د تاوتریخوالي نوغی وباسئ!

 
موږ د نړۍ هغه نسل او ولس یوو چې له واړه واخله تر زاړه پورې ټول په یو نه یو ډول د تاتریخوالي قربانیان یوو.  دلیل یې دادی چې تاوتریخوالي زموږ په ټولنه، وجود، ذهن او وینه کې ژورې رېښې ځغلولي. حتی تاوتریخوالی زموږ د فرهنګ برخه ګرځېدلی، ځکه موږ لا هم بدمغزی، قهرجن او غوسناک سړی مېړنی او تورزن بولو.
زموږ د غیرت، ننګ او مېړانې تعریف لا هم د تاوتریخوالي په اساساتو ولاړ دی، موږ په یویشتمه پېړۍ کې هم همغه نارینه او مېړنی بولو چې نور یې پر وړاندې سپڼ نشي کولی. څوک یې ځواب نه شي ورګرځولی او د کور ښځمنې یې تر مخه ساه ونشي اېستلی.
زموږ له کوره واخله تر ښوونځي، تر کوڅې او بازار، تر دفتر او منبر پورې په یو ځای کې هم نه سوله شته، نه سوله ییز فکر او نه هم سوله ییز چلند شته. په کورنیو کې له ماشومانو، ښځو او کشرانو سره له تاوتریخوالي ډک چلندکېږي.
په ښوونځیو کې ښوونکي لښته په لاس د دړې تر څنګ ولاړ وي. د ناوخته راتګ له امله هم ماشوم وهي، هم یې د درس د نه زده کولو له امله تحقیروي او هم یې ښوونځي ته د نه راتګ له امله ډبوي. په جوماتونو او مدرسو کې هم له ماشومانو سره همدغسې له تاوتریخوالي ډک چلند کېږي.
زموږ  ملا، مدرس او ښوونکي یوه ورځ هم په مینه خپل زده کوونکو ته ونه ویل چې: زوی مې! نن ناوخته راغلې څه ستونزه وه که څنګه؟ یا ګل مې!  ته تر نورو تکړه یې، خو درس دې نه زده کېږي ولې ؟ یا پرون  درس او ښوونځي ته نه وې راغلی خیریت خو به وو؟
که ښوونکي د زده کوونکو د وهلو او رټلو پر ځای  ښوونځي ته د ناوخته یا نه راتګ او د درس د نه زده کولو په اساسي لاملونو او ستونزو پسې وګرځي، نو دا هم په خپله د ښوونکي په ګټه دی، هم د زده کوونکو او هم د ټولنې.
ښوونکي ته یې ګټه داده چې هغوی به هره شیبه او هره ورځ له قهر، غوسې، ډونګېدا او د زده کوونکو له وهلو خلاص شي. ښوونکي به په ارام ذهن د خپلو زده کوونکو زده کړې او روزنې ته پاملرنه وکړي.
زده کوونکو ته یې ګټه داده چې دوی به خپلو درسونو ته پاملرنه وکړي. خپلې ستونزې به له خپلو ښوونکو سره شریکې کړي. ښوونکي به یې ستونزې درک کړي، په حلولو کې به ورسره مرسته وکړي. د ښوونکي او زده کوونکو تر منځ اړیکې به په باور، صمیمت او خواخوږۍ بدلې شي. د اعتما نوې فضا به ایجاد شي. د زده کوونکو وېره او ډار به ختم شي. خپلو درسونو او کړو وړو ته به پام وکړي. د ښې زده کړې تر څنګ به یې شخصیت هم سالمه وده وکړي، ځکه د کمترۍ احساس به نه کوي. دروغ به نه وايي. پلمې به نه کوي.
ټولنې ته یې ګټه داده چې ماشومان به سالم او ښه وروزل شي. هم به باکیفیته او موثره زده کړه وکړي او هم به یې روزنه سمه وشي. سم روزل شوي ماشومان د ټولنې ناخوالې، ستونزې، او ناورینونه په اسانه راکمولی او مهارولی شي.
لنډه دا چې که کورنۍ، لویان او ښوونکي له ماشومانو سره له مهربانۍ ډک سوله ییز چلند وکړي. نو ټولنه به مو په خپله نېکمرغه شي. ولس به مو د سوله ییز ژوند خوند وڅکي. بدمرغۍ، بدبینۍ، مرګونه، وژنې ، ورانۍ او دربدرۍ به یو مخ له ټولنې ورکې شي. ځای به یې مینه، صمیمیت، درنښت او خواخوږي ونیسي.
نو که غواړئ چې د تاوتریخوالی نوغی وباسئ، نو سوله ییز فکر وکړئ. په کشرانو لورینه او شفقت، د مشرانو درناوی، د نورو زغمل او له هر چا سره د متقابل درناوي له مخې ښه او نرم چلند د تاوتریخوالي د نوغي د اېستلو په مانا ده او دا د هر چا د وس خبره ده، ځکه دا نه پیسې غواړي او نه هم پرېمانه امکانات. دا د هر چا د وس خبره ده او هر څوک یې په اسانه ترسره کولی شي.