
دا خبره د امریکا سره د دوستی ورسره د دوه اړخیزه همکاری بیا د تړون په لاسلیک کولو همدارنګه د دوی د اوږد وخت لپاره په افغانستان کی د پاتی کیدلو په هکله رایاده شو.
امریکا د افغانستان ولس په ځانګړی توګه زموږ سیاستوال غولوی ورسره دوه مخی سیاست پر مخ وړی.
هغه داسی چی نه د افغانستان ملی اردو او نه هم ملی پولیس په هغه اندازه تقویه کوی چی د هر تیری کونکی پر مقابل کی د افغانستان څخه په سمه توګه دفاع وکولای شی او نه یی خپلی مخی ته پریږدې. بس د مټې او تیر تر منځ یی افغانستان د افغانستان ولس په ځانګړی توګ افغان سیاستوال را ایسار کړی دی.
موږ باور لرو چی که امریکا د زړه نه د افغانستان سره مرسته وعواړی، وکړی، ډیر څه کولای شی ویی کړی.
اول دا چی امریکا کولای شی چی افغان ملی اردو او ملی پولیس په عصری وسلو سمبال کړی هوایی قوه یی فعاله کړی او د لوجیستکی په برخه کی ورسره پوره همکاری وکړی او بیا د خپلو مرستو پوره څار وکړی پری نه ږدی چی همدغه مرستې غله خپلو کورونو ته یوسی.
دوهم دا موږ باور لرو چی امریکا کولای شی چی په پاکستان فشار راوړی تر څو یا د حکومت مخالیفین د سولی میز ته راولی او یا یی ځالی له منځه یو سی کومی چی په پاکستان کی همدا اوس موجودې دی.
نو کله چی امریکا نه عواړی په پورته برخو کی چی یادونه یی وشو د افغانستان سره مرستې وکړی له دغه ځایه داسی مالومیږی چی همدا امریکا ده چی افغانستان یی قصداً د مټې او تیر تر منځ ورکړی دی، قصداً عواړی په افغانستان کی همداسی یو حالت راولی کوم چی روان دی دا ځکه چی د امریکا ګټی په همداسی حالت کی ساتل کیږی که چیری په افغانستان کی سوله راشی دوی نه شی کولای چی خپلو مخو ته ورسیږی.په همدې اړه دوه کاله وړاندې موږ یوه لیکنه لیکلی وه چی دلته(http://www.graanafghanistan.com/?p=63263) یی لوستلای شی. خلاصه دا ګی امریکا اوبه خړی ساتی ماهیان نیسی.
نو څه باید وکړو او یا افغان سیاستوالو ته څه کول په کار دی؟
اول باید افغان سیاستوال د ټولو خپلمنځی شخړو یو او بل ته تیر شی په ریښتنی ډول ملی یوالی رامنځ ته کړی شخصی ګټی شا ته وغورځوی د افغانستان ملی ګټو ته په ګډه کار وکړی. ورپسی د امریکا پر سیاست او پر دوستۍ یی چی د افغانستان سره یی کوی ژور فکر وکړی او دا پیدا کړی چی رښتیا دوستې کوی او کنه موږ غولوی؟
همدارنګه افغان سیاستوال پدې باندې باید فکر وکړی چی ایا دا هر ورځ چی زموږ ملکی او نظامی خلک وژل کیږی پدې دوستۍ ارضیږی چی امریکا یی زموږ سره کوی؟
وروسته له هغه چی افغان سیاستوال لومړۍ سره یو شی بیا ملی ګتو ته ژمن شی ورپسی د امریکا د دوستۍ په اصل مطلب پوه شی بیا کولای شی چی د امریکا سره په همدې اړه خبری وکړی او امریکا ته قنعات ورکړی.
او که نه افغان سیاستوال دا پورته کارونه نه شی کولای بس د خپل موقف او د خپلی چوکۍ د ساتلو په غم کی وی نه د ولس غم ورسره وی او نه هم د ملی اردو او ملی پولیسو چی هر ورځ په لسهاوو شهیدان کیږی بیا خو نو ولس ته پکار ده چی د خپل ځان غم پخپله وخوری په هر ډول چی کیږی دا تش په نوم سیاسون د یو ملی قیام په نتجه کی له منځه یوسی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
07/03/2016