
د لوی خدای په نامه
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳﴾
ترجمه:
نن مو ستاسې دین تاسې لپاره کامل او خپل نعمتونه مې تاسې ته تمام کړ، او اسلام مو تاسې ته د دین په توګه غوره کړ.
(۳)
سوره المائدة -
نوي خطرونه او تازه شیطاني شوم پلانونه سم دم په لاره دي ، د خدای له ښکلي او آخری دین ( مبارک اومنور اسلام) څخه ناوړه ګټه پورته کونکي اوس پیژندل کیږي ځکه د واقعي مبارزې میدان اوس د برجسته کیدو په حال کې دی،
داسلام له مبارک دینه څخه د خیانت کونکو او بې دینه کسانو ګټه پورته کونکي دې پوه شي چې دالله له عذابه خلاصون نه لري او د دوی اعمال او کردار هم د مبلغو مفاسدو او شیطانانو په اډانه کې حساب کیږي د جهاد او مجاهدت له نامه د ځان او اولادو په ګټه چالونو او فریبونو کارول خو هر ان ترسترګو کیدل او لاهم دا حرامتوب روانه لړۍ لري،
او دخدای په خاطر منسوخ شوی مسیحي دین لپاره په هیواد کې آزادې خپرونې او تبلیغات کیږي، راډیو لري او خپرونې کوي ، فیسبوک لري په کې راډیو یې خپرونې اچوي ، ویب پاڼه لري په کې منسوخ شوي عیسویت لپاره عقیده خپروي ، مګر د پوښتنې لپاره یې هیڅ څوک نشته دا څه ډول نظام او اسلامیت دی؟؟؟؟؟؟
وايي مجاهدین یو که په حکومت کې دي او یا له نظام څخه بهر خو ټول ویده او ړانده دي، وايي مسلمانان یو او له دين څخه دفاع کوو خو په خاوره کې یې مسیحیت ته تبلیغ روان دی لاکن دالله د دین وفاداره دینداران نشته ، که شته هم دي ټول له دین څخه بې خبره دي، یا دین د ګټو وصیله ده ورته . چیرته دی هغه واقعي مجهاد او ریښتینی مسلمان چې نن د مسیحیت ته د تبلیغ مخه بنده کړي او د کلکې مبارزې لپاره د الله (ج) د رضا لپاره لاس په کار شي او اقدام وکړي ؟
ټول دلته دغلطو ګټو او ګڼو رضالتونو ترسره کولو لپاره سره غونډ شوي دي او ګډه مبارزه کوي، تر څو خپلې ګټې او موخې تر لاسه کړي، دالله دین ورته ارزښت نه لري او نه یې په کیسه کې دي ، دا خو منو چې هیواد کې کفري یرغل او کفري نظام لپاره ستر لاسونه او پانګونې کیږي، اما حق دانه دې چې زمونږ دین دمعامله ګرو په لاس دخپلو ګټو لپاره وکارول شي ، دا خیانت دی او د کفر له اعمال سره مل اقدام بلل کیږي. ولسونه ویده او له دین بې خبره په روزګار او ژوند غرق دي ، ځکه دوی ته چا اجازه نه ده ورکړې چې خپل دین او آینن وپیژني، نو ځکه غلي او بې تفاوته پراته دي او د یوبل خولې پک پک ګوري.
پوره یو کال کیږي چې د مسیحیت منسوخ شوي دین لپآره راډیو یې او په ټولنیزو رسنیو کې پراخ فعالیت کیږي او خپرونې یې په غږیز ډول دفیسبوک په پراپاڼو و تلي دي، مګر د مخ نیوي او مبارزې لپاره یې څوک نه وینم ، وزارت اطلاعات او فرهنګ هیڅ تش په نامه وزارت دی او دڅو تنو مافیايي کړیو ګټې خوندي کوي.
خو د یو مسلمان په توګه خپل مسولیت ګڼم چې له خپل دین څخه چې حق دی او پورته په قرانکریم کې د الله پر لفظ یې حقانیت ثابت شوی دی مبارزه وکړم او دا مبارزه یوازې زما نه بلکه د هرمسلمان افغان مکلفیت دی پر افغان دولت غږ کوم چې د ورانیدو او ړنګیدو اسباب مو له دې بې تقاوتۍ سره چې د الله پر دین او آین لرئ مه برابروۍ قسم دالله (ج) په پاک نامه ده چې ټوله دنیا مو هم بیا د ملت له منګلو نه شي خلاصولی .
عزیزانو او ښاغلو!
پوره یو کال کیږي چې په ګران افغانستان کې د مسیحیت لپاره راډیويي د ( صدای زندګي ترنامه) او ټولنیزو شبکو کې پراخ خپرونې کیږي دا به ښه دلیل نه وي چې د چارو واک داران بې توجه پاتې شئ او ناخبره ، بلکې دا به دوی ستره تیروتنه وي او د دې تیروتنې لپاره د ظلم لقب ایښودل غوره بلل کیږي،
دغه لینک آدرس کې
https://www.facebook.com/radiosadayezindagi/
تاسې ته د خپلو خبرو عملي اسناد وړاندې کوم هیله ده تر غور او بررسۍ لاندې ونیول شي او د منا فقینو دا ډول خپرونو او اسلام ته د سپکاوي مخه بنده شي ،
له شک پرته دا فعالیت او مسیحیت ته دعوت او خپرونې د ګران افغانستان او افغانانو پر کلک او په اسلام مینو احساساتو یوه بله لوبه ده ، له بلې خوا ناورینونه او ناخوالي ښه ډیر دي، او لازمه ده چې له دې فرصت نه په استفادې سره د بلې خونړئ تریخ فرجام څخه مخه بنده شي ،
زه د یو افغان مسلمان په توګه خپل مسولیت ګڼم چې دغه برخه کې خپل ځان فدا کړم، په همدې ډول مونږ او تاسې په ګډه مسولیت لرو
هیله ده د دې سترې فتنې د مخ نیوي په برخه کې پوخ او هر اړخیز عاجل اقدام وشي تر څو د ګرانو مسلمانو هیواد والو په ذهني او رواني ژوند کې ستونزې پیدا نه شي،
موضوع مې تاسې ته در ورسولو .
لیکوال:
عبدالغفار کامیاب