ښځې یوازې درناوی غواړي

 
که انسان واحد وجود او مارغه وګڼو، نو ښځه او نارینه د دغه واحد وجود دوه لاسونه یا د همدغه مارغه دوه وزرونه دي. په بله مانا ښځه بې نارینه او نارینه بې ښځې نیمګړي دي. زه دا نه وایم چې ښځې ته دې هغومره ازادي ورکړل شي لکه اروپایي مېرمنې یې چې لري او نه هم د دې پلوۍ یم چې د افغاني ټولنې په څېر دې ښځې محکومې، محرومې او مظلومې وي.
که رښتیا او له زړه دا منو چې ښځه نیم وجود یا د ټولنې نیمایي ده، نو بیا ولې د هغوی پر وړاندې دغسې بې تفاوته، ظالم او جابر واوسو لکه چې یوو؟ د دې زیان موږ په خپله وینو، ځکه د هغوی د ژوند د اړتیاو او اسانتیاو او خدماتو بوج مو په خپله په غاړه اخیستی، مګر که د اسلامي او افغاني عنعاتو په چوکاټ کې مېرمنو ته د ژوند، زده کړو او کار حق ورکړو، نو څه تاوان به ولري؟
زه خو ښځو ته د دوی د حقه حقونو په ورکولو کې کوم باک او تاوان نه وینم، بلکې دا چاره نه یوازې د ښځو بلکې د نارینه واو په حقیقت کې د ټولنې او هېواد لپاره ګټوره بولم، ځکه مېرمنې کولی شي چې په ډېرو ستونزو او مسایلو کې خپلو نارینه و ته لاس ورکړي او مرسته ورسره وکړي.
دا کار له اسلامي پلوه هم کومه ستونزه نه لري، ځکه د اسلام په لومړیو کې بيبیانو په جهاد کې برخه اخیستې، د قران او احادیثو په زده کړه کې چې هغه مهال مروجه او یوازینۍ زده کړه وه په هغو کې یې برخه اخیستې او همدارنګه یې سوداګري هم کړې ده، نو چې څه دپاسه څوارلس سوه کاله دمخه د اسلام مبارک دین د حضرت محمد ص په حیات او زمانه کې مسلمانو ښځو ته د کار، ژوند او زده کړو حق ورکړی وو، نو نن ولې دا حق ورڅخه اخیستل کېږي؟
بله مهمه خبره داده چې افغان ښځو ته ډېرې ستونزې او حساسیتونه په خپله ښځو ایجاد کړي دي، په ځانګړي ډول لوستو ښځو. ځکه ځینې لوستې ښځې یا په شعوري او یا په غیر شعوري توګه له اسلامي او ملي ارزښتونو سره ډېر سطحي چلند کوي، مثلاً اکثره یې سرونه لوڅ کړي،  په بازار، ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو عامه ځایونو کې داسې لباس اغوندي چې نه یوازې له اسلامي بلکې له افغاني دود او کلتور سره هم نه ښایي.
کله چې کلیوال خلک دغه لوستې ښځې په دغسې لباس کې وګوري او یا د هغوی کړو وړو ته متوجه شي، نو فکر کوي چې که د دوی خور او لور زده کړې وکړي او یاورته ازادي ورکړي، نو وېرېږي چې له هغوی څخه به هم دغسې بلاوې جوړې شي، مګر که چېرې لوستې مېرمنې په داسې حجاب کې چې زموږ د ټولنې د کلتور او عنعناتو سره اړخ ولګوي ښوونځیو، پوهنتونونو او دفترونو ته لاړې شي او یا په بازار کې همدغسې منظم لباس واغوندي، نو باور دی چې د دوی پر وړاندې به هیڅ حساسیت او حسادت نه وي.
بله ستونزه د ښځو د حقونو د شعار ده، په ځانګړي ډول په راډیوګانو، تلویزیونونو او ځینو سیمینارونو کې د ښځو د حقونو د شعاري خبرو او اعلانونو د ګټې پرځای تاوان زیات دی، ځکه د ښځو پر وړاندې د خلکو حساسیتونه را پاروي.
نو زه وایم چې ښځې نور هیڅ نه غواړي. ښځې یوازې دا غواړي چې د دوی درناوی دې وشي او د دوی وجود دې د ټولنې د یو ارزښتناک موجود په توګه ومنل شي او له زړه څخه دې ټول په صداقت دا ومني چې ښځې د ټولنې مهم وجود دی او له دوی پرته هم ټولنه، هم ژوند او هم نارینه نیمګړی دی.