
داسی اوازې او ګنګوسې اوریدل کیږی،چې د امریکا په لاس جوړ شوی دوه سری حکومت له نږدې یو نیم کال ورسته هم کومه مثبته نتجه ورنکړه نو ځکه اوس امریکا غواړی چې بله ناکامه تجربه پر افغانانو وازمویی تر څو په نتجه کی د اجرایه ریاست لغوه ډاکټر عبدالله د پخواني او برحاله جګړمار دوستم د لومړۍ مرستیالۍ پر چوکۍ کشیناوی.
که دا خبره رښتیا وی نو د ټولو افغانانو په ځانګړی ډول د اشرف غنی لپاره به یو بل تور داغ هم د تاریخ پاڼی ته وسپارل شی همدارنګه به مو نړۍ ته په ثبوت رسولی وی چې موږ افغانان هیڅ هم نه یو او هیڅ هم نه شو کولای دا یوازی امریکا ده چې موږ ته روزی راکوی، زموږ مرګ ژوند یی په لاس کی دی، همدارنګه دا امریکا ده چې پر افغانانو کله اسمان شین او کله هم وریځ کوی.
موږ د امریکا دا دوهم مډل حکومت لکه چې دوه سری حکومت مو له اولی ورځی د هیواد او ولس په ګټه نه دی بللی، په ګټه نه بولو او نه به په ګټه تمام شی. دا ځکه چې د عبدالله عبدالله راوستل د لومړۍ مرستیالۍ چوکۍ ته به بیا د اشرف غنی او عبدالله تر منځ ورته اخ و ډب وی لکه دا یو نیم کال یی چې په کاش او ګیر سره تیر کړل، چې تر اوسه یی لا کابینه هم نه ده پوره شوی، ورته کاش او ګیر به ځکه وی چې عبدالله به همهغه د پنځوس سلنی د ویش له مخی د دوستم چوکۍ اشغالوی.
دا په خپل ذات کی بیا د یو ضعیف او ناتوانه حکومت جوړول دی تر څو د امریکا د تاسیر لاندی امریکا وکولای شی چې خپلی پروژی په افغانستان کی پلی کړلای شی. ایا امریکا نه شول کولای چې په افغانستان کی یی د همهغی اولی ورځی د یو قوی مرکزی حکومت په جوړولو کی مرسته کړی وای؟ کولای یی شول خو نه یی غوښتل اوس هم نه غواړی.
زموږ وړاندیز اشرف غنی ته همهغه پخوانی دی چې په وار وار مو ترینه غوښتنه کړی هغه دا چې تاسو اشرف غنی ته په پکار ده د افغانستان د اساسی قانون له مخی قاطع او رغنده اجرات وکړی هغه صلاحیتونه چې د افغانستان اساسی قانون درکړی ترینه ګټه پورته کړی، اجرایه ریاست لغوه عبدالله عبدالله چېرته په لوړه یا ټیټه چوکۍ د حکومت د یو مامور په صفت وګماری.
او که بیا دا کار نه شی کولای بیا نو دا ټول حکومت هغه ته پریږدی عبدالله پوهه شه امریکا یی پوهه شه او که دا هم درته مناسب عمل نه ښکاری بیا نو د نویو ټاکنو لپاره نوی نیټه وټاکی له سره د ټاکنی وشی.
خو د نوی ماډل حکومت څخه په کلکه ډډه وکړی دا ځکه چې نتجه به یی همدغه وی ولی بی شرمی به یی څو چنده ډیره وی او دا ټوله بدنامی به ستاسو غاړی ته دراچول کیږی تاسو به ملامت واست.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
14/04/2016