
سوله الهي نعمت دی او له دغه نعمته دې رب هیڅوک هم نه بې برخې کوي.
څوکاله مخکې له یو کمیسیون وروسته د سولې عالي شورا د لویي جرګې په ضمن کې مطرح او رامنځ ته شوه د شورا د ترکیب اوجوړښت په اړه مې تیره لیکنه کې وضاحت کړی ؤ.
راځو دسولې لرلید اودهغې د تعدیم مرحلې ته کله چې دا شورا دهیواد دمختلفو اقشارو په وجود کې رامنځته شوه نو شورا یو هر اړخیز رنګ خپل کړ.
شورا د مدني فعالانو، سیاسي څیرو، جهادي مشرانو او دهر سمت اوتنظیم څیرو ګډون پکې وکړ.
د شورا ماهیت، او کړنلاره سره وویشل شوه ځینې افغان دوسته اشخاص چې واقعا د دې لاینحل موضوع یو جوړجاړي ته ژمن ؤ. پاته نشول او مخه یي ونیول شوه.
دسولې لمړنی داعي حامد کرزي چې ظاهرا یی ځان دوهم ګاندي باله.
لمړنی هغه څوک ثابت شو چې دا پروسه یی وننګوله سولییزه فرښته یی په خپل لاس ښکار او د دې عظیمې لوبې چې دپردې ترشا دشورا په نوم معامله روانه وه پرده پورته شوه،.
له دې وروسته دشورا موجودیت ورځ تربلې پیکه کیده او دزوال په لور روان شو
د ولسمشرۍ هر یو کاندید په خپل وار سره دا شورا بلواکې، بې نتیجې بلله او د بریالي کیدو په صورت کې یي د لمنځه وړلو ګواښونه هم کول
خو معامله بل ډول وشوه د ګډوله رژیم راتګ دشورا د وجود او عدم ګنګوسې را وپارولې
خو دشورا اصلي بنسټ ایښودونکي(امریکا)
چې ګډحکومت یی هم اختراع کړ دا خبره رد کړه چې ګواکې د دوی مخترعات دې څوک له منځه یوسي
کله چې د رنګ بدې شورا هڅو هم نتیجه نشو ورکولی
نو یی د پاکستان په همغږي او دامریکا په وساطت چې د اعتبار جوړونې لپاره چین هم په ضمن کې واخیستل شو د څلور اړخیزو غونډو لړۍ پیل کړه.
د لمړۍ غونډې له کولو مخکې او وروستو ځینې سیاسي شنونکو دا یوه لوبه معرفي کړه او دپردې تر شایي له پاکستان سره د اوبو او ډیورند کرغیړنې کرښې په سر دمعاملې غونډه وبلله کله چې غونډو دوام وموند دې خبرو لا زور واخیست. .
دوی د دې ګنګوسو درفع پخاطر د طالبانو سره د پاکستان په راز کې نیولو سره دمخامخ خبرو اعلامې خپرې کړې چې دقیقه نیټه یی ورځ تر بلې بدلیده.
پاکستان هم په ټول ځواک دا هڅه کوله تر څو د دوی په وساطت طالب مشران خبرو کولو ته حاضر شي
خو طالبانو ورته پریکنده ځواب داوو چې هیڅکله به د چا په وساطت او چتر لاندې داموضوع مطرح نکړي بلکه هغوی یوسیاسي لوری ده دهیچا حاکمیت په ځان نمني خپل سیاسي دفتر یي دټولو ستونزو مرجع ده.
کله چې پاکستان له خپلو هڅو نا امیده شو نو یی دخپل تبلیغاتي هڅو نه کار وا
واخیست دوی هڅاند وو او دي چې له دې اخوا طالبان د افغان دولت په غوښتنه دتبلیغاتي ډګر له لارې ورپسې پراخ پروپاګند خپاره کړي.
سیاسي شنونکي وایی طالب نه ماتیدونکی ځواک دی او پاکستان نشي کولی چې طالب ځواک وځپي ځکه چې هغوی(طالبان) د لر او بر په سطحه ولسي ملاتړ لري.
ځکه مذهبي ریښې او دیني مشترکات یی دټولې اسلامي نړۍ سره تړلي اوښایی د طالبانو په ضد اقدامات به سیمیز غبرګونونه راوپاروي چې دا به بیا لوی سرخوږی جوړشي
او پریکنده ولسي مبارزه به په جوش راولي چې بیابه نه یواځې پاکستان بلکه ټول سیمیز هیوادونه به په یو غیرمترقبه اور کې ستي شي