلونو په هغه ډول ده چې له جګړې ستړی هېواد (افغانستان) او هېواد وال یې غواړي.
سوله با ارزښته نعمت، د یو هېواد بقا، بې سارې شتمني، د خوښیو سر چینه او د حواسو د ذکاوتیا ستر لامل دی چې له قرآني قوانیونو رانیولې، سیاسي، ملي او حتی تر پوځي بنسټونو او قوتونو پورې یې ټول د حق په سترګه ګوري او په خورا لېوالتیا یې هر کلی کوي.
افغان حکومت په کراتو د سولې د تامین هڅه کړې؛ خو په کراتو پکې پاتۍ راغلی دی. اصلي لامل یې د یوې نسبتاً بشپړې طرحې نه موجودیت، د جنګ د ښکېلو اړخونو بې ثباتي، د پردیو لاس وهنه او په ځانګړي ډول د موثرو هېوادونو د مرستو نه لاسنیوی دی.
دا چې د ملي یووالي د حکومت د سولې په اړوند دا وروستۍ طرحه څومره پر ځای ده، لا څرګنده نه ده؛ خو یو شمېر لاملونه شته چې هېوادوال د سولې د تامین لپاره ډاډمنولی او د هغوی د هیلو د پوره کېدو څرکونه ور مالومولی شي.
له یوې خوا که د سولې بهیر تر پخوا په جلا ډول یعنې د څلورو موثره اړخونو (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) په موجودیت کې پر مخ وړل کېږي، ورسره د هېواد په دننه ځینې په جنګ کې ښکېلې کړۍ هم د سولې کولو لپاره د زمینه سازۍ هر کلی کوي او له جګړې لاس په سر کېږي.
ښه بېلګه یې د حزب اسلامي د وروستۍ خپرې شوې اعلامیې منځ پانګه ده چې دغه حزب د سولې په اړوند د مخاخ خبرو لپاره د چمتووالي، د مخامخ ناستې او هېواد پالنې زیری ورکوي.
د انجنير حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له خوا په یاده اعلامیه کې ځکه د سولې د روان بهیر هر کلی شوی او د مخامخ خبرو لپاره د چمتووالي خبر ورکوي چې دوی سوله غوښتونکي دي او جنګ نه غواړي.
په اعلامیه کې د حزب د مشر له قوله زیاته شوې ده، په افغانستان کې هغه څوک جنګ خوښوي، چې له امریکا سره ګډ اهداف لري او د سولې مخالفت کوي. په دې کار سره دغه حزب غواړي، هېوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه کړي چې دوی سوله غوښتونکي دي او امریکا او په امریکا پورې تړلې ډلې جنګ خوښوي.
په اعلامیه کې دې حزب د امریکا له خوا د خپلو دوو غړو په تور لیست کې په شاملېدو او همدا راز د هغوی پر سر د پېسو اېښودل غندلي او زیاته کړې یې ده، کله چې دې ګوند غوښتل د سولې او ثبات لار غوره کړي واشنګټن ژر لاس په کار کېږي او د دې ګوند دوه تنه غړي په تور لیست کې شاملوي.
همدا راز یو شمېر په کور دننه رسنۍ دې چې د سولې د روان بهیر لپاره په یو ډول نه په یو ډول خنډونه رامنځته کوي او نه غواړي چې د ځینو ډلو او ټپلو لپاره د جګړې بازار له منځه ولاړ شي.
د هشت صبح ورځپاڼه د حکمتیار راتګ او د هغه وروستۍ پرېکړه بابېزه ګڼي او زیاتوي چې سوله باید له طالبانو سره وشي او حکمتیار اوس د طالبانو په ډله کې نه شمېرل کېږي.
ورځپاڼه د (مذاکره با حکمتیار سودی ندارد) تر عنوان لاندې په یو مطلب کې لیکي: سوله باید له طالبانو سره وشي او حکمتیار د طالبانو له ډلې وتلی سړی دی چې راتګ یې نه یوازې دا چې د سولې لپاره ګټه نه لري؛ بلکې ورسره خبرې د وخت ضایع کول دي. ورځپاڼه لیکي، کله چې په افغانستان کې د حکومت چارې د اسلامي امارت ډلې لاس ته ورغلې، حکمتیار ایران ته ولاړ، نه یوازې دا چې د سیاست له ډګره بېرون پاتې شو، ورسره د هېواد په تنه یې ګڼ پلویان له لاسه ور کړل. لس کاله وړاندې ارغندیوال ادعا کړې وه چې د حزب مخکښو غړو حکمتیار د ګوند له مشرتابه لرې کړی دی دا چې اوس د حکمتیار راتګ د رسنیو پام ځان ته اړولی دی، یوه مشهوره څېره ده چې رسنۍ یې یوازې د خبري پلوټن لپاره غوره کوي.
مطلب کاږي، کله چې په وسله وال طالبان د ټاکنیز بهیر د ګډوډولو هڅه کوي، حکمتیار د همدې ټاکنو له یو تن نوماند نه خپل ملاتړ اعلانوي، کله چې طالبان د سولې خبرې ردوي، حکمتیار بیا د اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې د سولې د خبرو لپاره د چمتوالي خبره کوي.
دا چې په مطلب کې له حکمتیار څخه د پښتنو، د کندوز ولایت د اوسېدونکو او نورو افغانانو د کرکې خبرې کېږي، په ټولنیزه شبکو کې د حکمتیار د راتګ لپاره هر کلی او له هغوی سره د افغانانو مینه هغه څه دي چې د حکمتیار راتګ د سولې د بهیر لپاره خورا ګټور ثابتولی شي او هغه اندېښنې چې ځینې شرپسنده خلک یې لري، د دې ډلې په راتګ سره به یې خولې بندې او د بې ځایه امتیاز اخیستلو مخه به یې ونیول شي.
که د سولې د روان بهیر څلور واړه اړخونه په صادقانه توکه د افغان سولې لپاره کار وکړي، پرته له شک چې سوله راتلونکې ده د دې لپاره چې د پخوا په پرتله پاکستان د سولې په بهیر کې دا ځل څه لا ډېر وړاندې شوی، چین چې د پاکستان له نېږدې ملګرو څخه برېښي له افغان حکومت سره پوځي او نورې وروستۍ مرستې یې هغه څه دي چې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له مخې غواړي په افغانستان کې ځان ښکېل کړي، پر پاکستان فشار راوړلی شي؛ څو په دې بهیر کې خپلې هڅې ته صادقانه او مثبتانه پایله ور کړي. له بلې خوا امریکا هم هغه څه چې په رسنو کې یې خپاره کړي او د افغان سولې په اړوند یې نظر جدي ښکاري، پر پاکستان او دوی سره د تړلو ډلو لپاره د فشار ډېره مهمه سرچینه ګڼل کېدای شي. حکمتیار او د وسله والو طالبانو یو تن مشر ملا محمد رسول چې د دولت په مخالفینو کې د پراخ نفوذ درلودونکي دي، د سولې په راوستلو کې مثبت رول لوبولی شي او سولې ته د باور ورکولو ښه بېلګه کېدای شي.
که څه هم چې افغان دولت د سولې د بهیر لپاره مخالفینو ته بلنه ورکړې، په څنګ کې یې ګواښ هم کړی، یعنې که کومه مخالفه ډله د سولې پر ځای جنګ انتخاب کړي، افغان حکومت تیار دی چې هغوی سره د زور او پوځ په ژبه وغږېږي.
د ملي یوالي بیلابېلو لوړ پوړو چارواکو په بېلابېلو څرګندونو کې ګواښ کړی چې که مخالفین د سولې د بهیر پر وړاندې خنډ جوړ کړي، ژر دی چې هغوی ته به د وسلې په زور ځواب ور کړل شي.
که څه هم د افغانستان لپاره د امریکا پخواني قومندان جنرال کېمبل ویلي چې روان کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره سخت کال ګڼل کېږي. د حکمتیار د حزب له خوا د خپره شوې اعلامیې له مخې امریکا د افغان سولې لپاره صادقانه کار نه کوي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې امریکا د افغان سولې لپاره خنډونه پیدا کوي چې ښه بېلګه یې د هغه وخت پېښه ده چې ملا محمد رسول د طالبانو د یو مشر په توګه د افغان سولې لپاره خوشبیني څرګنده کړه، اختر محمد منصور یې ګډون رد کړ او زیاته یې کړه چې د دوی شرطونه دې ومنل شي او له هغې پرته دوی د سولې په اړوند خبرو ته نه حاضرېږي. اختر محمد منصور وايي چې لومړی دې ټول بهرني پوځیان له افغانستان څخه ووځي، د امریکا له تور لیست نه دې وسله وال طالان وویستل شي او طالب بندیان دې خوشي شي.
د یادونې ده چې: د ملا محمد عمر له مړینې وروسته یې ډله په دوو برخو چې د یوې برخې مشري ملا محمد رسول او د بلې برخې مشري یې اختر محمد منصور کوي وېشلې ده.
دا چې د پاکستاني سپېشل فورس او هلیکوپټرو له خوا د هلمند په شینډنډ او د کونړ په دانګام کې بریدونه کېږي له یوې خوا وسله والې ډلې څپي؛ خو له بلې خوا د همدې وسله والو ډلو یوه برخه پیاوړې کوي او پنجابیان یې ملاتړ ته راولي، د سولې بیهر څومره زیانمولی شي او د چار کار بلل کېږي؟
د ملا محمد رسول د ډلې د ویاند عبدالمنان نیازي له قوله د هلمند په شینډنډ کې د ملا اخترمحمد منصور د ملاتړ لپاره په پاکستاني هلیکوپټرو کې د دوی د ډلې د څپلو لپاره پنجابیان ور وړل کېږي.
له بلې خوا په افغان خاوره کې د پاکستاني ځواکونو عملیات په ملي حاکیمت او ملي ارزښتونو تیری دی چې دا خپله د سولې لپاره خنډ ګرځېدلای شي.
دا چې ملا محمد رسول د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو تابیه نیسي، او په داسې حالاتو کې بیا د پاکستاني ځواکونو له خوا ځپل کېږي او په مقابل کې یې د یوې بلې وسله والې ډلې ملاتړ کېږي، او یا هم د حزب اسلامي دوه تنه وروسته له دې چې له جګړې څخه د لاس په سر کېدو خبره کوي په تور لیست کې نیول کېږي؛ د سولې په روان بهیر ناوړه اغېز ښیندي.
اوس ټولې هغه ډلې او کړۍ چې د امریکا او پاکستان لپاره کار کوي او هغه ډلې چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هلې څلې خپل مسوولیت ګڼي، لکه هنداره روښانه او جوتېږي. یعنې هغه ډلې چې واقعاً اسلام پاله او هېواد پاله دي سوله انتخابوي او هغه ډلې چې له دې دوو سترو ارزښتونو سره ټکر لري د سولې د بهیر پر وړاندې خنډ او یا د جګړې د دوام هڅه کوي.
که څه هم چې حکومت دا ځل د جګړې لپاره د تیاري خبره کوي، پکاره ده چې د امریکا په واسطه پر پاکستان فشار راوړل شي؛ څو د وسله والو ډلو له تقويې لاس په سر شي او د سولې میز ته یې را وبولي؛ که دوی (چین او امریکا) په رښتیا د سولې غوښتونکي وي.