
له پنده ډکه کیسه:
راته راغی حالت یې ډېر عجیب و، پوه شوم چې له نورو سره توپیر لري، وې ویل: یوه پوښتنه لرم، چې ځواب یې ډېر راته مهم دی. ومې ویل: په سترګو ولې نه، که چېرې په ځواب یې پوه شم، نو ډېر به خوشاله شم، ځکه چې له تاسره به مې مرسته کړې وي . وې ویل : زه تلونکی یم !
ومې ویل یانې څه ؟
وې ویل: یانې مړ کېږم .
ومې ویل: بل ډاکټر، له هېواد څخه بهر ؟
وې ویل: نه ټول په یوه نظر دي، راته ویلي یې دي، چې په بهر کې هم ستا د ناروغۍ درمنله نه کېږي .
ومې ویل: الله (ج) کریم او رحیم دی، انشاء الله چې روغتیا به درکړي .
په تعجب یې وکتل او وې ویل: که چېرې زه مړشم، نو الله (ج) کریم نه دی؟ پوه شوم، چې سړی پوه دی .
ومې ویل : رښتیا وایې، اوس ووایه، چې پوښتنه دې څه ده ؟
وې ویل : هغه وخته چې پوه شوم، چې مړ کېږم، نو ډېر خواشینی شوم، له کوره نه بهر کېږم، کار مې شوی و، په کوټه کې پاتې کېدل او خواشینی اوسېدل، تردې چې یوه ورځ مې له ځان سره وویل : تر کومه به د مرګ به تمه ناست یم، لنډه په دې چې یوه ورځ سهار له کوره را بهر شوم، د ټولو په څېر مې کار پیل کړ، مګر له نورو سره مې توپیر درلوده، ځکه ټاکل شوې وه، چې لاړ شم او هېڅوک زما په څېر نه وو، ډېر خوا خوږی شوم.
نور نو د خلکو غلطو کړنو نه ځورولم، له ځان سره مې ویل، پرېږده یې چې زړه یې خوشاله وي، چې کولای شي ما دوکه کړي، آخر زه تلونکی یم او هغوی نه .
څه سر به مو خوږوم، کار مې کاوه، خو حرص مې نه درلوده، د خلکو په منځ کې وم، مګر ظلم مې نه پرې کاوه او مینه مې ورسره کوله . د ناوې موټر به مې چې ولیده، نو د زړه له کومې به ورته خوشاله کېدم او دعا به مې کوله، سوالګر به مې چې ولیده، نو ډېر به خواشینی کېدم او پرته له دې چې حساب کتاب وکړم، مرسته به مې ورسره کوله .
د بوډاګانو په څېر ټولو ځوانانو ته به مې د نېکمرغۍ هیله کوله، لنډه دا چې دې پېښې رانه ډېره ښه سړی جوړ کړ .
اوس نو پوښتنه مې داده، چې زه د مرګ له خاطر ښه شوم او آیا الله (ج) به زما دا ښه کېدل ومني ؟
ومې ویل : هو، لکه څنګه چې زده کړي مې دي او تر سترګو کېږي، د انسانانو ښه کېدل د مرګ تر وخته الله (ج) ته د منلو وړ دي او بښي یې .
ورو ورو یې مننه او خدای پامانی وکړ، د تګ په حال کې مې ترې وپوښتل : رښتیا څومره وخت لرې ؟ وې ویل : مالومه نه ده د یوې او زرګونو ورځو ترمنځ ! فکر مې وکړ او ومې لیدل، چې زه هم همدومره وخت لرم .
په تعجب مې وپوښتل : ناروغي دې څه ده ؟
وې ویل : ناروغ نه یم !
حیران شوم او ومې ویل : څه ؟
وې ویل : پوه شوم، چې یوه ورځ مړ کېږم . لاړم ډاکټر ته مې وویل : داسې کوم کار کولای شې، چې مړ نه شم ؟ وې ویل : نه . ومې ویل: له هېواده بهر هم نه کېږي ؟ وې ویل : نه .
درنو خویندو او وروڼو ! موږ او تاسو ټول تلونکي یو، دا چې څه وخت ځو، د تلو نېټه توپیر کوي، خو زموږ او تاسو ټولو تګ حتمي دی.