
د کرکټ شل اوریزو لوبو نړیوال جام به د مارچ په اتمه په هندوستان کې پیل شي- دغه نړیوال جام دوه پړاوه لري چې په لومړي پړاو کې د کرکټ د نړۍ وروستۍ اته لوبډلې چې په دوه ډلو ویشل شوي دي خپلو کې سره لوبې کوې او هره هغه لوبډله چې په خپلې ډلې کې لومړې ځاې وګټي نو دویم یا اصلي پړاو ته به لار پیدا کړي- افغانستان به په لومړي پړاو کې د زمبابوې، هانګ کانګ او سکاټلینډ لوبډلو سره لوبې کوي-
افغانستان د نړیوال جام څخه ترمخه د نړیوالو لوبو کولو ښه موکه هغه وخت له لاسه ورکړه کله چې د اسیا کپ د لومړي پړاو لوبو کې د لومړي ځاې ګټلو څخه د یوازې یوې لوبې د بایللو له کبله پاتې شو او د اسیا لویو لوبډلو سره د لوبو موکه یې له لاسه ورکړه- خو له دغه ماتې څخه د مایوسۍ پرځاې، لکه لوې لوبډلې چې یې کوي، د هڅونې د عنصر په توګه کار اخیستل پکار دي- د ملي ټیم روزونکې ډله، د لوبډلې مدیره هیت او د ملي ټیم لوبډلې هر ملاتړې باید ملي ټیم ته ورپه یاد کړي چې دوي له هغه برخلیک څخه چې اسیاي جام کې ورسره مخامخ شول خورا ډیر ښه او پیاوړي دي- ملي ټیم باید ثابته کړي چې اسیا کپ کې یوه ماته یوازې یو تصادف و-
افغانستان په دا وروستیو کې د خپلو سیالانو په وړاندې ښې لوبې ترسره کړي او له ځانه ډیره تجربه لرونکې او پیاوړې لوبډله زمبابوې یې په خپل کور او هم له کوره دباندې ماته کړې- همدا راز د نړیوال جام ترمخه روانو تمریناتي سیالیو کې یې هم خپله سیاله د هالینډ لوبډله ماته کړې ده- دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ډلې نورې لوبډلې په تمریناتي لوبو کې ماتو سره مخامخ شوي او د زمبابوې لوبډله خو د هندوستان یوې سیمه ایزې لوبډلې لخوا ماته شوه- د دې ترڅنګ، د زمبابوې، چې په لومړي پړاو کې د افغانستان اصل سیال دې، درې د سر لوبغاړي د نړیوال جام ترمخه د ټپي کیدو له امله د دغه لوبو څخه وتلي چې دا به هم د ملي لوبډلې په ګټه تمام شي-
تیرو پایلو او اوسنیو حالاتو ته په کتو، خورا جوته ده چې ملي ټیم دویم پړاو ته د وتو روښانه چانس لري او د دویم پړاو لوبولو پرته هیڅ ډول پایله به نه ملي لوبډلې ته د منلو وړ وي او نه هم مینه والو ته- دغه ډول حالت ډیرې وخت بیا په لوبډلو باندې د ذهني فشار لامل ګرځي چې د ضعیفه اعصابو لوبډلې دغه ډول فشارونو په مقابل کې ماتیږي- دې دپاره چې ملي لوبډله د شته حالاتو څخه د فشار اخیستو پرځاې د هڅونکي عنصر په توګه کار واخلي، د ملي لوبډلې روزونکې ډله اړ ده چې د لوبډلې په رواني حالت باندې ډیر کار وکړي او لوبغاړي د منفي فشار څخه وژغوري ولې چې یوه بده ورځ کولې شي د ملي ټیم ټول چانسونه خطر سره مخامخ کړي –
بله او اړینه خبره د ملي ټیم د لوبو دپاره د یولس کسانو لوبول دي- په تیر کې ډیر وخت د لوبغاړو په ټاکنه کې د تخنیک پرځاې خوښه په نظر کې نیول شوې چې د ملي لوبډلې باندې بدې اغیزې درلودلې دي- نړیوال جام چې د افغانستان د کرکټ د اهمیت ثابتولو خورا ځانګړې ځاې دې کې باید د سفر ټاکونکې ډله تختنیکي اړتیا ته په خپلو خوښو لومړیتوب ورکړي او همدا راز یوازې هماغه لوبغاړي چې د ورځې اړتیاو سره سم دي ولوبول شي-
د یادو خبرو ترڅنګ اوس وخت دې چې د ملي ټیم ملاتړي هم خپل ټول ملاتړ او باور ملي لوبډلې ته ور وسپاري- د نړیوال جام څخه تر مخه د لوبډلې په اړه د مینه والو، د کرکټ پوهانو او د کرکټ بورډ ترمنځ ژور اختلافات ول چې په ټولنیزو رسنیو او هم مطبوعاتو کې را څرګند شول خو دا چې اوس ملي لوبډله مو نړیوال جام کې ده، ټول مینه وال باید ټول اختلافونه او د لوبغاړو د ټاکنو په اړه خپل خپګان یو خوا ته پریږدي او د ملي لوبډلې ملاتړ وکړي- که کوم لوبغاړي د تمې نه بده لوبه کوي او که لوبډله مو زمونږ توقعات نه پوره کوي، په هر حال کې د لوبډلې ملاتړ پکار دې – لوبغاړو ته د لوبو د پیل څخه تر مخه د ملاتړ پیغامونه لیږدول پکار دي – دا چې د کرکټ بورډ او اړونده خلکو سره د اختلاف یوازینۍ موخه د ملي ټیم بریا ده، نو اوس د بریا دپاره دعا پکار ده، د ملاتړ باور ورکول دي او عملي ملاتړ کول دي-
زه په خپله ملي لوبډله پوره باور لرم، دا لوبډله به مونږ ته ویاړ را بخښي او لکه د تل په څیر نړۍ ته د افغانستان رڼه، مثبته او د پرمختګ څیره وړاندې کوي-
ژوندې دې وي افغانستان، بریالۍ دې وي زمونږ د کرکټ ملي لوبډله!