د اتلولۍ ګام

 
د افغانستان نظامي اکاډمي په اتمه دوره کې ۵۴۹ ځوان افسران فارغ کړل چې ۱۳ تنه یې نجونې وې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم  په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته ورغلی او هلته یې مفصله وینا هم وکړه. نوموړي د وینا پرمهال د دغو ځوانو افسرانو فراغت د افغان ځوانانو د اتلولۍ ګام وباله.
افغانستان په جنګي حالت کې قرار لري او له همدغه حالت څخه یو شمېر ځوان نورو وطنونو ته په تېښته کې دي، چې اروپایي او نورو بهرنیو هېوادونو ته په خطرناکو لارو پناه وروړي، خو له بلې خو ګڼ ځوانان په همدغو سختو شرایطو کې نظامي زده کړې کوي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې ځانونه تنظیموي او د هېواد د دفاع په خاطر د جنګ، ژمنتیا، وفادارۍ، سرښندنې، مبارزې او د خلکو د حفاظت او ساتنې نظامي دریشي په تن کوي، نو په رښتیا هم دا د مېړانې او اتلولۍ ګام دی.
ولسمشر غني یادې غونډې ته د وینا پرمهال د همدغو ځوانانو او په ځانګړي ډول د ښځینه افسرانو کورنیو ته د درناوي په دود خپل لاس په سینه کېښود او د هغوی مننه یې ادا کړه. هغه وویل، ستاسو کورنۍ د افغانستان راتلونکي  ته هیله منې دي، ځکه یې نو د خپل زړه ټوټې (لوڼې او زامن)  په ډېر ویاړ او ډاډ د خطر  او په عین حال کې د ملي ناموس د ساتنې ډګر ته وړاندې کړي دي.
جمهور رئیس د خپلې وینا پرمهال د افغانستان نظامي اکاډمي د سیمې په کچه بې سارې وښودله. د بې سارېتوب یو څرګند ثبوت خو یې دادی چې له همدغې اکاډمۍ څخه فارغ شوي افسران په ټول قوت، مېړانه او زړورتیا د نړیوالې او سیمه ییزې ترهګري پر وړاندې جنګېږي. د خپل هېواد، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ارزښتونو او خپلو هېوادوالو د ساتنې، پالنې او دفاع په موخه شپه او ورځ ټینګه مبارزه کوي.
د افغانستان د نظامي اکاډمۍ افسران د نورو هېوادونو د نظامي اکاډمیو په څېر یوازې د جګړې او مبارزې نظري درسونه نه وایي، بلکې تر څنګ یې عملي مبارزه هم کوي او مخ په مخ له دښمن سره جنګېږي، له همدې امله زموږ د نظامي اکاډمۍ افسران له نورو څخه زیات زړور، مسلکي او مېړني دي.
تېرکال په داخل او بهر کې اکثرو دا تبصرې کولې چې راتلونکی کال به د افغانستان لپاره سخت وي او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دښمن پر وړاندې روانه جګړه وبایلي، سږکال بیا هم عیني تبصرې کوي چې راتلونکی کال به سخت خونړی کال وي، مګر لکه څنګه چې تېرکال زموږ اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان دښمنان وځپل او د افغانستان په پاکه خاوره کې یې له هغوی څخه ډېرې سیمې ونیولې او د داخلي او خارجي مبصرینو تبصرې او وړاندوینې یې غلطې ثابتې کړې، نو باور دی چې سږ کال به هم همداسې وشي.
سږکال به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تېر کال په پرتله په لا ډېر قوت او شجاعت د افغانستان د خلکودښمنان وځپي او د افغانستان له خاورې به یې نابود کړي، ځکه چې سږکال زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو نظامي او مسلکي وړتیاوې د تېر کال په پرتله لا ډېرې غوړېدلي او د تجهیزاتو له پلوه هم هلیکوپترې او نورې پرمختللې وسلې په واک کې لري.
د دې ټولو تر څنګ تر ټولو مهمه داده چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې مبارزې لپاره یوه قوي انګېزه لري او هغه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانستان د خلکو او د ملي ارزښتونو دفاع ده. زموږ د امنیتي ځواکونو مبارزه برحقه مبارزه ده، د دوی جګړه د باطل پر وړاندې د حق مبارزه ده، دا چې حق تل پر باطل بریالی وي، نو ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه هم په دغه مبارزه کې بریالي دي او بریالي به وي.
د دې تر څنګ د هېواد رهبري په ځانګړي ډول د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني همېشه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پالنې، درملنې، خوړو، تجهیزاتو، امتیازاتو او نورو مسایلو ته ځانګړې پاملرنه کوي. هر وخت د دوی د سرښندنو او اتلولیو یادونه او ستاینه کوي او په دې ډول دوی ته عالي روحیه او لوړ مورال ورکوي، ترڅو په همدغه لوړ مورال د دښمن پر وړاندې خپله مبارزه جاري وساتي.