
هنر ي نثر
ليکوال : ګل رحمان رحماني
ته ولې هره ورځ مادې ته مجبوروې چې ستا په فطري ښکلااقراروکړم ستادښکلادستايلولپاره زماهرشعرهغه ماشوم ته ورته دى چې نوى په خبرو راشي خوڅوک نشي پوهولــــــــــــــــــى
ايازمادرنګ الوتې بڼه اوستاپه وړاندې چپه خوله ستادښکلاپه عظمت يوډول اقرارنـــه دى؟
ستاښکلاخودسمندرپه غاړه دسهارراختلي لمرته ورته ده چې دهرچاسترګې برېښوي ددغه لمرنه که څوک مخ واړوي نودسمندرپه څپودوړانګوانعکاس بياهم دهغه سترګې ښکلوي زه بياهم درته وايم چې زه ستاښکلادستايلونه عاجزيـــــــــــم
زمايوازينۍ هيله داده چې يوه ورځ مې ستا دښکلاځلانده وړانګې ديوې مهربانه مورپه څېرلکه يوبې نواماشوم په غيږکې ونيسي اواروامې په رنګينوګلپاڼوکې دوږمې په څېرونغاړي ګوندې وي ستادغه لطف مادا بديت په نغموونازوي اوهلته مې په خواږه خوب ا وده کــــــــــــــــــړي .