ضیا مسعود خپل اصلیت وښود

 
د وژل شويو جنګسالارانو (رباني او مسعود) زوم او ورور احمدضیا مسعود تېرې کړنې (غلاوې، فساد او بې کفایتي) د هیچا له سترګو پټې نه وې او کله چې نوموړی د د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د جمهور رئیس د فوق العاده استازي په توګه ټاکل کېده، نو داسې نه وو چې ولسمشر د احمدضیا مسعود له تېرې سابقې بې خبره وو.
ولسمشر غني په دې ښه پوهېده چې دا د هغو جنګسالارنو کورنۍ ته منسوب دی، چې د کورنیو جګړو پرمهال یې هم کورنۍ (وروڼو، خسر، خپلوانو او قومیانو) او هم په خپله د افغانستان په وراني، تباهي او بدمرغي کې پوره لاس او نډه لرله،مګر ولسمشر غني تېر په هېر ګڼل او دا یې هغه ته د ځان د اصلاح کولو او د خپلې بدنامې سابقې د بدلولو لپاره یو فرصت په لاس ورکړ، خو درېغه چې ښاغلي ضیا له دغه فرصت څخه د اعظمي ګټې د پورته کولو پرځای ناوړه ګټه واخیسته.
ناوړه په دې مانا چې لومړی یې د اوسني حکومت په امکاناتو ځان ښه وپړساوه، کش او پش یې جوړ کړ، خپل خلک یې هم پر ځان راچاپېر کړل او هم یې په نورو دولتي ادارو کې چوخ کړل. په دې یې زړه صبر ونه کړ، خپل منصب یې د جمهور رئیس تر معاونیت پورې لوړ کړ او د جمهور رئیس د دریم مرستیال په توګه کافي امکانات ورکول کېدل.
خو د لېوه زوی اخر لېوه وي، د دې ټولو منصبونو او امکاناتو باوجود هم احمدضیا مسعود نه له ولسمشر څخه وشرمېده، نه یې له خپل منصب (د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي) څخه حیا وکړه او نه هم له خپل اصلي خوی (چور، غلا او فساد) څخه واوښت.
ضیا مسعود بالاخره خپل اصلیت وښود، ځکه د کابل بانک لوی غل (خلیل فیروزي) یې د باګرام له زندان څخه راوېست او د رسنیو پر وړاندې یې د هوشمند ښارګوټي تړون ورسره لاسلیک کړ، جمهور رئیس چې کله په دې برخه کې له شوي فساد او اختلاس څخه خبر شو، نو سملاسي یې یاد قرارداد لغوه کړ او د همدغه قرارداد له امله یې خپل حقوقي سلاکار محمدي هم له دندې ګوښه کړ.
ضیا مسعود د دغه قرارداد له امله کافي خړ شو. ولسمشر هم پر ده د کړي باور له امله پښېمانه شو او ضیا مسعود هم په ډېرو پروګرامونو کې د ولسمشر له مخې او سترګو ځان چپ کړ ، ولسمشر ته د ورمخامخېدلو جرئت یې بایلود، مګر لا لږې ورځې نه وې تېرې چې په هرات کې د عربانو الوتکه کېناسته او ځینې موټر او نور وسایل یې هلته ښکته کړل.
د یادې الوتکې پرمهال جمهور رئیس له هېواد څخه دباندې وو، مګر د هرات هوایي ډګر مسوولین یې په یاد ډګر کې د دغې الوتکې د ناستې له امله له دندې ګوښه کړل، راوړل شوي وسایل یې ضبط کړل او په دې برخه کې یې د جدي څېړنو امر وکړ اود څېړنو په پایله کې معلومه شوه چې دا معامله هم د احمدضیا مسعود له لوري د پیسو او امتیازاتو د ترلاسه کولو په بدل کې ترسره شوې وه.
احمدضیا مسعود چې کله خپل باور بایلود، نو د هېواد شمال ته لاړ، هلته یې پر حکومت د فشار راوړلو په موخه له پخوانیو جنګیالیو او قوماندانو سره وکتل او هغوی یې د وسلې اخیستلو ته وهڅول، ضیا مسعود غوښتل چې په دې ډول د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس پام ځانته ور واړوي، خو جمهور رئیس چندان ارزښت ورنه کړ.
تېره اونۍ نوموړي له طلوع تلویزیون سره په مرکه کې د ملي یووالي حکومت ناکام وباله او د حکومت ډېر واړه عیبونه، نیمګړتیاوې او تېروتنې یې خلکو ته ډېرې لویې وښودلې، احمدضیا مسعود نه دومره وړتیا لري چې د حکومت نیمګړتیاوې او تېروتنې تشخیص کړي او نه دومره اهلیت لري چې یادې نیمګړتیاوې او تېروتنې اصلاح کړي، هغه کوښښ کوي چې په دې ډول بېرته خپل ځان مطرح کړي او په خپلو غلاو او فساد باندې خاورې راواړوي، مګر دا به سخته وي چې ضیا مسعود دې خپل بایللی وزن او باور بېرته ترلاسه او جبران کړي، حتی د موثقو او باوري سرچینو د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې احمدضیا مسعود د خپلې بې کفایتۍ او فساد له امله په نږدې راتلونکي کې په کور کېنول شي. دا به په حقیقت کې د هغه بادي زمري او پړانګ پر مخ کلکه څپېړه وي چې ولس یې له فساد او غلاو څخه تر پوزې راغلی دی.