له دردونوډک خوبونه

هنري نثر
ګل رحمان رحماني
     زه دخپلوخوبونودتعبيرلپاره ډېرولرو سمندرونو ته لاړم چې هلته په يوازېتوب کې دناليدلو سمندرونو له مستانه څپو سره خپل خوبونه شريک کړم او د الهام په سمندريزو چېنو کې خپله مرګونې تنده ماته کړم خوله بده مرغه چې زه هم هغه شان ګونګ اوبې ژبې ولاړوم لکه څرنګه چې ستا په حضورکې ستادليدوپه مهال ودرېږم اوساه مې بنده بنده کېږي څوڅوځله مې نيت وکړچې دخوبونوپه ځاى خپله ديوخوب غوندې دغه وژونکوڅپوته ځان ګذارکړم خوهرځل يوه غيبي لاس له شا راونيولم او يو ناشن اغږ به راته مخامخ شو.......
                      نه دايې لاره نده!
          ستاخوبونه د يو لوړکمره په ډډ دګلونو غرنۍ سرۍ ته ورته دي چې له رنګونو او وږمو ډک دي خوله خوشبويۍ  يې ېوازې غرنۍ هوا ا وسيلۍ خوند اخلي خوکه کومه څانګه يې ددغه کلي دشپونکې لاس ته ورشي نو سبا به ټول کليوال دهمدغه سرۍ په لور را روان وي دغه غيبي اواز زما زړه ته ښکته شو خوزما خوبونه رښتيا هم تر اوسه يوازې زما لپاره ښکلي وو اوکه چاته يي بيان کړى شم نوبيابه هرسهارزمادجونګړې په مخکې ولاړوي اوزمادنووخوبونوپوښتنه به کوي ښايي زما دفطرت فيصله به همداسې شوې وي چې کله هم ستا په وړاندې دزړه درازونوپه ويلوو نه توانېږم اوديوسپېڅلي امانت په څېر يې ګورته راسره يوسم
 … زه نه غواړم خپل ټول خوبونه بې تعبيره پرېږدم داسې لکه دلرغونو زمانومجسمې چې تراوسه هم ترځمکولاندې دي اوچاته يې دراويستولولارې ندي معلومې خوکه کومه ورځ يې څوک ترلاسه کړي نوخپل ژوند ته پرې دخوښۍ رنګ ورکولۍ شي
     اوس ډېرځله دافکرکوم که يوه پېړۍ وروسته څوک زموږ د هديرې په سردکومې ودانۍ دجوړولوهوډ وکړي اودتهداب لپاره زموږ قبرونه راوسپړي نوزماپه څېر ډېرو نورو زلمو له قبرونو به همدغه بې تعبيره خوبونه دطلايي مجسمو په بڼه ترلاسه کړي اوزمادژوند اوسنۍ شېبې به يوورک شوى خيال اورنګينه افسانه وګڼي