
هنري نثر
ليکوال : ګل رحمان رحماني
دمينې داظهارلومړۍ شېبې دهرمين په زړه دکاڼي دکرښې په څېرپاتې وي اوددغه سپېڅلوشېبوخماراوسرورکله هم په اسانۍ دچاله ذهنه نه وځي ماچې کلاستا په وړاندې دلومړي ځل لپاره دمينې داظهارجرئت وکړنوهغه شېيبه زه په دغه نړۍ کې نه وم داسې راته ښکارېده لکه په هواچې روان وم اوقدمونه مې په ځمکه نه نښلي داهغه شېبې دي چې دډېروزړوروانسانانوزړونه پې بې واکه درزېږي زماپه ژبه دسکوت مهرلګېدلى وو هغه رنګين الفاظ اوخبرې چې ما ددغه رنګينې شېبې لپاره په خيال کې راغونډې کړې وې په ژبه مې وچې شوې، لکه څنګه چې په تندې وهلې دښته کې دللمې فصل دباران دورېدوپه تمه وچېږي همداسې زما خبرې ستاد رعب اوعظمت وړانګودسترګوپه رپ کې وسېزلې .
داشېبې له سوز، ښکلااودومره رعب ډکې وي چې دنړۍ پادشاهانوبه په خپله پادشاهۍ کې هم نه وي ليدلې .
دادرد لکه مينه اوبيلتون په دې نړۍ کې له انسان سره يوځاي پيداشوى .
په يوپيغمبرباندې دکوم الهي الهام اووحې نازلېدل له دغه شېبې نه ذره هم توپيرنه لري . ماددغه شېبې تېرولووروسته ډېرڅه وپېژندل اوپه ډېروپټوخبرو وپوهېدم ماانسانان ده همدغه شېبې وروسته وپېژندل اودنړۍ دښکلاپېژندلولپاره مې هم په همدغه ورځ له سترګو پردې لرې شوې .
اوس زه له تانه هم دهمدغه شېبوسره زياته مينه لرم ځکه داهغه شېبې دي چې کله هم دهېرېدونه دي اوزه يې هغه مهال ستا حضورته ورسولم چې ترمنځ مو دغرېواوتکلف ولاړې هندارې ماتې شوې .
٢٩\\١٢\\١٣٨٧
ننګرهار ، افغان مينه