
یوکس دبل کس سره،یوه کورنۍ دبلې کورنۍ سره، یوه ټولنه دبلې ټولنې سره،یوه سیمه د بلې سیمې سره او یوهیواد دبل هیوادسره چې کومې اړېکې پالي دغو اړیکوته ټولنیزې اړېکې وایې.
په تیرولسیزوکې به خلکوټولنیزې اړېکې ډیري اوښې پاللي خونن سبا دروانوحالاتو دوجې په ټولنیزواړېکوهم منفي اثر شوی دی او ډیري نه پالل کیږي.
نن سبا د هرکس ښادي خپله ښادي وي او هم يې غم خپل غم وي،هرکس خپل بارخپله کشوي اودځان ځانۍ په ناروغۍ اخته شوي دي.
کله چې په کومه ټولنه کې ټولنیزې اړیکې نه پالل کیږي په هغه ټولنه کې یوبل ته په سپک نظرکتل کیږي،هلته مینه محبت نه وي ،یودبل سره کینه اوحسدکیږي اوپه هغه ټولنه کې مړی اوژوندی هم ښه نه ښکاري.
که چیري ټولنيزې اړیکې وپالل شي ډیري ګټې لري ؛یوه ګټه يې دا ده چې دخلکوترمنځ به راشه درشه ډیره شي،اتفاق اواتحاد به رامنځ ته شي،ډیر درانه کارونه به په اسانۍ سره ترسره کیږي ،مړی اوژوندی به ښه ترسره کیږي،ددې خبروترڅنګ دخلکوترمنځ مینه اومحبت پیداکیږي اوکینه اوحسد ورسره له منځه ځي.
ټولنیزې اړیکې اقتصادي ګټې هم لري مطلب که په یوه کورنۍ کې غم یاښادي پیداشي ددوي سره داړیکوپالونکي به دغې کورنۍ ته ځان سره ځیني سوغاتونه راوړي چې داهم داړیکوپالل دي او هم دغې کورنې ته ورڅخه اقتصادي ګټه رسیږي،همداشان ټولنیزې اړیکي دامنیت په راوستلوکې هم ډیرمهم رول لرلی شي.
پښتوکې یومتل دی (په یوګل نه پسرلی کیږي).
نوپه په دي متل کې هم دټولنیزواړیکوپاللوته اشاره شوي ده،کله چې یوڅوک ښې اوډیري ټولنیزې اړیکې ولري؛ نودهغې کورنۍ مړي اوژوندي ته به خلک ډیر راځي،په غم به ټول خفه او په خوښیوبه ټول خوشحاله وي.
همداشان داسلام یوحکم هم دی الله پاک په قرانکریم کې فرمایلي ( مسلمانان سره ورونه دي).
څنګه چې اسلام دمسلمانانو دوروګلوۍ امرکړی دی نوټولومسلمانانوته پکاردي چې یو دبل سره ورورګلوي وکړي اوټولنیزې اړیکې وپالي اودټولنیزواړیکوپه پاللوسره به هم اسلامي اصولوته درانوی شوی وي او هم به یوه باامنه اودخوښیوډکه سیمه ولرو.