اشرف غنی ولس سوله غواړی!


تیره ورځ قطب الدین هلال د پاکستان اکسپرس تریبیون ورځ پاڼی سره د مرکی په یوه برخه کی د طالبانو سره د خبرو او د هغوی د شرایطو چی د سولی لپاره یی وړاندې کړی دی، موافقه ښودلی او د اشرف غنی له ادرسه یی ډاډ څرګند کړی چی  منی یی یوازی یو شرط نه منی چی هغه هم د موقت حکومت جوړیدل دی.(په لاندې اړیکه کی یی لوستلای شی)
هلال وایی چی اشرف غنی به پدی خاطر چی د منتخب حکومت واګی یی په لاس کی دې او د ولس په رایو واک ته رسیدلی دی دا ونه منی چی د همدغه منتخب حکومت ځای یو موقت حکومت ته پریږدی.
عجیبه نه ده؟؟؟
کله چی ولس د سر په خطر د تیرو ټاکنو په وخت کی د رایو صندقونو ته لاړ خپلی رایی یی وکارولی ولی افسوس همدغه اشرف غنی د یو سیاسی جوړجاړی له مخی د ولس رایو ته هیڅ اهمیت هم ورنه کړ د عبدالله عبدالله سره د یو دوه سری حکومت په جوړولو راضی شو پدی ډول یی د  ولس  په رایو ته  معامله وکړه  هیڅ ډول احترام  یی د ولس د رایو ونه کړ .
په همهغه وخت کی اشرف غنی دا هم وویل چی د افغانانو یو څاڅکی وینه موږ ته د ټول افغانستان څخه ډیر اهمیت لری.
اوس پوښتنه دا ده چی اشرف غنی ولی د خپلی خبری پر شا شوی دی او ولی یی د افغانانو د وینی قدر له لاسه ورکړی دی ؟
ایا په همهغه وخت کی یی د شورانظار له لنډغرو ویره لرله؟ او که رښتیا ورته د افغانانو وینه با ارزښته وه؟ او کنه چوکۍ یی په سترګو کی پټه کړی وه؟
کله چی موږ د اشرف غنی همهغه پخوانی خبره او د تیری ورځی د خبری سره چی د موقت حکومت مخالفت یی ښودلای دی، سره پر تله کړو نو د ځمکی او اسمان تفاوت پکې وینو.
داسی معلومیږی چی اشرف غنی ته هیڅ شی هم اهمیت نه لری یوازی چوکۍ ده غواړی چی په مختلفو بانو یی وساتي داسی چوکۍ چی د هغی نیم واک یی د بل چا په لاس کی ورکړی دی.د یو ښاروال صلاحیت هم نه لری چی چیرته یی پر دنده وګماری .
ښاغلیه اشرف غنی!
د ولس لنډ وړاندیز تاسو ته دا دی چی که د موقت حکومت په راتللو سره طالبان سوله ته راځی کیږی، چوکۍ پریږده ورسره جوړه وکړه، نور مه وینه تویوه او مه دا ځوریدلی ولس ځوروه.
مننه
ډاګټر ګل مرجان منګل
http://www.mehwar.news/latestnews/%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88%DA%89%D9%8A%D8%B1%D8%B4%D8%B1%D8%B7%D9%88%D9%86%D9%87-%D9%85%D9%86%D9%84%D9%8A/