دلته څوک په نښه کیږي؟

 
افغانان له تاریخ نه په دې مشهور وو چې د ښو خلکو قدر کوي، درنښت یې کوي او ترې ننګه کوي، بد او ظالم خلک رټي، پر وړاندې غبرګون ښيي او نه پرېږدي چې بد حرکتونه وکړي، خو دا وضعیت اوس تقریباً برعکس شوی دی.
اوس نو هغوی چې زور لري که بې سواده هم وي، هغوی چې پیسې لري که بې عقل هم وي، هغوی چې راوبط لري که لیونی هم وي خو قدر یې کیږي او ورته لاس په سلام ولاړ وي.
تاسو به په دې وروستیو کې لیدلي وي د هغوی چې زور دی، اوبه یې پر بره خیژي، که زر غیرقانوني حرکتونه وکړي، بې ځایه مقررۍ وکړي، فساد وکړي او د وطن ورانولو پټ لامل وي خو څوک ورته کاږه هم نشي کتلای بیا بې قدري خو یې پر ځای پرېږده.
هغه ادارې چې زورمندان یې په رآس کې دي، یو مثال خو یې راته ولیکئ چې چا ترې ګیله کړي وي هغه شکایت خو یوې خواته پرېږدئ.
داسې فکر مه کوئ چې هغوی ډېر په سمه روان دي، هغوی سل، زر غلطۍ لري خو همدا ښاغلي چې په ټولیزو او ټولنیزو رسنیو کې نېغ نېغ کیږي ورته اشاره هم نشي کولای.
د المپیک ملي اداره ده څوک شته چې ورته ووایي ولې دا اداره په واقعیت کې ملي نه ده؟ امنیتي بنسټونه په عین ترتیب، په وزارتونو او نورو خپلواکو ادارو کې همدغسې چل دی.
خو څه ته تکړه دي؟ او څوک په نښه کیږي؟ راشه پر کرکټ بورډ نیوکه وکړه، هغوی چې ویاړونه یې راوړي دي، هغوی چې ولس ته یې د غم او ویر پر ځای خوښۍ راوړي دي، هغوی چې تل یې همدا فکر دی چې د خپل ګران افغانستان ملي بیرغ په ټوله نړۍ کې ورپوي او نوم یې لوړ کړي.
اما دا ښاغلي چې تل یې خپلې خولې پر منفي لوري خلاصې کړي دي، فکر کوي پرې د زړه تشولو یوازینی اداره یې همدا ده ځکه وايي هسې هم بیا ترې څوک پوښتنه نشي کولای.
باوري اوسئ اوس د خلکو د درک ساحه پراخه شوې ده، اوس ستاسو پر دې ناوړه تبلیغاتو څوک نه غولیږي او نه هم ورته د منلو دي، پس اوس هم وخت شته چې خپله لاره سمه کړئ او هڅه وکړئ د هغو ادارو ملاتړ وکړئ چې په واقعي معنی د پرمختګ پوړۍ یې وهلي دي، وړ کس یې مدیران او کارکونکي دي او یوازینۍ موخه یې ولس، هېواد او خاورې ته د نېک نومۍ راوړل دي.
خالد افغان