د کرزي بدلون اوغبرګون

 
 که خدای کول، دا ځل به نو وطن امن او زرغون شي. کس په کس به غرض نه وي، غله دانه به هم پرېمانه شي او هر سړی به په خپل کار بوخت شي، ځکه ایله بیله چې کرزي صاحب د پاکستان بریدونه غیر قانوني او په افغانستان څرګند تېری وباله. کرزي صاحب د دغه تېري له امله نړیوال ملامت وبلل، دلیل یې دا و چې نړیوال دې له افغانستان سره د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې د افغانستان دفاع وکړي او د پاکستان له تېري څخه دې وژغوري.
کرزی صاحب بختور دیارلس کاله د همغو بهرنیانو له برکته چې دی یې نن ملامتوي زموږ بدبختوجمهور رئیس وو. د ده په دیارلس کلنه دوره کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور د اوسني شمېر په پرتله فوق العاده زیات وو، مګر هغه مهال ولسمشر کرزي دغسې غبرګونه نه ښوده، ځکه چې پر افغانستان د پاکستانیو راکټونو بریدونه د همده په بدمرغه واکمنۍ کې پیل شو او هره ورځ به د پاکستانیو پوځیانو سلګونه راکټونه د افغانستان په پاکه خاوره رالوېدل.
کرزی صاحب ځکه هغه مهال غلی وو، چې نظام ته خطره پېښه وه هغه ته یوازې دا مهمه وه چې څنګه خپلې حکومتوالۍ ته دوام ورکړي. نوموړي نه یوازې په خپله د پاکستان پر وړاندې غبرګون نه ښوده، بلکې نور یې هم دغه غبرګون ته نه پرېښودل او که به چا دغسې غبرګون ته زړه ښه کړ، نو د جنرال امین الله امرخېل په برخلیک به یې اخته کړل.
جنرال امین الله امرخېل چې هغه مهال د هېواد په ختیځ کې د حکومت قوماندان وو، نو همغه مهال یې له رسنیو سره په مرکو کې د پاکستان پر وړاندې توند غبرګون وښود. جنرال امرخېل وویل ، دوی د پاکستانیو پوځیانو جسدونه د جګړې له سیمې موندلي، د هغوی وسلې یې ترلاسه کړي او نور ګڼ ثبوتونه لاسته ورغلي دي، مګر له همدغو څرګندونو وروسته حامد کرزي جنرال امرخېل له دندې لیرې کړ او په کور یې کېناوه.
ځکه کرزي صاحب تل پاکستان ته د خپل دویم کور خطاب کاوه، کرزي صاحب ویل پاکستان یې د هجرت دویم کور دی. نوموړي د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین ناشونی باله او هغه به تل پاکستان ته عذرونه او زارۍ کولې چې طالبان له ناړامۍ او له حکومت سره د دښمنۍ له دریځ څخه واړوي، خو پاکستان ته د کرزي عذرونو، زاریو او غوړه مالیو د توت هومره ارزښت هم نه درلود، ځکه ګټې یې په طالبانو پورې تړلې وې او طالبان هم دومره لېوني نه وو چې په خپل سر دې بې ګناه خلک شهیدان کړي، خپل هېواد دې ویجاړ کړي او له خپل ولس سره دې دښمني وکړي، خو د پاکستان په لمسون یې دا هر څه ترسره کول.
کرزی صاحب د پاکستان په عشق او محبت کې دومره ډوب وو، چې یوه ورځ یې په واز کومي وویل، که هر بهرنی هېواد پر پاکستان برید او تېری وکړي نو زه (حامد کرزی) به د پاکستان تر څنګ ودرېږم او د هغه هېواد په خلاف به وسله واخلم.
خو د کرزي صاحب پروني دریځ ۳۶۰ درجې بدلون وموند او دغه بدلون یې حیرانونکی نه دی، ځکه د کرزي صاحب دریځ د کرزي صاحب په شخصي ګټو پورې تړلی. پرون چې نوموړی د افغانستان ولسمشر وو، نو که یې ګټې له پاکستان پورې تړلې نه وې، خو د جدي تهدید احساس یې ورڅخه کاوه، نو ځکه یې له نرمۍ او غوړه مالۍ کار اخیست، خو نن چې کرزی صاحب له واکه لیرې دی، نو هغه تهدید یې چې له پاکستان څخه پرون احساساوه، نن یې نه احساسوي.
نن د کرزي صاحب ګټې په هندوستان پورې تړلي، ځکه کرزی صاحب د واک او ولسمشرۍ له ورځې څخه د پیسو په بوجیو روږدی دی او بې بوجیو یې ګوزارن سخت دی. د هندوستان یې کور ودان چې لا زموږ په پروني ولسمشر د پیسو کرم کوي او په بوجیو بوجیو یې ورکوي، ځکه نو کرزي صاحب هم ایله بیله د پاکستان پر وړاندې خپل سکوت مات کړ او پر افغانستان د دوی راکټي بریدونه یې تېری وباله، خو پاکستان ته به دا سخته وي چې کرزی صاحب دې د هندوستان له ملګرتیا څخه واړوي، ځکه د هندوستان پر وړاندې د پاکستان امکانات محدود دي او د کرزي صاحب د نازولو په سیالۍ کې پاکستان د هندوستان پر وړاندې بایلونکی دی.