
په یو مجلس کې ومه ناست ملګرو
د صفتونو وه مست باران ملګرو
چا به صفت د ګلاب ګل کولو
چا به د شین چمن د ګل کولو
چا به طوطیان چا به مرغان یادول
چا به باغو کې بلبلان یادول
زه لاړم د خپلې سوچو نړۍ ته
د غم نه ډکې افسانو نړۍ ته
یو څه وخت غرق وم چې صفت پیدا کړم
په ظالم یار کې مې نه وه صفت ملګرو
په چپه خوله شومه ولاړ ملګرو
ومې کړ داسې یو بیان ملګرو
کاشکې مین په وفادر جانان وای
بازمحمد به نه وه په دې حال ملګرو