د عالي نباتاتو  اناتومي، مارفولوژي او ایمبریولوژي درسي کتاب چاپ شو

  
لیکوال :  پوهنوال نسیم ګل توتاخېل
   دا کتاب، د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي څانګې استاد پوهنوال نسیم ګل توتاخېل د بیولوژي څانګې د دوهم کال د وروستي ( مني ) سمستر له پاره په روانه او ساده پښتو ژبه تالیف کړی دی .
  د کتاب منځپانګه، د هغه تحصیلي نصاب ( Curriculum ) او مفرداتو په پام کې نیولو سره تدوین شوی، چې په لومړي سر کې د جرمني د ( بُن ) پوهنتون او بیا وروسته د هندوستان د ډهلي پوهنتون او همدارنګه پخپله د بیولوژي څانګې استادانو په ګډو هلو ځلو سره جوړ؛ د لوړو زده کړو وزارت د واکمنو مقامونو له خوا منل شوي او دا دی د عمل په ډګر کې پلي کېږي .
  له نېکه مرغه د لوړو زده کړو وزارت، د هېواد په کچه د ټولو پوهنتونونو، پوهنځیو او څانګو د درسي کتابونو د تالیف لپاره تحصیلي نصاب او مفردات توحید کړي دي . د دې خبرې مانا داده، چې هر نوی تالیف شوی کتاب او له هغې جملې څخه پورتنی کتاب د ټول هېواد په پوهنتونونو، پوهنځیو او اړونده څانګو کې د تدریس وړ دی او تر پنځو کلونو پورې د نوي موازي کتاب اړتیا نشته . د ټول هېواد اړونده پوهنځي او ځانګې کولای شي، د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي څانګې او مولف په اجازه د دې کتاب سافټ (Soft) کاپي تر لاسه او د خپل ضرورت په اندازه یې چاپ کړي .
  د کتاب مولف د پورتني مضمون ۱۵ ـــ ۲۰ کلنه د تدریس تجربه لري او د خپلو لکچر نوټونو سر بېره یې له لاندې نوو او تازه سر چینو څخه هم ډېر کار اخیستی دی :
۱ ـــ  د هند په ډهلي پوهنتون کې لومړی ۲۰۰۸ ـــ ۲۰۰۹ او دوهم وار د ۲۰۱۲ کال، هر ځل د دوه نیمو میاشتو له لکچرونو، کنفرانسونو، مسلکي موزیمونو، تجربو او سیمینارونو څخه په ګټې اخیستنې سره ؛
۲ ـــ د جاپان په توکیو او کیوتو پوهنتونونو کې د علمي کنفرانسونو، تجربو د تدریس      لارو ـــ چارو، علمي موزیمونو له لیدنو ـــ کتنو څخه ؛
۳ ـــ د ډهلي پوهنتون د پوهانو په مشوره د ډهلي د مرکزي کتابتون په اجازه د نوو او تازه چاپ شوو اثارو له فوتو کاپیو څخه ؛
۴ ـــ د جرمني له مونشن ښار څخه د دوستانو په مرسته د نوو اثارو تر لاسه کول ؛
۵ ـــ د امریکې له بوستون څخه د نوو علمي اثارو تر لاسه کول ؛
۶ ـــ په کابل کې د امریکې له فرهنګي مرکز ( Asia Foundation ) څخه د تازه، ښایسته اثارو څخه ؛
۷ ـــ د دغو پورتنیو یاد شوو اثار په ګډون، ټول ټال د ۶۱ پښتو، دري، جرمني او انګلیسي ژبو اثارو او انټرنټ څخه ډېره ګټه اخیستل شوې ده .
د دې کتاب ځانګړتیاوې
الف : د افغانستان په کچه دا لومړنی اثر دی، چې د عالي نباتاتو د اناتومي، مارفولوژي او ایمبریولوژي په هکله لیکل کېږي .
ب : د افغانستان په کچه دا لومړنی اثر دی، چې د عالي نباتاتو د اناتومي، مارفولوژي او ایمبریولوژي په هکله په پښتو لیکل کېږي .
ج :  کتاب نه یوازې په پښتو ملي او رسمي ژبه لیکل شوی، بلکې تدریس یې هم په پښتو کېږي. په دې ترتیب سره اوس اوس پښتو هم تر یوې اندازې پورې علمي او اکاډمیک چاپېریال ته ننوتلې ده .
د : کتاب په ترتیب سره له پیلامې، لیک لړ، سریزې او له عمومي اهمیت څخه سر بېره په دریو بېلابېلو برخو او پنځلسو څپرکو کې ځای پرځای شوی دی . د کتاب په اوږدو کې ۲۱۳ انځورونه، ۱۷ جدولونه، د انځورونو لیک لړ، اخیستنې او په پای کې د مولف علمي اثار او همدارنګه په ټولنیز ډګر کې د ده له لاسته راوړنو څخه ډېره لنډه یادونه هم شوې ده. دا ښیي چې توتاخېل د علمي او اکاډمیک فعالیت تر څنګ په ټولنیزه او سیاسي برخه کې هم په موازي ډول کارنامې ترسره کړې دي . کتاب په (   ۳۸۳    ) مخونو پای ته رسېږي .
د کتاب نیمګړتیاوې
  دا طبیعي خبره ده، چې هر لومړنی کار لږې یا ډېرې نیمګړتیاوې لري، ښکاره خبره ده، چې دا کتاب هم له چاپي او غیر چاپي نیمګړتیاوو څخه خالي نه دی . د کتاب چاپ تور او سپین دی او د کابل پوهنتون په مطبعه کې چاپ شوی دی . له همدې امله ځینې جدولونه او انځورونه لږ تت ښکاري . خو هوډ لرو، چې که خدای کول په رنګه چاپ کې به دا ټولې نیمګړتیاوې لرې شي .
د منځپانګې په اړه د لاتین، علمي او مسلکي لغتونو او اصطلاحاتو لپاره مناسب د پښتو نوم او اصطلاح پیدا کول هم آسانه کار نه دی، خو دغه نیمګړتیا به هم انشاءالله په راتلونکو چاپونو کې په پام کې ونیسو . له ښاغلو لوستونکو څخه هیله کېږي، چې خپل وړاندیزونه د نوي چاپ لپاره په دغه پته را ولېږي : tutakhail@yahoo.com . موږ مخکې له مخې له دوی څخه مننه کوو.
                                                 
په درناوي
مولف