افغانستان د توندلاريتوب په غیږ کې – د ګړندۍ خو سیستماتیکې مبارزې اړتیا

 
سخت دریځي یا راډیکالیزم(Radicalism)  په تیرو څلورو لسیزو کې د نړۍ د په کچه په  ډیریدو او خپریدو دې- راډیکال تګلاره یا راډیکالیزم هغه کړو وړو ته ویل کیږي چېرته چې یو وګړې او یا هم یوه ډلې غواړي چټک او اوښتون  ډوله  داسې بدلون چې د دوي د اند او ایډیالوجۍ سره سمون خوري راولي - د دغه بدلون د راوستو په موخه  راډیکال  وګړي او یا هم  ډلې په داسې حال کې چې دغه بدلون په عمل که نه ویني نو تاوتریخوالي، توندلاریتوب او افراط ته لاس اچوي- راډیکالیزم ته خپله موخه له هر څه سپیڅلې او هغې ته د رسیدو هره لار مشروع او سمه ښکاري- راډیکالې ډلې کلک دریځه وي او روغې جوړې ته یوازې د خپلو غوښتنو سر ته د رسیدو په صورت کې غاړه ږدي-
راډیکال تګلاره په نړۍ کې اوږده مخینه لري خو په تیرو څلورو لسیزو کې دغه تګلاره تر ډیره بریده په نړۍ کې د بدلون غوښتونکو د خوښې لارې په توګه را برسیره شوې ده- په هندوستان کې  هندو راډیکالانو خپلې هلې ځلې په اتیایمه لسیزه کې پیل کړي چې په پایله کې یې په نویمه لسیزه کې د ګجرات په بیلا بیلو برخو کې د خونړیو پیښو لامل وګرځید- دا لړۍ لا تر اوسه هم پرمخ روانه ده چې له کبله یې د هندوستان په بیلا ځینو برخو کې د نورو دینونو پالونکي خونړیو پایلو سره مخ کوي او مسلمانان او عیسایان د دغه راډیکالو هڅو بیا خورا ځانګړي زیان لیدونکې ډلې دي- همدا راز په برما کې بدایانو له ډیرو کلونو د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالي کار اخیستې او مسلمانان یې ځپلي-  پاکستان هم د راډیکالیزم بیلا بیلو څپو سره مخامخ پاتې شوې چیرته چې د سني او شیعه ستونزې او د سیکولر او اسلامپالو ډلو خونړیو پیښو د سلګونو انسانانو ژوند ته د پاې ټکه ایښې ډې- بنګله دیش، سریلنکا هم د مذهبي راډیکالو ډلو د اخ و ډب سره مخامخ دي- همدا راز اروپا کې توکمیز او ژبنیزو راډیکالو ډلو ستونزې وخت ناوخت لیدل شوي دي خو د د قانون حاکمیت په دغه هیوادنو کې بریالې شوې چې د دغه ډلو د هلو ځلو د خونړي کیدو مخه ډب کړي-
افغانستان کې د راډیکال بدلون پالو څرګنده هلې ځلې په شپیتمو او اویایمو زیږدیزو کلونو کې څرګندې شوې چیرته چې توکمیز او مذهبي او سیاسي راډیکال ډلې لاس په کار شوې- ډیرې وخت دغه دریوواړه ډلې د یو بل ضد لیدل کیږي او آن هرې ډلې په خپل ځان کې دننه هم یو جګړه درلودله – د بیلګې په توګه اسلامپالو که د حکومت پرضد هلې ځلې کولې خو بیا دغه ډلې د ژبې او توکم پر بنسټ سره ویشلې وې، همدا راز کمیونسټي راډیکال ډلې بیا سره په همدغه ډول کرښو سره ویشلې وې- د راډیکالو ډلو د کړو وړو په پایله کې افغانستان د تاوتریخوالي او جګړې بیلا بیل پړاونه تجربه کړل چې په پاې کې یې افغانستان لوېو زیانونه سره مخامخ شوې-
د راډیکالیزم یا تندلاریتوب هغه لړۍ چې په اویامه زیږدیزه لسیزه کې پیل شوې وه نن هم افغانستان کې شتون لري او د هیواد ټیکاو او سولیز راتلونکي ته ګواښ پیښوي- که په لویه کچه د طالب پلوه ایډیالوجي لرونکي بوخت دي نو په سیمه ایزه کچه بیا نورې ډلې لکه وهابي او مذهبي، توکم پاله او ژبه پاله ډلې، سیکولر او اسلامپاله او داسې نورې ډلې دي چې راډیکالو تګلارو له لارې خپلې موخې پالي- په دا وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو لکه کابل، ننګرهار، کنړ، بغلان، کندز، تخار او داسې نورو سیمو کې د دغه ډلو ترمنځ له اخ وډب واخله تر خونړیو پیښو رامنځ ته کیدل لیدل شوي- خو له بده مرغه، حکومت دغه ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او پرته د سیاسي جوړجاړي له هڅو چې طالبانو سره روانې دي د راډیکالیزم سره د مبارزې کومه ځانګړې تګلاره نه لیدل کیږي- دا چې د راډیکالیزم سره د مبارزې کومه هڅه شتون نه لري، ویره شته چې په راتلونکي کې دغه تګلارې د هیواد ټیکاو او امنیت ته جدي ګواښ پیښ کړې-
راډیکالیزم که څه هم په ډیر چټکتیا سره خپرېږي، دغه پدیدې سره مبارزه بیا اوږده ده چې ډیرې حوصلې او اوږد مهاله ستراتیژۍ ته اړتیا ده- خو د یوې ټولنې د ژغورنې دپاره دغه مبارزه اړینه او حتمي ده- په نړۍ کې یو لړ تجربه شوې تګلارې دي چې په پلي کولو یې افغانستان کولې شي راډیکالیزم سره مبارزه وکړي او په ټولنه کې د زغم رواجولو دپاره کار وکړي، د موخو د لاسته راوړلو دپاره مدني هلې ځلې وشي او خبرې او اترې د مسلحه هڅو ځاې ونیسي-  
د یو پراخه او هر اړخیزه جوړښت منځ ته راوړل:
ټولنه تل له نویو ایډیالوجیانو د زوکړې شاهده وي او اړینه ده چې په ټولنه کې پر بدلونونو باندې د نظر ساتلو دپاره داسې یو اداري جوړښت شتون ولري چې دغه ډول نوې زوکړې وڅاري، او د هغو د راډیکالو تګلارو ته د لاس اچولو ترمخ یې پر ضد رغنده ګامونه واخلي- دا اوس د افغانستان حکومت د سولې د شورا په چوکاټ کې یوازې په سیاسي جوړ جاړي بوخت دې او د نورو راډیکالو ډلو څخه بیخي بیخبره دې- دغه ډول اداري جوړښتونه د راډیکالیزم سره د مبارزې تګلارې جوړوي او پلي کول یې رهبري کوي-
ډیلوګ او د خبرو اترو اسانچاري:
راډیکالیزم  ډیرې وخت د خبرو اترو او ډایلوګ د نه شتون او د زور له لارې د هلو ځلو د مخ نیوي له کبله منځ ته راځي- په ننګرهار پوهنتون کې د داعش په ملاتړ د شوې غونډې په پایله کې حکومت د یو شمیر زدکړیالان په  نومبر ۲۰۱۵  کې د نیولو له لارې هڅه وکړه چې دغه راډیکاله کړنه له منځه یوسي – خو تجربې، هم په افغانستان او هم د نړۍ په نورو برخو کې، دا ښودلې ده چې راډیکالیزم په زور غلې کیدې شي خو له منځه وړل یې تر ډیره بریده ناشونې ده- د راډیکالیزم سره د مبارزې له ټولو سمه او بریالۍ لار د خبرو اترو دپاره  زمینه سازي ده چیرته چې راډیکالې ډلې او د دوي ضد ډلې، که حکومت وي او یا هم غیر حکومتي ډلې، سره په یو ځاې کې ډیلوګ او خبرې اترې وکړي- دغه خبرې بیا پکار ده چې د یو بې طرفه او یا هم علمي لورې لخوا اسانچاري شي ترڅو د اختلاف ټکي له منځه یوړل شي او همدا راز راډیکلایزم مدني هلو ځلو لورې ته یوړل شي- دغه ډول خبرې اترې په دوامداره توګه باید ترسره شي-
د راډیکالیزم سره د مبارزې مدني فعالانو سره ملګرتیا:
هغه شخصیتونو او ټولنو سره چې راډیکالیزم پر ضد دي ملګرتیا او د هغو ملاتړ له لارې راډیکالیزم سره ټولنیزه مبارزه کول یوه بله لاره ده  چې په مرسته یې راډیکالیزم له منځه وړل  کیدې شي- په هره ټولنه کې د راډیکالیزم ضد کسان او ډلې شتون لري چې لاس نیوې او مرسته یې کولې شي دوي ته وړتیا ور په برخه کړي چې راډیکالو کړنو پرضد د خلکو عامه پوهاوې پرمخ یوسي او د راډیکالو ډلو ملاتړ کمزورې کړي- افغانستان کې له بده مرغه آن مدني فعالیتونه په راډیکالو کرښو ویشل شوي دي چې د دغه حالت د بدلون دپاره باید جدي ګامونه پورته کړې شي-  
د راډیکالې مفکورې پالونکو بیا رغونه:
اړینه ده چې د راډیکالو مفکورو پالونکي پر ځاې د دې چې له صحنې و ایستل شي، دوي سره مرسته کول پکار دي ترڅو دوي بیرته عادي ژوند ته مخه وکړي- له دغه ډلو سره مرسته پکار ده چې د دوي د خپګانونو د رفع کولو دپاره هلې ځلې وشي، د هغوي رواني بیا رغونه وشي او ورته په ټولنه کې د بیرته  ورګډیدو موکه ورکړل شي- د بیلګې په توګه هغه ځوانان چې د ننګرهار پوهنتون کې نیول شوي وو او یا که په نورو ځایونو کې نیول کیږي، د شکنجې او د جزا پرځاې پکار ده د هغوي مفکوروي بیا رغونې باندې کار وشي-  
په ښونیز  نصاب کې د راډیکالیزم ضد مواد ځاې پرځاې کول:    
هغه ټولنې، لکه افغانستان، چې د راډیکالیزم له ستونزې سره مخامخ دي، اړ دي چې د دغه پدیدې سره د مبارزې په لړ کې خپل ښونیز نصاب په هر کچه  له لومړنیو ټولګیو تر پوهنتوني زدکړو د راډیکالیزم ضد موادو باندې سمبال کړي- د راډیکالیزم ضد پروګرامونه او غونډې جوړې کړي او همدا راز د ځوانانو انرژي او توان د راډیکالیزم ضد برابر کړي- له بده مرغه، د افغانستان ښونیز نصاب کې دا چې دې ستونزې ته په ټولیزه توګه پام نه دې شوې، د دغه ستونزې سره د مبارزې په موخه مواد او عملي کار د پاره ډیر څه نشته- اړینه ده چې راډیکالیزم ضد مواد د مدرسو او هم د عصري زدکړو د مرکزونو ښونیز نصاب برخه وګرځول شي-
د سولې او ټیکاواړونده زدکړو پروګرامونه برابرول:
نړۍ دا اوس مهال د بیلا بیلو کړکیچونو، نړیوالو شخړو، ډپلوماتیکو ستونزو، د یو هیواد په بل هیواد کې لاسوهنو  او د تروریزم له ستونزو سره مخامخ ده- دغه حالت ملتونه او ټولنې په داخلي کړکیچونو، ستونزو او راډیکالو هلو ځلو سره مخامخ کوي- خو له بده مرغه په نړۍ کې  دغه ستونزو سره د مبارزې دپاره په هغه اندازه چې پکار ده کدرونه او علمي مواد شتون نه لري- د دې دپاره چې راډیکالیزم سره په علمي بڼه مبارزې وشي، اړینه ده چې ټولنې د دغه پدیدې سره د مبارزې دپاره په کافي اندازه کدرونه ولري- افغانستان، د دې دپاره، اړتیا لري چې د سولې او امنیت  او کړکیچونو سره د مبارزې په برخه کې اوږد مهاله او لنډ مهاله پروګرامونه برابر کړي ترڅو داسې علمي کدرونه وروزل شي کوم چې د راډیکالیزم او ورته ستونزو سره په مبارزه کې علمي مرسته وکړې شي-    
      رسنیزه مبارزه:
رسنیو او په تیره بیا ټولنیزو رسنیو په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړې او ټول هیواد یې سره تړلې- افغانستان د راډیکالیزم سره په مبارزه کې  باید له دغه سرچینو ګټه پورته کړي – د راډیکالیزم څخه د ټولنې د ژغورنې غوره لار د خلکو د دغه تګلارې پر ضد د ذهن سمولو هڅه کولې شي د دغه تګلارې ملاتړي کم او یا هم له منځه یوسي- همدا راز، په کرښه یا انلاین بحثونه کولې شي د ډیلوګ لار پرانیزي او همدا راز د اختلاف د ټکو د له منځو وړلو ته لاره هواره کړي-
افغانستان که  د ټیکاو، سولې او امنیت په لور خپل تکل ګړندې کول غواړي او دوامداره سوله راوستل غواړي نو اړینه ده چې د راډیکالیزم پرضد مبارزه  ټولیزه کړي او پخه تګلاره  ورته چمتو کړي- د دغه پدیدې سره د مبارزې پرته شونې نه ده چې هیواد دې د سولې پر لور خپل خوځښت پیل او پرمخ یوسي- د راډیکالیزم پرضد مبارزه د نن کار دې، چې همدا نن پیل شي او سر له ننه ګړندي ګامونه پورته کړې شي که نه نو لویو ډلو لکه طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې بوختیا به  د راډیکالیزم نیالیګو ته د لویو ونو د جوړیدو وخت ورکړي- دلته وړاندې کړې شوې لارې یوازې یو څو بیلګې دي او دوي ته ورته خورا نورې ډیرې داسې لارې شته چې په کار اچولو سره به یې راډیکالیزم سره اغیزمنه مبارزه وشي خو پیل کول غواړي، هغه هم ډیر ژر-