بهرامچه یا برابچه ؟

 
تیره ورځ مې په لمړي ځل داسې ویډیو ترسترګو شوه چې پاکستاني فوځیان په خورا سپین سترګۍ سره تحرکات کوي او . . . .
دې قیصې ډیر حیران پدې کړم چې څنګه دې یوغلام ملك د افغان ملت  خاوره داسې په سرو سترګو اشغال کړي سره له دې چې په سیمه کې د افغان دولت څلورګونه قواوې هم تګ راتګ کوي .
بیا پدې فکر کې شوم چې د افغان دولت عساکر كه څه احساس به لري خو مشرتابه یئ خورا بې احساسه او تر ډیره پنجاب  دوسته ده هسې نه خدای(ج) مکړه د کومې معاملې ښکار شوې نه وي .
نو مې له ځانه سره کړه چې ځه د هیواد بل مدافع ځواك هم لرو که ظاهرا پرې د پاکستان تور پورې ده خو په حقیقت کې یواځینی څوک ول چې پاکستان ته یئ په زغرده ځواب ورکړ .
او سره له دې چې له کمو امکاناتو پراخو ګواښونو ، ننګوونو سره مخ ؤ، خو د یوې لویشتې سودا یئ هم له چا سره ونکړه .
نو هغوی خو هم سیمیز واک،اوځواک لري ؟
نو مې د سیمې له یو شمیر خلکو سره تماسونه ونیول چې هغوی دا خبر قطعا رد کړه . حیران شوم چې دا کومه لوبه روانه ده .
نو مې د ګوګل  نقشه وکتله.
نقشه کې دوه ځایه پورتني نومونه په نظر راغلل چې یو #برابچه اوبل #برامچه ؤ .
لمړنۍ سیمه د پاکستان موقعیت ښودل کیده او
او دوهمه بیا د افغانستان سیمه  ښکاریده نو دې لوبې وروسته تر هغې یقیني کړم چې تصویر کې دپاکستاني فوځ دجشن ځای #برابچه لیکلی وو خو د پژواک په ګډون ډیرو رسنیو داسیمه د بهرامچه په نامه ونوموله وروسته مې لاخپل سیمیز تحقیقات وغځول او دټولنیزو رسنیو په مټ مې د مقبوضه سیمې اوسیدونکي پیدا کړل.
هغوی داسې وضاحت راکړ 
‹څه وخت مخکې داسیمه دبلوڅو مبارزینو په ولکه کې وه له څو ورځو راپدې خوا پاکستاني فوځ تر خپلې ولکې لاندې راوستلې او دا خوښي هم له همدې امله وه›
ولې دومره پراخ دروغ؟ 
افغان دولت چې کله د طالبانو پریکنده ځواب ولید او دڅلورګونې لوبې ټول منترونه یې موسوي، طالبي اعجاز په یوه اعلامیه منځه یوړل نو یې د دې ویدیو څخه د ولس پارونه او تبلیغاتي هڅه مقصود وو 
پدې معنا که طالب واکمن شو داسې پنجابیان به د افغان خاوره تر سیطرې لاندې راولي نو که ولس لاس په کار نشي ښایې داسې غیرمترقبه څه منځ ته راشي 
سره له دې چې دټولپوښتونو په اساس  دپاکستان یواځنی لاسپوڅی دولت ګډوله نظام ښوودل شوی 
له بلې خوا بعضې دحکومت سیاسي مخالفانو داښوودله چې دحکومت بې کفایتي د پنجاب تر ډاګیز یرغلل رارسیدلې تعریف کړي
خو داهرڅه نه یواځې محال او غیر متوقع ؤ بلکه عام اولس په همدې معامله ګر دولت اوس بدبین دی چې هسې نه ارګ میشتو کومه داسې سودا نه وي کړې
ځکه له وروستیو راپورونو څرګندیږي چې افغان دولت د پاکستان په غوړو وعدو دې ته راضي شوی ؤ چې د ډیورند کرښه امضا او دا تاریخي شرم نور په ځان وتپي
همدې طالبانو پاکستان ته د لویشت ځمکې اجازه د خپل حکومت ترپایه ورنکړه  خو د ګډوله ادارې او ترهغه مخته فاسد نظام وختونو کې پاکستان په لسګونه کیلو مترونو مخته راتګ وکړ چې نه یواځې چا یې مخه ونیوله بلکه اوس هم د دروازو جوړولو په هڅه کې دي 
چې هیڅ چارواکي پرې حتا اندیښنه هم نده څرګنده کړې