![د یهودو (اسرائیلو) ځانګړی جګړه مار، وینې خوښوونکي ... خدای؛ يَهْوَهْ: [ ی َ هَُ وَ ]](https://rohi.af/assets/uploads/old/18cb80e1-3a92-4fa8-95a0-e4969c086893.jpg)
محمدانور(آڅړ)
۱۱/۱۲/۱۳۹۴،ه، ش
عادلانه جګړه:دویم څپرکی؛دوهمه برخه(داسرائیلو خدای)
د یهودو(اسرائیلو) ځانګړی جګړه مار، وینې خوښوونکي ... خدای؛يَهْوَهْ: [ ی َ هَُ وَ ]
د نړۍ ټول ادیان د خپلو خدایانو لپاره بېلابېل نومونه او صفتونه لريد ادیانو په کتابونو کې د اړونده خدایانو ډېری نومونه او صفتونه پخپله خدایانو د ځانونو لپاره غوره کړي دي او یو شمېر نور نومونه او صفتونه د هغوی د لارویانو لخوا غوره شوي دي.په دې تړاؤ زموږ بحث یوازې د اسرائیلو د خدای یهوه په اړه دي چې په هکله یې په پراخه کچه باندې معلومات وړاندې کیږي.
په لومړیو کې یهود صحرایي کوچیان وو، چې د پیریان له سیوری څخه ډاریدل او تبږې(ډبرې)، څلورپښي ځناور، روحونه، غارونه او غونډۍ یې لمانځلې او تل یې د غواګانو، پسونو، مارانو او نورو توکو عبادت کړی دی؛ لکه چې پوهیږو چې حضرت موسَی ونه شول کړی چې د اسرائیلو قوم د خوسکي له لمانځلو څخه منع کړي، ځکه چې په مصر کې د غویي د لمانځلو عادت یې له یاده نه ؤ وتلی او تر اوږدې مودې پورې د غویي مجسمه د یهوه رمز یاسمبول شمېرل کیده ... . (۱)
د یهوه خدای نوم:د هغو ډبرینو لیکنو پر بنسټ چې څېړونکو څېړلي دي ډېری پوهان متعقد دي چې یهوه د اسرایلو د قوم د رامنځ ته کیدو څخه وړاندې د فلسطین په جنوب او اړونده سیمو کې د نورو قومونو د خدای نوم ؤ. (۲)
ښاغلی ویل دورانت په دې باور دی چې یهودانو د کنعانیانو یو جګړن، زورور او مغرور خدای(یهو) غوره کړی دی او هغه ته یې انساني محدودیتونه ټاکلي دي ... . داسې ښکاري چې نوموړی خدای په لومړیو کې د ټکې(تندر) خدای ؤ او په غرونو کې اوسیدلو. (۳)
د یهودانو د قوم خدای د ابراهیم، اسحاق او یعقوب تر زمانې پورې د الوهیم په نوم یاد شوی دی چې د پیدایښت په کتاب کې د الوهیم خدای نوم (۲۰۰۰) ځله راغلی دی په دې بنسټ ځیني څیړونکي په دي عقده دي چې د یهودو خدای یو نه بلکه دوه بېلابېل خدایان دي، البته په بېلو بېلو زمانو کې. (۴)
خو یهودي پوهان د الوهیم کلمه د خپل خدای یهوه لقب بولي. (۵)
د یهودانو د دیني کتابونو څخه داسې ښکارې چې الوهیم او یهوه د یوه خدای نوم دی پخوا له موسَی څخه د یهودو خدای خپل ځان حضرت ابراهیم، اسحاق او یعقوب ته د یهوه په نوم نه ؤ ورپېژندلی، لکه چې د هجرت په شپږم باب کې وایي:«زه هغه خدای یم چې ابراهیم، اسحاق او یعقوب ته د مطلق قادر خدای په نوم ورښکاره شوم، خو ما خپل ځان په هغو باندې د (يَهْوَهْ) په نوم نه ؤ پېژندلی. (۶)
کله چې حضرت موسَی په مدین کې اوسیدلو د اسرائیلو خدای خپل نوم د لومړي ځل لپاره معرفي کړ، په دې اړه د تورات د هجرت کتاب په دریم باب کې راغلي دي: موسَی وویل: کله چې زه بني اسرائیلو ته ورشم او ورته ووایم چې زه ستاسو د پلار او نیکه خدای رالیږلی یم. هغوی به له ما څخه تپوس وکړي چې د هغه(خدای) نوم څه دی؟ نو زه دوی ته څه ځواب ورکړم؟. خدای وویل:«زه یم چې هم زه یم» دوی ته ووایه: زه تاسو ته «زه یم»رالېږلې یم، هغوی ته ووایه: (يَهْوَهْ) ستاسو د پلار نیکه، ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای رالېږلی یم. دا د تل لپاره زما نوم دی او ټول نسلونه به ما په دې نوم وپېژني. (۷)
یهوه خپل نوم په لومړي ځل دوه واره د (زه یم) په توګه تکراروي او وروسته وایي چې زه یهوه ستاسو د نیکونو خدای یم؛ له پورته یادونو څخه داسې پوهیږو چې د یهوه لغوي مانا د (یم یا موجود) مانا لري.
يَهْوَهْ د یهودو(اسرائیلو) د ځانګړي خدای ذاتي نوم دی، د یهودو په مذهبي کتابونو کې د یهوه نوم (۶۸۲۸) ځله راغلی او یوازېد استر په کتاب کې د یهوه نوم یو ځل هم نه دی یاد شوی.
د یهوه نوم ته د اسرایلو په منځ کې ډېر درناوی کیږي، تر هغې چې په تورات کې یې لوستل هم حرام دي او پر ځای یې(اِدونای= مالک، سرور، ارباب) لولي، کله چې د سلیمان معبد نه ؤ وران شوی یوازې د یهودو لوړ پوړي مذهبي مشر په کال کې یو ځل په قدس الاقداسِ معبد کې د یوم کیپور په ورځد یهوه نوم یادولو. (۸)
که چېرې کوم یهودي د یهوه نوم لکه څه ډول چې لیکل کیږي په ژبه باندې ولولي نو کبیره ګناه ترسره کوي، وروسته له زرګونو کالونو څخه د یهودو د فکري او فرهنګي بدلون له امله یهوه تغیر کوي. کله چې یهود د آشوریانو او بابلیانو لخوا په سختۍ سره وځپل شول نو په تبعید او اسارت کې دې ته تیار شول چې د یهوه، قهار، جبار او ډاراچوونکي خدای پر ځای رحیم خدای ومني چې هغهد مصریانو د خدا آتن صفتونه وو. (۹)
د اسرائیلو په ورستیو کتابونو کې چې په بابل کې د اسارت په زمانه کې د یهودو د انبیاؤ یا کاهنانو لخوا لیکل شوي دي د اسرائیلو خدای یهوه د ځمکې، آسمانونو او نړیوالو خدای بلل شوی دی، خو بیا هم یهوه د اسرایلو قوم خپل ځانګړی، عزیز او خپل میراث بولي چې په راتلونکيو پاڼو کې به یې ولولئ.
بله برخه بیا خپریږي
---------------------------------
اخځ لیکونه:
۱ــ (تاریخ تمدن:ص ۲۵۷)
۲ــ (تحقیق در دین یهود، ص۳۴)
۳ــ (تاریخ تمدن،ص ۲۵۷)
۴ــ (تحقیق در دین یهود،ص۳۴)
۵ــ (تحقیق در دین یهود،ص۲۲۱)
۶ــ (تورات؛ د هجرت کتاب: ۶باب/۱،۲،۳)
۷ــ (تورات؛ د هجرت کتاب :۳/۱۳- ۱۵)
۸ــ (ویکي پیډیا)
۹ــ (تحقیق در دین یهود، ص ۴۵۳)