
نن بیا هم د هیواد ولس او دین دښمنانو په کونړ او کابل کی بی ګناه او بی دفاع افغانان د ویر په ټغر کینول په لسهاوو افغانان یی شهیدان او زخمیان کړل.
موږ هم په خپل وار سره شهیدانو ته د فردوس جنت غواړو او زخمیانو ته د خدای پا ک عاجله روغتیا ورکړی.
خو څوک هم پوښتنه نه کوی چی ولی؟ او تر کومه به د افغانانو دغه حال وی؟
پدی پوهیږو چی د ټولو سره دا سوال پیدا کیږی او کوی یی چی ولې؟ خو کوم څوک چی دا پوښتنه د مسولیت له مخی وکړی او خبره یی تر یو ځایه ځای ونیسی هغه چوپه خوله دی زما مطلب دینی علما دی چی، زموږ د دینی علماوو دا چوپتیا د دوو خبرو خالی نه ده.
اول دا چی د افغانستان دینی علما همدغه ډول وژنی روا ګڼی او څوک یی چی تر سره کوی هغوی حق په جانب بولی.
دوهم دا چی زموږ علما همدغه کړنی چی هر څوک یی په هر نوم تر سره کوی په کومو کی چی هر ورځ په لسهاو بی ګناه او بی دفاع افغانان وژل کیږی ناروا او د اسلام خلاف کار بولی خو د ډاره چپه خوله دی نه غواړی چی ځان تورن کړی.
غواړو پر همدغه پورته یادو شویو خبرو د خپل دید سره سمه رڼا واچوو.
دا منو چی په افغانستان کی نړیوال عسکر تر اوسه حضور لری، دا عسکر خو د سعودی عربستان په پاکه خاوره چی مکه مکرمه پکې ده هم شته هغه نور اسلامی هیوادونه خو به پر خپل ځای پریږدو نو افغانستان ولی د هغو هیوادونو بل ډول دی؟ پداسی حال کی چی امریکایی عسکر اوس عملآ په جکړه کی نه دی . نو که په نورو اسلامی هیوادونو کی د غربیانو په ځانګړی ډول امریکایی عسکر وی اسلامی علما یی پر شتوالی څه نه وایی او په افغانستان کی چی بیا دا بانه بولی ایا د اسلام سره سر خوری؟ ایا دا یو اسلامی کار دی چی د افغانستان اسلامی علما یی کوی؟
دوهم دا چی که زموږ اسلامی علما دا ځان وژنئ چی هر ورځ پکشی په لسهاوو بیګناه او بی دفاع افغانان شهیدان کیږی او یو ناروا او د اسلام خلاف عمل یی بولی نو د دوی مسولیت بیا څه منی؟ ایا دوی ته په قران مجید کی نه دی ویلی شوی چی څه به نه پټوی؟
موږ له ټولو اسلامی علماوو لاندې څو پوښتنی او ورته وړاندیزونه لرو:
کله چی قران یو دی اسلام یو دی نو تاسو ولی خپل ولس ته همدغه یو قران دوه ډوله تبسیروی؟ ایا تاسو یوازی د اذان کولو، نکاح تړلو، جنازی ادا کولو او په میراب کی د ودریدلو مسولولیت لری او که نور مسولیتونه هم لری؟
ایا تاسو په رښتیا د قیامت په ورځ باور لری؟
ایا تاسو پدی ایمان لری چی ستاسو څخه به الله سبحان وتعاالله ستاسو د مسولیتونو په هکله چی د ټولنی پر وړاندې یی لری پوښتنه ونه کړی؟
ایا ستاسو څخه به خدای پاک دا پوښتنه ونه کړی چی ولی چپ پاتی شوی واست؟ ولی د ریښتنی اسلام ولس ته نه وو رسولی؟ ایا تاسو همدغه دوا چی علما د انبیاوو واریسین دی پر ځای کړی ده ؟
نو که دغه پوښتنو ته ځواب نه لری سره له نن څخه خپل مسولیت رفه کړی.
که چیری ته په افغانستان کی جهاد فرض وی او پدی جهاد کی یوازی د نا ګناه افغانانو وژل روا وی ولس ته په ډاګه اعلان وکړی تر څو مو خپل مسولیت رفع کړی وی.
او کنه دا اعمال چی اوس د افغانانو سره کیږی تش انسان وژنه وی بیا خو نوخپل غږ پورته کړی کنه.
موږ باور لروی چی تاسو اسلامی علماډیر کارونه کولای شی او د ډیرو ناجایزو مخه نیولی شی دا ځکه چی په ورځ کی پنځه وخته د ولس سره مستقیم په تماس کی یاست ولس هم ستاسو خبره اوری او منی یی، هیله ده چی خپل مسولیت ته متوجی شی او هغه لار ورته په کوته کړی چی د اسلام سره برابره وی تر څو مو دواړه جهانونه سم شی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
2016/2/27